CRI Online

د بېجينګ د معبدي بازارونو سيل

cri     (GMT+08:00) 2016-02-26 14:44:26

د فبرورۍ اتمه نېټه د چين له پسرلني جشن سره برابره وه او له اوومې نېټې څخه تر ديارلسمې نېټې پورې د چينايانو لپاره اووه ورځنۍ طلايي رخصتي ده. ټولو ته معلومه ده چې پسرلنی جشن په چين کې د کورنيو د راغونډولو ورځ هم ده چې هرومرو واټن که هر څومره ليرې هم وي، خلک بايد د پسرلني جشن په وخت کې بېرته خپلو کورونو ته راستانه شي او له کورنيو سره يو ځای دغه اختر ولمانځي. خو په تېرو څو کلونو کې زيات کسان د پسرلني جشن د رخصتۍ په موده کې له کورنيو سره يو ځای له نورو ځايونو څخه سيل کوي. په بېجينګ کې خلک همېشه د پسرلني جشن په موده کې له معبدي بازارونو څخه سيل کوي او له دوديز کولتور څخه خوند اخلي. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د بېجينګ د معبدي بازارونو په اړه معلومات وړاندې کړم.

لومړی به تاسو سره د دي تان مبعدي بازار په اړه معلومات شريک کړم. د ۲۰۱۶ کال د پسرلني جشن لپاره د دي تان يو دېرشمې دورې معبدي بازار د فبرورۍ له اتمې نېټې څخه شروع شوی او تر دوولسمې نېټې پورې به دوام ولري. په دغو پنځو ورځو کې خلک د سهار له اته نيمو بجو نه د مازديګر تر پنځو بجو پورې له دغه بازار څخه سيل کولای شي. سمسور او نيکمرغه ژوند د دې دورې معبدي بازار مطلب دی. سيلانيان په دغه بازار کې د چين د دوديزو هنرونو او کولتورونو په اړه يو لړ نندارې هم ليدلی شي. د بېلګې په توګه، د بېجينګ اوپرا په شمول چيني اوپراګان، د عکسونو نندراتون، د لاسي هنر نندراتون، د بېجينګ ځانګړتيالرونکو خوارکونو نندارتون او داسې نور.

لونګ تان معبدي بازار په بېجينګ کې يو بل مشهور معبدي بازار دی. د لونګ تان درې دېرشمې دورې معبدي بازار به د فبرورۍ له اتمې نېټې نه تر دوولسمې نېټې پورې خلاص وي. ژمني اولمپيک لوبې او يخ او واوره د دغه معبدي بازار مطلب دی. د دغه مطلب په اړه د چين د عنعنوی سپورټي لوبو او عصري سپورټي لوبو ځانګړتياوې او د بېجينګ، تيان جين او هه بې په سيمه کې دوديز کولتور د دغې معبدي بازار د لېدو وړ ټکي دي. په دغه معبدي بازار کې د سپورتي کولتور په باب پنځه برخې ليدل کېږي. مثلاً د غيرمادي اثارو نندراتون، د بېجينګ، تيان جين او هه بې سيمه ييز کولتوري نندارتون، د هنر او سپورت نندارې، د بېجينګ د ښاري کولتور نندارتون او د ژمني اولمپيک لوبو نندارتون، د يخ او واورو لوبو نندارې او داسې نور.

هونګ لوه سي معبدي بازار د بوديزم د کولتور په اړه معبدي بازار دی. هونګ لوه سي معبد د چين د دونګ جين دورې د شيان کانګ په څلورم کال يعنی په درې سوره او اته دېرشم ميلادي کال کې جوړ شوی چې تاريخ يې يو زر او شپږ سوه کاله دی. دغه معبد د چين په شمالي سيمه کې د بوديزم سرچينه ده او د زرګونو کلونو راپديخوا د چين د بوديزم په ساحه کې لوړ مقام لري. دوه ويشتمې دورې هونګ لوه سي معبدي بازار د چين د کرهنيزې جنترۍ د لومړۍ مياشتې له لومړۍ نيټې نه تر شپږمې نېټې پورې تر سره شو. دغه معبدي بازار هم د چين د دوديز کولتور په مطلب سيلانيانو ته خدمت کوی. په دغه معبدي بازار کې د چين د زمري په شکل د نڅا په شمول دوديزې هنري نندارې هم ليدل کېږي او معبدي بازار ټول له نيکمرغۍ او خوشحالۍ فضا څخه ډک دی.

په پای کې به تاسو ته د چانګ ديان معبدي بازار په اړه معلومات معرفي کړم. چانګ ديان معبدي بازار د چين د شي چنګ په سيمه کې پروت دی. څرنګه چې په دغه سيمه کې سلګونه مشهور دوديز او لرغوني دکانونه شته چې دا د چين د غيرمادي کولتوري اثارو په توګه بلل کېږي، نو په دغه معبدي بازار کې سيلانيان له يادو دکانونو څخه ډېر خوندور خوراکونه او په زړه پورې توليدات اخيستی شي. دغه راز، دغه معبدي بازار د چين د غيرمادي کولتوري اثارو د خپرولو او ساتلو يوه ښه صحنه هم ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای