CRI Online

هاربين ښار د روسي سيلانيانو د راجلبولو لپاره زيات تدبيرونه نيسي.

cri     (GMT+08:00) 2016-04-19 19:02:58

هاربين ښار چې د چين په شمالي برخه کې پروت دی، د چين د هې لونګ جيانګ ولايت مرکز دی او د شمال ختيځې اسيا سيمې يو مرکز هم دی. دغه ښار د اسيا او اروپا ترمنځ د يو پل په توګه ګڼل کېږي او په چين کې يو مشهور تاريخي او کولتوري ښار هم دی. دغه ښار د يخ او واورو د لوبو په برخه کې چين کې شهرت لري.

د چين د شمال ختيځې سيمې د اقتصاد د بياسمسورتيا په نوي بهير کې هاربين ښار زيات پرمختګ موندلی دی چې د همدې سيمې د نورو ښارونو په پرتله چټک دی. په ۲۰۱۵م کال کې د دغه ښار د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت پنځه سوه او پنځه اويا مليارډو يوانو ته رسېدلی چې دغه شمېر د وړم کال په پرتله اووه اعشاريه يو سلنه زيات شوی دی. د چين د دوو غونډو په موده کې د هاربين ښاروال سونګ شي بين د سي ار ای راډيو له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل، څرنګه چې هاربين روسيې ته نژدې دی، نو دغه ښار د موقعيت، کولتور او منابعو په ساحو کې د خپلو غوره والو په نسبت د روسيې د سيلانيانو د راجلبولو لپاره هڅې وکړي.

د چين دولتي شورا څو ورځې مخکې په هاربين کې د نوې اقتصادي سيمې د جوړولو د منلو سند تصويب کړ. دا په چين کې يوازنی سند دی چې د روسيې سره د همکارۍ د پياوړتيا په هکله د دولت په کچه نوې اقتصادي سيمه ده. ياده سيمه به د يوه کمربند او يوې لارې پلان د ابادۍ لپاره يوه مهمه برخه او ستراتيژيک ټکی وګرځي. ښاغلي سونګ شي بين وويل، 

د هاربين د موقعيت له مخې د يوه کمربند او يوې لارې پلان سره سم ، منځني ختيځ ته د پخوانۍ اوسپنيزې لارې پر بنسټ مو د هاربين او اروپا ترمنځ اوسپنيزه لاره پرانيستله. په تېره بيا، هاربين د دولتي شورا لخوا له روسيې سره د همکارۍ په اړه د مرکزي ښار په توګه وټاکل شو، نو د سږ کال د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه مو د هاربين او روسيې ترمنځ اوسپنيزه لاره هم پرانيستله. تر اوسه پورې د هاربين او اروپا ترمنځ څلور پنځوس اورګاډيو تګ راتګ کړی دی چې له امله يې د سوداګرۍ عمومي اندازه يو سل او څلوېښت مليونو امريکايې ډالرو ته رسېدلې ده. سږ کال مو د هاربين او روسيې ترمنځ اوسپنيزه لاره پرانيستله او دا به د چين د شمال ختيځې سيمې د بياسمسورتيا او له اړوندو هېوادونو سره د سوداګرۍ د پياوړتيا لپاره ښه زمينه برابره کړي. دغه راز، دا د هاربين د اقتصادي پرمختګ بنسټ هم دی.

د ترافيکي لارې پرانيستل له روسيې سره د همکاريو د نژدې کېدو بنسټ دی او د چين د سرحدي سيمې د ورخلاصون د پياوړتيا زمينه هم ده. ښاغلي سونګ وويل، چې هاربين په ياده نوې سيمه کې د بهرنيو سوداګريو او تصديو د راجلبولو لپاره هڅه کوي. ده وويل، 

د بريښنايي سوداګرۍ د پرمختګ په برخه کې به موږ د لين کونګ په اقتصادي سيمه کې د بريښنايي سوداګرۍ د مالونو د لېږد رالېږد يو نړيوال مرکز اباد کړو. اوس پلان طرحه شوی. د چين د پوست عمومي شرکت سوداګريزه اډه به په دغه مرکز کې جوړه شي، دا ډېره ګټوره ده.

اوسمهال هاربين د روسيې له يي کا، مسکو، سانپيټرزبورګ سره د بريښنايي سوداګرۍ متقابلې همکارۍ اړيکې ټينګې کړې دي چې دا به د چين او روسيې ترمنځ د بريښنايي سوداګريزو همکاريو لپاره يوه ازموينه وګرځي. دغه راز، د هاربين او روسيې ترمنځ د مالونو او مسافرينو د لېږد رالېږدولو او تګ راتګ په اړه دوولس هوايي کرښې پرانيستلې دي چې دا به هاربين ته د روسيې د سيلانيانو د سفر لپاره انساتياوې برابرې کړي. ښاغلي سونګ وويل،

د روسيې سيلانيان له ويزې پرته د دوه اوياوو ساعتونو لپاره په هاربين کې پاتې کېدلی شي. دوی د هاربين څخه په تېرېدو سره نورو هېوادونو ته سفر کولای شي. دغه راز، هاربين د روسيې له زياتو ښارونو سره دوستانه اړيکې ټينګې کړې دي، اوسمهال د هاربين او دغو ښارونو ترمنځ دوولس هوايي کرښې پرانيستلې دي. دا د سيلانۍ د پرمختګ او د روسيې په شمول د شمال ختيځې اسيا څخه د لا زياتو سيلانيانو د راجلبولو لپاره ترافيکي زمينه برابروي. بر سېره پردې، د هاربين او روسيې ترمنځ کولتوري تبادله د اوږدې مودې راپدېخوا ټينګه شوې ده، نو ښاغلي سونګ د هاربين پر سيلانيز پرمختګ باور لري. ده وويل،

د سيلانۍ پرمختيايي حالت ښه دی. تېر کال هاربين ته د اووه سوه او پنځوسو زرو تنو بهرني سيلانيانو په شمول د سيلانيانو شمېر څوارلسو مليونو او پنځوس زرو تنو ته رسېدلی چې دغه شمېر د وړم کال په پرتله څوارلس اعشاريه پنځه سلنه لوړ شوی دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای