CRI Online

د شينجيانګ د التای سيمې سيل

cri     (GMT+08:00) 2016-08-17 21:23:18

التای سيمه د چين د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې په شمالي برخه کې پرته ده. د دغې سيمې شمال لويديځه خوا قزاقستان او روسيې ته نژدې او شمال ختيځه خوا يې مغوليستان ته نژدې ده. په دغه سيمه کې د سرحدي کرښې اوږدوالی يو زر دوه سوه او پنځه کيلومتره دي. په دغه سيمه کې يو ښار او شپږ ولسوالي شته. د التای ښار هوا سړه ده چې د ژمي وخت يې اوږد او د دوبي وخت يې لنډ دی. په دغه سيمه کې د غرمې او شپې ترمنځ د تودوخې ترمنځ توپير لوی دی، نو سيلانيان بايد ګرمې جامې چمتو کړي.

د التای ښار او اورومچي ښار تر منځ د الوتکې کرښه شته او د الوتنې وخت يې ترمنځ يو ساعت دی. هوايي ميدان د التای ښار له مرکز څخه يوولس کيلومتره واټن لري. د اورومچي او التای ترمنځ د سړک اوږدوالی څه ناڅه اووه سوو کيلومتره دی او د سړک پر غاړه دښته، صحرا ليدل کېږي. که د عمومي بسونو له لارې د دواړو ښارونو ترمنځ تګ راتګ شاوخوا پنځلس ساعتونو ته اړتيا لري. څرنګه چې اقليم يې سخت دی، نو سيلانيان بايد د موټر له لارې له اورومچي څخه التای ته د تګ راتګ په لاره کې کافي جامې، خوراکونه او څښاک اوبه له ځان سره ولري. د التای ښار دومره لوی نه دی. نو د ټکسي بيه لوړه نه ده. که وخت ولري، سيلانيان د قدم وهلو له لارې د التای په ښار کې سيل کولای شي.

(( هوا شو)) باغ

(( هوا شو)) ته په انګليسي ژبه کې Birchويل کېږي چې يو ډول ونه چې کلک لرګي لري. دغه باغ د دغه ډول طبيعې ونو پر بنسټ جوړ دی او پراخوالی يې دوه پنځوس اعشاريه پنځه هېکتاره دی. دغه باغ د التای سيمې په شمال لويديځې برخه کې پروت دی.(( که لان)) سيند له دغه باغ څخه تېرېږي او دغه باغ د (( که لان )) سيند لخوا د شپږو کوچنيو ټاپوګانو په توګه ويشل شوي دي. د سيند اوبو، د (( هوا شو)) ونو او شين اسمان له لارې يو ښکلی انځور جوړ شوی دی. د دغه باغ د ټکيټ بيه پنځلس يوانه دي.

کوکتوقای علاقه داري

کوکتوقای علاقه داري د التای په غرنۍ سيمه کې پرته ده. په قزاقي ژبه کې د کوکتوقای مانا د شين رنګ ځنګلونه دي او په مغولي ژبه کې مانا يې ابي رنګ سيند دی. د دغه ځای له نوم څخه څرګندېږي چې طبيعي منظرې يې ډېرې په زړه پورې دي. د کوکتوقای هوا ډېره سړه ده چې په ژمي کې ډېره ټيټه تودوخه يې منفي شپېته درجو ته رسېږي. د هر کال له اګست څخه تر اکتوبر پورې موده د دغه ځای د سيل سمسور وخت دی. له اکتوبر نه وروسته به هوا سړه وي او واوره اوري، نو سړک همېشه د سختو واورو له امله بندېږي. په کوکتوقای کې زيات کانونه شته او قيمتي ډبرې هم توليدېږي.

د قاناس جهيل

د قاناس جهيل د التای سيمې د بورچن ولسوالي په شمالي برخه کې پروت دی. د بورچن ولسوالي څخه يو سل او پنځوس کيلومتره واټن لري. پراخوالی يې پنځه څلوېښت اعشاريه درې اويا مربع کيلومتره دي او جګوالی يې د سمندر له سطحې څخه يو زر درې سوه او څلور اويا متره دی. د دغه جهيل ډېر ټيټوالی يو سل او اته اتيا متره دي. د دغه جهيل بڼه د مياشت په شان ده. قاناس جهيل په ټوله نړۍ کې شهرت لري، د دې ځای منظرې د جنت په شان ښکلي دي. د قاناس جهيل په منظره لرونکي سيمه کې عمده منظرې داسې دي: (( توه جينګ وان))، (( بيان سه هو))، (( وه لونګ وان))، (( هوان يو تای)) دی. د قاناس منظره لرونکې سيمې د بېلا بېلو منظرو ترمنځ د تګ راتګ لپاره عمومی بسونه شته. شخصي موټرونه منظره لرونکې سيمې ته ننوتلی نه شي. سيلانيان بايد د عمومي بسونو له لارې د بېلا بېلو منظرو ترمنځ تګ راتګ وکړي. د قاناس د بېلابېلو منظرو لپاره د ټکيټونو بيې بېلې دي او له يو سل نه تر څلور سوو پورې دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای