CRI Online

د ((لي جيانګ)) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2016-11-21 19:41:35

د لي جيانګ لرغونی ښارګوټی

يو لونګ د واورو غر

((لي جيانګ)) ښار د چين په ((يون نان)) ولايت کې د ((يون نان او ((ګوي جو)) لوړې سيمې او د (( چينګ های)) او تبت د لوړې سيمې په سرحدي سيمه کې پروت دی. جغرافيايي جګوالی يې د سمندر له سطحې څخه دوه زره څلور سوه او اتلس متره دی.((لي جيانګ)) له لرغونې زمانې راپدېخوا د ورېښمو لارې او د چای او اس لارې د محور په حيث مهم رول لوبوي. د هان، يي، ((نا شي))، ((لي سو)) په شمول دوولس قومونه نسل په نسل په ((لي جيانګ)) کې اوسېږي. د ((لي جيانګ)) ښار هوا په څلورو فصلونو کې مناسبه ده او کلني منځنۍ تودوخه يې د سانتېګراډ په حساب له دوولس درجو نه تر نولس درجو پورې ده. جولای او اګست د دغه ځای باراني فصل دی. په اپريل، می، سپتمبر او اکتوبر کې يې هوا ښه وي او د سيل سمسور وخت هم دی. د ((لي جيانګ)) ((سان يي)) هوايي ميدان له مرکز څخه اته ويشت کيلومتره لېرې پروت دی. د هوايي ميدان او د ښاري مرکز ترمنځ بسونه شته چې د تګ وخت نيم ساعت او بيه يې پنځلس يوانه دی. د ((لي جيانګ)) او ((کون مينګ)) او د ((لي جيانګ)) او ((دا لي)) ترمنځ اورګاډي تګ راتګ کوي. د ((لي جيانګ)) د اورګاډيو سټېشن په ((يو لونګ)) ولسوالی کې پروت دی. د دغه سټېشن او د ((لي جيانګ)) د لرغوني ښارګوټي ترمنځ څو لسګونه کيلومتره واټن شته. نو سيلانيان د څلورم، شپاړسم او اتلسم نمبر بسونو له لارې د سټېشن او لرغوني ښارګوټي ترمنځ تګ راتګ کولای شي. دغه راز، سيلانيان هم د عمومي بسونو له لارې د ((يون نان)) ولايت له نورو ځايونو څخه ((لي جيانګ)) ته تللی شي. د عمومي بسونو بيه د نورو ترافيکي وسايلو په پرتله ټيټه ده. د ((لي جيانګ)) ښار په منځ کې د ټکسي بيه د لومړيو دريو کيلومترو لپاره اووه يوانه دی او د ښار په مرکز کې د تګ راتګ لپاره د ټکسي بيه له لسو يوانو نه زياته نه وي. که تاسې وغواړئ د ښارګوټي په بهر کې تګ راتګ وکړئ، بايد له موټر چلوونکي سره د بيې اندازه معلومه کړئ.

د ((لي جيانګ)) لرغونی ښارګوټی

د ((لي جيانګ)) لرغونی ښارګوټی چې ((دا يان)) علاقه داری په نوم هم يادېږي، د چين د سونګ په مسلسله زمانه کې يعنې په ديارلسمې ميلادي پيړۍ کې جوړ شوی دی. پراخوالی يې اووه اعشاريه دوه سوه او نهه اويا کيلومتره مربع دی. د چين د نورو لرغونو ښارګوټو په پرتله د ((لي جيانګ)) ښارګوټی دا ځانګړتيا لري چې د ښارګوټي دفاعي ديوالونه نه لري. دا د ناشي قوم د دود سره اړه لري. سيلانيان په دغه ښارګوټي کې زياتې لرغونې ودانۍ ليدل کېږي. په ښارګوټي کې زيات رسټورانټونه او هوټلونه شته، نو پکې د سيلانيانو ژوند اسانه دی. که اسمان شي وي، له دغه ښارګوټي څخه د واورو تر پوښل لاندې غر هم لېدلی شي. د ((لي جيانګ)) ښارګوټی د نولس او دوه نويم کال د دسمبر په څلورمه نېټه د يونيسکو سازمان لخوا د نړيوالو تاريخي ميراثونو په ليست کې شامل شو. نو سيلانيان په دغه ښارګوټي کې د ننوتلو په وخت کې د دغه ښارګوټي د ساتلو په هکله هر کس اتيا يوانه پيسې ورکوي.

د (( مو فو)) ماڼۍ

د ((مو فو)) ماڼۍ چې د ((لي جيانګ)) په لرغوني ښارګوټي کې پروت دی، د ((نا شي)) قوم د پخواني مشر کور دی چې د چين د يوان په مسلسله زمانه کې جوړ شوی دی يعنې په ديارلسمه ميلادي پيړۍ يې جوړ شوی دی، دغه ماڼۍ د لرغونې ((لي جيانګ)) سياسي او کولتوري مرکز و. ټکيټ بيه يې شپيته يوانه دی.

((يو لونګ)) د واورو غر

((يو لونګ)) د واورو غر د ((لي جيانګ)) د ((يو لونګ)) د ((نا شي)) قوم په خپلواکې ولسوالۍ کې پروت دی، جګوالی يې د سمندر له سطحې نه څلور زره متره ده. دغه غر د چين د دولت د پنځه اې په درجه منظره لرونکې سيمه ده. په دغه غره باندې د واورو او يخ منظرې ډېرې په زړه پورې او عجيبې دي. د هر کال له نومبر څخه د دوهم کال تر مارچ پورې په دغه غره کې د واورو منظرې د کتلو ډېره ښه موده ده. غره ته د تګ بيه يو سل او پنځه يوانه دی او د هوايي زانګو ګانو بيه دوه سوه او شل يوانه دی.

پر يادو شويو منظرې لرونکو سيمو سربېره ، په ((لي جيانګ)) ښار کې د ((شيو هه)) لرغونی ښارګوټی، ((هو تياو)) دره او داسې نور ځايونه هم د سيل وړ دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای