CRI Online

د ((شيانګ ګه لي لا)) سيل

cri     (GMT+08:00) 2016-11-21 19:46:23

 ((شيانګ ګه لي لا)) ښار چې په تبت ژبه کې نوم يې په زړه کې د لمر او سپوږمۍ مانا لري، د ((يون نان)) ولايت په شمال لويديځه برخه د (( چينګ های)) او تبت لوړې سيمې د (( هنګ دوان)) غرني سيمه کې پروت دی. دغه ځای د (( يون نان))، (( سي چوان)) او تبت سرحدي سيمه ده. پخوا د (( شيانګ ګه لي لا)) ښار نوم (( جونګ ديان)) و. په ۱۹۳۳ م کال کې د بريټانيې ليکوال جيمز هېلټون د ورک افق په نامه کتاب کې لومړی ځل (( شانګ ګه لي لا)) ياد کړ. د دغه کتاب سره سم جوړ شوی فلم د اوسکا زياتې مادي جايزې تر لاسه کړې دي. نو له دې امله (( شيانګ ګه لي لا)) په نړۍ کې شهرت لري. په ۱۹۹۶ کال کې د (( شيانګ ګه لي لا)) په نوم د ځای د پيدا عمليات تر سره شو او په پای کېدا مالومه شوه چې (( شيانګ ګه لي لا)) د چين د يون نان ولايت د (( دي چينګ)) د تبت قوم خپلواکې سيمې په مرکز (( جونګ ديان)) ولسوالي کې پروت دی. د ۲۰۰۱کال په دسمبر مياشت کې د چين حکومت پريکړه وکړه چې د (( جونګ ديان)) ولسوالۍ نوم (( جيانګ ګه لي لا)) ته بدل شي. په ياد کتاب کې (( شيانګ ګه لي لا)) د يو ارام، همغږۍ او مقدس ځای په توګه ياد شوی چې په دنيا کې د جنت په شان دی. د هر کال می او جون مياشتې د دغه ځای د سيلانۍ سمسور وخت وي. په دې وخت کې دښتې په شين رنګ پوښل شوې وي او پکې رنګارنګ ګلان غوړېدلي وي. د می په مياشت کې د ځايي اوسيدونکو د اس مسابقه تر سره کېږي چې د ځايي اوسيدونکو يو ډېر د شوق او ذوق فېسټېوال هم دی.

په (( شيانګ ګه لي لا)) کې هوايي ميدان شته چې له مرکز څخه پنځه کيلومتره واټن لري. د ((شيانګ ګه لي لا)) او (( کون مينګ))، (( چنګ دو)) او (( لا سا)) ترمنځ هوايي کرښې يې پرانيستلې دي، په تېره بيا د (( کون مينګ)) او (( شيانګه ګه لي لا)) ترمنځ الوتکې هره ورځ تګ راتګ کوي. بر سېره پردې، سيلانيان د عمومي بسونو له لارې له ((کون مينګ))، (( دا لي)) او (( لي جيانګ)) څخه (( شيانګ ګه لي لا)) ته هم تللی شي. د (( شيانګ ګه لي لا)) په مرکز کې کوچني بسونه شته. د ټکسي بيه اووه يوانه ده.

د (( نا پا های)) جهيل

(( نا پا های)) په تبت ژبه کې مانا يې د ځنګلونو تر شا جهيل دی. د دغه جهيل په شاوخوا سيمه کې منظرې په څلورو فصلونو کې توپير لري. په دوبي او مني کې منظره يې دښته ده او رنګارنګ ګلان هم پکې هم ليدل کېږي. کله چې سيلانيان له ليرې ځای څخه ګوري، دغه جهيل او شاوخوا منظره يې د يوې لويې غالۍ په شان ښکاري. خو په ژمي کې د جهيل اوبه ډېرې ارامې وي او د هندارې په شان ډېر په زړه پورې وي. د (( نا پا های)) د منظره لرونکې سيمې ټکيټ بيه څلوېښت يوانه دی. د (( شيانګ ګه لي لا)) له مرکز څخه دغه جهيل ته د بس بيه لس يوانه دی. که د کرايې موټر له لارې دغه جهيل ته ځي، د تګ راتګ بيه شپيته يوانه دی.

د (( پو دا څوه )) د ځنګلونو دولتي باغ

د (( پو دا څوه)) د ځنګلونو دولتي باغ پراخوالی ډېر لوی دی او پکې (( بي تا های)) جهيل، (( شو دو هو)) جهيل او (( ني لي تانګ يا)) دښته شاملېږي. دغه باغ په چين کې لومړی دولتي باغ دی. په دغه باغ کې د اوبو او هوا کيفيت ډېر ښه دی او لومړی کچې ته رسېږي. په دغه منظره لرونکې سيمه کې سيلانيان د جهيلونو، غرونو، دښتو، رنګارنګ حيواناتو او نباتاتو څخه خوند اخيستلی شي. د باغ د ټکيټ بيه دوه سوه او اته پنځوس يوانه دی چې له دې جملې څخه د دروازې د ټکيټ بيه يو سل اته دېرش يوانه، د سيلانيز موټر بيه يو سل او شل يوانه او په ((پي تا های)) جهيل کې د بيړيو بيه پنځوس يوانه دی. د (( شيانګ ګه لي لا)) له مرکز څخه دغه باغ ته د بس بيه د هر کس لپاره دېرش يوانه دی او د کرايې موټر بيه د تګ راتګ لپاره يو سل پنځوس يوانه دی.

بر سېره پردې، په (( شيانګ ګه لي لا)) کې د ګه دان سونځان لين سي)) معبد،(( بای شوي تای)) پټۍ او د (( مې لي)) په نامه د واورو غر هم د سيل وړ ځايونه دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای