CRI Online

د (( جيو جای ګوه)) او شاوخوا سيمې سيل

cri     (GMT+08:00) 2016-12-30 14:45:15

د (( جيو جای ګوه)) طبيعي منظره ساتونکې سيمه چې د چين د (( سي چوان)) ولايت د تبت قوم او چيانګ قوم خپلواکې سيمې د (( جيو جای ګوه)) په ولسوالي کې پرته ده، د نړيوالو طبيعي ميراثونو په ليست کې يوه ده او د چين د دولت د پنځه اې په کچه منظره لرونکې سيمه هم ده. دغه منظره ساتونکې سيمه د چينګ های او تبت د لوړې سيمې او د سي چوان د ټيټې سيمې په سرحدي سيمه کې د يوې غرنۍ درې پر بنسټ جوړه شوې ده چې اوږدوالی يې له پنځوسو کيلومترو نه زيات دی او عمومي پراخوالی يې څلور شپيته زره دوه سوه اووه نوي هکتاره دي. د دغې سيمې په سلو کې اتيا ځمکې ځنګلونو پوښلې دي. په دغه سيمه کې د کوچنيو غرني جهيلونو ډله کې د ((شو جنګ جای))، ((هه يي جای)) او (( ځه چا وا جای)) په شمول د تبت قوم نهه کلي پراته دي. نو دغه سيمه (( جيو جای ګوه)) نومېږي، (( جيو)) په چيني ژبه کې د نهه مانا لري، (( جای )) د کلي او (( ګوه)) د درې مانا لري. نو د (( جيو جای ګوه)) مانا دغه دره نهه کلي لري. پسرلی، دوبی او منی د (( جيو جای ګوه)) د سيل وړ فصلونه دي، په تېره بيا په اکتوبر کې. څرنګه چې په هغه وخت کې د ونو پاڼې رنګارنګ دي، په زړه پورې منظرې سيلانيانو ته وړاندې کېږي.

(( جيو جای ګوه)) له (( چنګ دو)) ښار څخه څه باندې څلور سوه کيلومتره واټن لري. سيلانيان له (( چنګ دو)) څخه د بسونو له لارې (( جيو جای ګوه)) ته تللی شي او په لاره کې اته ساعتونو ته اړتيا لري. بيه يې له يو سل او اته ويشت يوانو نه تر يو سل او اته دېرش يوانو پورې ده. بر سېره پردې، (( جيو جای ګوه)) او (( هوانګ لونګ)) ته نژدې يو هوايي ميدان شته چې د (( سونګ پان)) ولسوالي په ((چوان جو سي)) علاقه داري کې پروت دی. د دغه هوايي ميدان او (( چنګ دو))، (( چونګ چينګ))، (( شي ان))،(( کون مينګ)) او ((شانګهای)) ترمنځ مستقيمې الوتنې شته. له دغه هوايي ميدان څخه د (( جيو جای ګوه)) او (( هوانګ لونګ)) ترمنځ بسونه شته چې (( جيو جای ګوه)) ته کرايه يې پنځه څلوېښت يوانه دي او (( هوانګ لونګ)) ته دوه ويشت يوانه دي.

جهيلونه او اوبه د ((جيو جای ګوه)) يوه ځانګړتيا ده. په دغه سيمه کې يو سل او اته کوچني جهيلونه واقعې دي. په داسې جهيلونو کې اوبه ډېرې پاکې دي او رنګونه يې د فصلونو او د لمر د وړانګې د بدلونونو سره سم بدلېږي. کله شين رنګ، کله ابي رنګ او کله ژېړ رنګ کې ښکارېږي.

((جيو جای ګوه)) د پنډا او طلايي بيزو په شمول د زياتو عجيبو حيواناتو کور دی. په دغه سيمه کې د څلور اويا ډوله نباتات او اتلس ډوله حيوانات د دولت په کچه د عجيبو او ساتونکو حيواناتو او نباتاتو په ليست کې شامل شوي دي.

دغه راز، په واورو پوښلې غرنۍ څوکه، ابشارونه، ځنګلونه او د تبت قوم دود او کولتور هم د (( جيو جای ګوه)) سيلانيزې سرچينې دي.

د هر کال د اپريل له لومړۍ نېټې څخه د نومبر تر پنځلسمې نېټې پورې د دغې سيمې د ټکيټ بيه دوه سوه او شل يوانه دي، د سيلانيز موټر بيه د هر کس په سر نوي يوانه دي. بر سېره پردې، هر کس بايد د امنيت د بيمو لپاره درې يوانه ولګوي. له ياد وخت نه پرته په نورو وختونو کې د دغې سيمې د ټکيټ بيه اتيا يوانه دي او د سيلانيز موټر بيه او د بيمو بيه نه بدلېږي.

د جيو جای ګوه)) په شاوخوا سيمه کې ډېرې زياتې نورې منظرې لرونکې سيمې هم شته. له دې جملې څخه د (( هوانګ لونګ)) منظرې لرونکې سيمې، ((هونګ يوان)) او (( ژور ګای)) دښتې، ((مو ني ګوه)) دره، (( کارونګ ګوه)) دره، (( دا ګو)) يخچال او (( جيان من ګوان)) برج هم د سيلانۍ وړ ښکلي ځايونه دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای