CRI Online

د (( داو چنګ)) ولسوالۍ سيل

cri     (GMT+08:00) 2016-12-30 14:47:54

(( داو چنګ)) ولسوالي د چين د (( سي چوان)) ولايت په جنوب ختيځې سرحدي سيمې کې او د (( ګان ځي)) تبت خپلواکې سيمې په جنوبي برخه کې پراته ده. (( داو چنګ)) په تبتي ژبه کې د غرنۍ درې په ګودر کې د هوارې ځمکې په مانا ده. په دغه سيمه کې په سلو کې شپږ نوي برخې اوسيدونکي د تبت قوم دی. څرنګه چې (( داو چنګ)) د ((چينګ های)) او تبت د لوړې سيمې په جنوب ختيځه برخه کې واقعې ده، نو منظره يې د لوړې سيمې له ځانګړتياوو سره سمون خوري. په لوړه سيمه کې د ژمي فصل او باراني فصل د سيلانۍ لپاره مناسب نه وي. د هر کال له نومبر نه د بل کال تر مارچ پورې د ((داو چنګ)) ژمي فصل وي چې په دې وخت کې همېشه د سختو واورو له امله سړکونه تړل شوي وي. دغه راز، د هر کال جولای او اګست د دې سيمې باراني فصل وي چې سړکونه همېشه د سختو بارانونو له امله پرې کېږي، نو سيلانيان منظرې لرونکې سيمې ته نه شي تللی. ويل کېږي چې د هر کال می، جون، سپتمبر او اکتوبر د دې سيمې د سيل وړ وخت وي. ځکه چې د لوړې سيمې په هوا کې اکسيجن کم وي، نو هر هغه څوک چې د زړه په ناروغۍ اخته وي، بايد د سيل په ترڅ کې احتياط وکړي او درمل له ځان سره راوړي.

په ((داو چنګ)) ولسوالي کې هوايي ميدان نه شته او اورګاډي سټېشن هم نه شته. نو سيلانيان لومړی د الوتکې له لارې د ((يون نان )) ولايت (( جونګ ديان)) ولسوالۍ ته او يا د (( سي چوان)) ولايت ((چنګ دو)) او (( کانګ دينګ)) ته ځي، او بيا د بسونو له لارې (( داو چنګ)) ته تللی شي. له (( چونګ ديان)) څخه (( داو چنګ)) ته بس هره ورځ د سهار په اوو بجو حرکت کوي او بيه يې د هر کس په سر سل يوانه ده. په لاره کې دوولس ساعتونو ته اړتيا لري. که سيلانيان د بسونو له لارې له ((چنګ دو)) څخه (( داو چنګ)) ته ځي، دوو ورځو ته اړتيالري. بيه يې د هر کس په سر دوه سوه او اته دېرش يوانه ده. د ((داو چنګ)) مرکز قلمرو لوی نه دی، نو د ټکسي کرايه يوازې پنځه يوانه ده.

((يا دينګ)) منظره لرونکې سيمه

(( يا دينګ)) منظره لرونکې سيمه د ((داو چنګ)) ولسوالي په (( ژي وا)) علاقه داري کې پراته ده. په ۱۹۲۸م کال کې د امريکا کاشف جوسف لوک هم ((داو چنګ)) ته تللی و او د امريکا د دولتي جغرافيا په نوم مجله کې اخيستل شوي عکسونه يې خپاره شول او په هغه وخت کې لوستونکو د ((داو چنګ)) د په زړه پورې منظرو له امله حيرانتيا څرګنده کړې وه. له دې نه وروسته ((داو چنګ)) په نړۍ کې نور هم شهرت پيدا کړ. (( شيان نای ژي))، ((يانګ مای يونګ)) او (( شيا نا دوه جي)) په نامه درې غرونه د دغې منظرې لرونکې سيمې مرکز دی. دغه درې غرونه د ځايي اوسيدونکو په زړه کې مقدس ځای دی. د دغو دريو غرونو څوکې تل په واوره پوښلې وي. سيلانيان په دغه منظره لرونکې سيمه کې له ځنګلونو، دښتې، ابشارونو او يخچال څخه خوند اخيستلی شي. د دغې منظره لرونکې سيمې د ټکيټ بيه يو سل او پنځوس يوانه ده.

(( دان با)) ولسوالی

((دان با)) ولسوالی د ((ګان ځي)) د تبت خپلواکې سيمې په ختيځه برخه کې پراته ده. ((دان با)) د چيانګ قوم د لرغونو کليو له امله شهرت لري. داسې کلي په چين کې د ډېر ښکليو کليو په توګه بلل کېږي. د شمېرنې له امله په دغه ولسوالۍ کې شاوخوا يو سل او شپږ شپيته لرغونې کلاوې شته. سيلانيان په دې ځای کې نه يوازې د لوړې سيمې له منظرو څخه، بلکې د ځايي اوسيدونکو له دودونو او کولتورونو څخه هم خوند اخيستلی شي.

((های لوه ګوه)) يخچال

((های لوه ګوه)) يخچال د (( سي چوان)) ولايت په ((لو دينګ)) ولسوالي کې پروت دی. د دغه يخچال جغرافيايي مقام په اسيا کې تر ټولو ډېر ټيټ دی. لوړوالی يې د سمندر له سطحې څخه دوه زره اته سوه او پنځوس ميتره دی. د دغې منظرې ټکيټ بيه نوي يوانه ده.

له يادو منظرو نه پرته، (( يا ان)) ښار، ((شانګ لي)) لرغونی ښارګوټی، ((سه دا)) ښارګوټی هم د سيل وړ په زړه پورې ځايونه دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای