CRI Online

د ((ګوی جو)) ولايت د جنوب ختيځې سيلانيزې کرښې سيل

cri     (GMT+08:00) 2017-03-30 19:40:43

د ((ګوی جو)) ولايت د جنوب ختيځې سيلانيزې کرښې د ((کای لي)) ښار پر بنست ټاکل شوې ده چې دغه ښار د ((جيان دونګ نان)) د مياو قوم او دونګ قوم د خپلواکې سيمې مرکز دی او د مياو قوم د يوې ملغرې په توګه بلل کېږي. د ((کای لي)) ښار سيلانيزې سرچينې غني دي چې سيلانيان ورڅخه نه يوازې د مياو قوم او دونګ قوم له دودونو او کولتورونو څخه، بلکې د عصري ښار له پرمختګ څخه خوند اخيستلی شي. څرنګه چې په دغه ښار کې د زياتو ملي لږکيو خلک اوسېږي، نو هر کال ځايي اوسيدونکي يو سل او شپږ دېرش اخترونه لمانځي. ويل کېږي چې دغه ښار د سلو اخترونو ښار دی.

د ((کای لي)) ((هوانګ پينګ)) هوايي ميدان د دوه زره ديارلسم کال په اکتوبر مياشت کې په کار پيل وکړ. اوسمهال د دغه هوايي ميدان او ((ګوانګ جو))، ((ګوی يانګ))، ((ون جو)) او ((جي نان)) ترمنځ الوتنې شته. له الوتنې نه پرته، سيلانيان هم د اورګاډي له لارې له شانګهای، بېجينګ، ((ګوانګ جو))، ((تيان جين))، ((هانګ جو)) او ((چونګ چينګ)) ښارونو څخه ((کای لي)) ته تللی شي. بر سېره پردې، د ((کای لي)) په شاوخوا سيمه کې د سړکونو شبکه هم بشپړه شوې ده، نو ترافيکي اسانتياوې لري.

د ((شي جيانګ)) د مياو قوم استوګنې سيمه

د (( شي جيانګ)) د مياو قوم استوګنې سيمه کې لسګونه کلي شاملېږي چې پکې زرګونه کورونه د غرونو په لمن کې په طبيعي توګه جوړ شوي دي. د دغې ډلې پيمانه په چين کې او حتی نړۍ کې د مياو قوم په کليو کې ډېره لويه ده او په دې ځای کې د مياو قوم تاريخ، دودنه او کولتور په ښه توګه ساتل شوی دی. سيلانيان له ((کای لي )) ښار څخه د موټر له لارې دغه ځای ته تللی شي او په دې ځای کې اوسېدای شي. د دغې ډلې د ټکيټ بيه سل يوانه ده.

د ((چه جيانګ)) د دونګ قوم استوګنې سيمه

د ((چه جيانګ)) د دونګ قوم استوګنې سيمه د ((ژونګ جيانګ)) په ولسوالۍ کې موقعيت لري. په دې ځای کې د دونګ قوم نفوس تر نورو ځايونو ډېر زيات دی. په دغه ځای کې د ((جانګ لو))، ((جای تو))، ((موه تانګ)) په نامه د دونګ قوم درې کلي شته چې پکې څه باندې اته سوه کورنۍ اوسيږي او نفوس يې له درې زرو نه زيات دي. ((ليو جيانګ)) سيند له دغې استوګنې سيمې څخه تېرېږي او د دغه سيند پر دواړو غاړو زيات د انځر ونې شته چې عمرونه يې له دريو سوو کلونو نه زيات دي. دغه راز، په دې ځای کې د ((ګو لونګ)) په نامه د دونګ قوم ځانګړتيا لرونکې کورونه هم ليدل کېږي چې له دې جملې څخه د ډېر لرغونی يو کور تاريخ له يو سل او شل کلونو نه زيات دی.

((لونګ لي)) لرغونی ښارګوټی

((لونګ لي)) لرغونی ښارګوټی د ((جين پينګ)) په ولسوالۍ کې پروت دی او ((لي پينګ)) هوايي ميدان ته يوازې يوويشت کيلومتره واټن لري. دغه ښارګوټی په لرغونې زمانه کې يوه پوځي اډه وه چې د مينګ سلسلې د ((هونګ وو)) په امپراطورۍ زمانه کې جوړه شوې وه او شپږ سوه کلن تاريخ لري. دغه ښارګوټی د لرغونې پوځي اډې په توګه د چين په جنوبي سيمه کې ډېره ښه ساتل شوې ده. دغه ښارګوټی د هان قوم يو استوګنځای دی.

د ((جيا بانګ)) پټه دارې ځمکې

د ((جيا بانګ)) پټه دارې ځمکې د ((څونګ جيانګ)) ولسوالۍ په لويديځه برخه کې پرتې دي. دغه پټه دارې ځمکې د غره په لمن کې جوړې او پراخوالی يې شپږ سوه او شپږ شپېته هېکتارو ته رسېږي. ډېر زيات عکاسان په دې ځای کې په زړه پورې عکسونه اخلي. څرنګه چې پټه دارې ځمکې کې په څلورو فصلونو کې بېلا بېلې ښکلې منظرې ښکاري، نو څلور فصلونه د دې ځای د سيل وړ وختونه دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای