CRI Online

د تبت د (( لين جي)) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2017-07-06 19:27:31

((لين جي)) ښار د تبت په جنوب ختيځه برخه کې او د (( يالو ځانګبو )) سيند په منځنۍ او وروستۍ برخه کې واقع دی. د تبت د نورو ځايونو په پرتله د ((لين جي)) د جغرافيايي جګوالی ټيټ دی چې جګوالی يې د سمندر له سطحې څخه له دريو زرو مترو څخه تر يو زر مترو پورې دي. د ((سي چوان)) او تبت ترمنځ عمومي سړک له ((لين جي)) څخه تېرېږي او د دغه سړک پر دواړو غاړو منظرې ډېرې په زړه پورې دي.

د ((لين جي)) د ((مي لين)) هوايي ميدان او (( با يي)) علاقه دارۍ ترمنځ بس شته چې د يو طرف کرايه يې پنځه ويشت يوانه ده. اوس د ((چنګ دو))، ((چونګ چينګ)) او ((لا سا)) څخه تر ((لين جي)) پورې د الوتنې کرښې پرانيستل شوې دي. د ((لين جي)) د سيل لپاره موټر تر ټولو ډېر ښه وسيله ده. هره ورځ له ((لا سا)) څخه تر ((لين جي)) پورې بس شته او کرايه يې يو سل او پنځه پنځوس يوانه ده.

((سه جي لا)) غر

((سه جي لا)) غر د ((لين جي)) ښار په ختيځه برخه کې پروت دی او د (( نيان چينګ دانګ ګو لا)) غرنۍ سلسلې يوه برخه هم ده. د (( سي چوان)) او تبت ترمنځ عمومي سړک له دغه غره څخه تېرېږي. ((سه جي لا)) غر د روداديندران په نامه د يو ډول تل شين بوټي له امله شهرت لري. د هر کال له اپريل نه تر جون پورې موده د دغه غره په ګوټ ګوټ کې د دغو بوټو ګلانو کولو وخت دی چې سپين، ګلابي او اغواني رنګه ګلان اغوړېږي چې د ګلانو د سمندر په شان ښکاري.

((لو لانګ)) علاقه داري

((لو لانګ)) علاقه داري کې د ((لو لانګ)) منظره لرونکې سيمه د ليدو وړ ځای دی. دغه منظره لرونکې سيمه لومړی د ځنګلونو له امله شهرت لري. په دغه ځای کې ځايي اوسيدونکي خپل کورونه د لرګيو څخه جوړوي، غره جګو او شين رنګ ونو پوښل دی. له اوبو ډک لښتي له دښتې څخه تېرېږي او غوايان او اسان د لښتيو پر غاړه اوبه څښي. هره ورځ خلک دلته د مرغانو د اوازونو او ښکلو نعمو په اوريدو سره پاڅېږي. ژوند يې ارام او له خوشحالۍ دی او منظرې يې د انځور په شان ښکلې دي.

((موه توه)) ولسوالي

((موه توه)) ولسوالي د ((لين جي)) په جنوب ختيځه برخه کې پرته ده او ((موه توه)) په تبتي ژبه کې د مقدس نيلوفر ګل مانا لري. سيلانيان په دې ځای کې د حاره منطقې باراني ځنګل څخه خوند اخيستلی شي. څرنګه چې دغه ځای ډېر ګوښه دی، نو د ځايي اوسيدونکي لومړی ژوند کوي او دودونه يې په ښه توګه ساتلي دي.

((بوه مي)) ولسوالي

((بوه مي)) ولسوالي د ((لين جي)) ښار په جنوبي برخه کې پرته ده. دغه ولسوالي د غلو دانو د کرنې اډه ده. د دغه ولسوالي په قلمرو کې يخچالونه د سيل وړ دي.

د ((يالوځانګبو)) سيند لويه دره

د ((يالوځانګبو )) سيند لويه دره ځمکې په کره کې تر ټولو ډېره ژوره کنده ده او په چين کې د ډېرې ښکلې درې په توګه هم بلل کېږي. د دغې درې اوږدوالی څلور سوه او شپږ نوي کيلومتره دی. د سيند په دواړو غاړو کې د غره له څوکې څخه د درې تر ځمکې لاندې جګوالی يې له پنځه زرو مترو نه زيات دی. نو طبيعي منظرې يې هم بېلې دي چې يخچال او حاره منطقې باراني ځنګل په دې ځای کې ليدلی شي. په سمسور وخت کې د دغې درې د ټکيټ بيه يو سل او پنځوس يوانه دی او په نورو وختونو کې يې بيه پنځه اويا يوانه ده.

((نان جا باوا)) لوړه څوکه

(( نان جا باوا)) لوړه څوکه د ((لين جي)) په قلمرو کې ډېره لوړه څوکه ده چې لوړوالی يې د سمندر له سطحې څخه اووه زره اووه سوه او دوه اتيا متره دی. دغه څوکه د ځايي اوسيدونکو په زړه کې د مقدس غره په توګه بلل کېږي. څرنګه چې د دغې څوکې په شاوخوا کې وريځې زياتې وي، نو دغه څوکه ډېر وخت په ورېځو کې پټه وي او همېشه نه لېدل کېږي. که سيلانيان د سيل په ترڅ کې دغه څوکه وګوري، نو دا د نيکمرغۍ نښه ده.

له يادو شويو ځايونو نه پرته، په ((لين جي)) ښار کې نور زيات د سيل وړ ځايونه هم شته، مثلاً، ((مي دوي)) يخچال، ((با سونګ څوه)) جهيل، ((پا ګه)) معبد او داسې نور.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای