CRI Online

د تبت د (( عالي)) سيمې سيل

cri     (GMT+08:00) 2017-07-06 19:29:42

(( عالي)) سيمه د ((چينګ های)) او تبت د لوړې سيمې په شمالي برخه کې پرته ده. څرنګه چې طبيعې شرايط پکې سخت دی، نو په دې ځای کې نفوس هم لږ دی چې په نړۍ کې په نورو ځايونو سره د يو شان پراخوالي په نسبت د اوسيدونکو شمېر پکې لږ دی. په ((عالي)) سيمه کې د سيلانۍ بنسټيز تاسيسات بشپړ نه دي، نو په تبت کې د دغې سيمې سيل د نورو ځايونو په پرتله لا سخت دی.

اوس د ((عالي)) د ((کون شا)) هوايي ميدان په کار پيل کړی دی، خو له دې څخه د الوتنې کرښې زياتې نه دي. څرنګه چې د ((عالي)) په شاوخوا سيمه کې د سړکونو پروژه بشپړه نه ده، نو د ((لا سا)) او ((عالي)) ترمنځ بسونه تګ راتګ نه کوي. سيلانيان يوازې له سيلانيز شرکت څخه د موټر د کرايه کولو له لارې ((عالي)) ته تللی شي. څرنګه چې لاره اوږده ده، نو سيلانيان ((عالي)) ته د سيل لپاره شاوخوا دوه اوونۍ وخت ته اړتيا لري او سيلانيان بايد د سيل په وخت کې اړين خوراکي توکي، درمل او جامې له ځان سره ولري، ځکه چې ((عالي)) ته په لاره کې دوکانونه لږ دی.

((کانګرينبوکي)) څوکه

((کانګرينبوکي)) څوکه د ((کانديس )) غرنۍ سلسلې عمده څوکه ده او جغرافيايي جګوالی يې شپږ زره شپږ سوه او شپږ پنځوس متره دی. دغه څوکه د هندي مذهب او د تبتي بوديزم په شمول زياتو مذهبونو کې د دنيا د مرکز په توګه بلل کېږي. نو هر کال بې شمېره د يادو مذهبونو بې شمېره زيارت کوونکي د خاصو مرامسو د تر سره کولو لپاره دغه غره ته ځي او د څوکې په لمن کې ګرځي. د دغې څوکې بڼه د اهرام په شان ده. ځکه چې په زياتو مذهبونو کې دغه څوکه مقدس ځای دی او د زيارت کوونکو په زړه کې لوړ مقام لري او د کوم سړي تر پښو لاندې نه شي کېدای. نو تر اوسه پورې هيڅوک دغې څوکې ته نه دي ختلي. سيلانيان دغې څوکې ته د تللو نه مخکې بايد د سرحدي ګرځېدنې سند واخلي او بيا اړوندې سيمې ته ننوتلی شي.

((ماناساروار)) او ((لهاناګڅوه)) جهيلونه

((ماناساروار)) جهيل د ((کانګرينبوکي)) څوکې په جنوبي خوا کې پروت دی. د دغه جهيل اوبه ډېرې پاکې دي او د تبت له دريو مقدس جهيلونو څخه يو دی او د ((کانګرينبوکي)) څوکې په شان زياتو مذهبونو کې لوړ مقام هم لري. دغه جهيل د اسيا د څلورو لويو سيندونو د سرچينې په توګه بلل کېږي. زيارت کوونکي په دغه جهيل کې ځان پريمنځي او د دوی په اند، دغه اوبه د کسانو د زړونو د پاکولو توان لري.

د ((ماناساروا)) جهيل تر څنګ د يوې لارې په بله غاړه(( لهاناګڅوه)) جهيل دی. د دغه جهيل په اوبه کې مالګه ګډه ده، نو د څښلو نه دي. د دغه جهيل په شاوخوا سيمه کې نباتات او حيوانان نه شته، نو د ځايي اوسيدونکو په خوله کې دغه جهيل د بوتکي جهيل هم بلل کېږي.

((جادا)) د خاورو ځنګلونه

(( جا دا)) د خاورو ځنګلونه د ((عالي )) سيمې په ((جا دا)) ولسوالي کې پراته دي. د خاورو ځنګل يو ډول جغرافيايي بڼه ده چې په لرغوني زمانه کې په ځمکه کې د اوبو د غورځېدو له امله خاورې د ځنګلونو په شان بڼه جوړه کړې وه. ((جادا)) د خاورو ځنګلونه د (( ګاديس)) غره او د ((شي مالانا)) غره په منځ کې واقع دی او پراخوالی يې اته سوه کيلومتره مربع دی. سيلانيان د سرحدي سند په نيولو سره دغه ځای ته تللی شي. په نړۍ کې دغه شان طبيعې منظرې لږې دي، نو د سيل وړ ځای دی.

د ((ګوګه)) امپراطورۍ دورې کنډواله

د ((ګوګه)) امپراطورۍ دورې کنډواله د ((جادا)) د خاورو په ځنګلونو کې واقعه ده. پراخوالی يې يو سل او تيا زره متره مربع دی. د ((ګوګه)) وطن د نهمې پيړۍ په منځني لسيزه کې جوړ شوې چې تر اوه سوه کلونو پورې يې دوام وکړ. دغه وطن په تاريخ کې شل پاچاګان درلودل. دغه وطن په اوولسمې پيړۍ کې له منځه وړل شوی دی. په دغه کنډواله کې معبدونه، تاريخي ودانۍ او غرني غارونه شته. دغه کنډواله د په زړه پورې بوډايي مجسمو او پر ديوالونو باندې د انځورونو له امله ډېر شهرت لري.

له يادو ځايونو نه پرته، په ((عالي)) سيمه کې د ((بان سونګڅوه)) جهيل، د شي چيوان هه)) علاقه دارۍ، د ((توه لين)) معبد په شمول ځايونه هم د سيل وړ دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای