CRI Online

د ((ګان سو)) ولايت د ((ګان نان)) د ځانګ قوم خپلواکې سيمې سيل

cri     (GMT+08:00) 2017-08-01 15:46:43

د ((ګان نان)) د ځانګ قوم خپلواکه سيمه چې په چين کې د ځانګ قوم له لسو خپلواکو سيمو څخه يوه ده د ((ګان سو)) ولايت په جنوب لويديځه برخه کې او د ((چينګ های)) او ((شي ځانګ)) د لوړې سيمې د شمال ختيځ سرحد او د ((هوانګ تو)) لوړې سيمې لويديځ سرحد د تقاطع په سيمه کې پراته ده چې دغه سيمه د هان قوم او ځانګ قوم د کولتورونو محوري سيمه هم ده. د دغې سيمې منځنۍ جغرافيايي جګوالی له دريو زرو مترو څخه لوړ دی. په دوبي کې يې منځنۍ تودوخه د سانتېګراد په کچه له اتو درجو څخه تر پنځلسو درجو پورې وي. څرنګه چې جګوالی يې لوړ دی، نو د لمر وړانګې پکې ډېرې تيزې لګېږي، سيلانيان بايد د سيل په ترڅ کې له وړانګو څخه د خپل پوستکي د ساتلو لپاره لازم تدبيرونه ونيسي. برسېره پردې، ځنګلونه او دښتې يې غني دي او په ((ګان سو)) ولايت کې د کورنيو حيواناتو د روزنې عمده مرکز هم شته. هر کال د چين د کرهنيزې جنترۍ له مخې د پنځمې او شپږمې مياشتې د دې سيمې د سيل وړ وخت وي. په دښتو کې يې ګلان غوړيدلي وي او منظرې يې په زړه پورې دي.

((هه ځوه)) ښار د دغې سيمې مرکز دی، سيلانيان يوازې د موټر او بس له لارې له نورو ځايونو څخه ((ګان نان)) سيمې ته تللی شي. د ((ګان نان)) سيمې په قلمرو کې يو ښار او اووه ولسوالۍ شته. سيلانيان د بس له لارې د بېلا بېلو ولسواليو ترمنځ تګ راتګ کولای شي.

((لا بو لنګ )) معبد

((لا بو لنګ)) معبد د ((ګان نان)) د ځانګ قوم خپلواکې سيمې د ((شيا هه)) په ولسوالۍ کې پروت دی او د تبتي بوديزم د ((ګه لو)) ډلې له شپږو مهمو معبدونو څخه يو دی. دغه معبد د تبتي مذهبي چارو د نړيوال ښوونځي په توګه هم بلل کېږي. په سمسور وخت کې څه باندې څلورو زرو تنو تبتي راهبانو پدې ځای کې زده کړه کړې ده. دغه معبد په ۱۷۰۹م کال کې جوړ شوی او پکې له لس زرو نه زياتې خونې شته. دغه معبد له ۱۹۸۰م کال څخه د سيلانيانو پرمخ پرانيستل شو. په دغه معبد کې د تبتي مذهبي زده کړې شپږ ښوونځي شته چې پيمانه يې په نړۍ کې ډېره لويه ده. د چين د کرهنيزې جنترۍ له مخې، د هر کال د لومړۍ مياشتې له درېيمې شپې څخه تر اوولسمې نېټې پورې، د شپږمې مياشتې له نهه ويشتمې نېټې څخه د اوومې مياشتې تر پنځلسمې نېټې پورې رسمي هذهبي مراسم تر سره کېږي او زيات سيلانيان او تبتي راهبان دغه معبد ته ځي.

د ((مي لا ژي با فوه)) بلج

د ((مي لا ژي با فوه)) بلج د ((هه ځوه)) ښار د شمالي برخې د يو غره په لمن کې پروت دی. دغه بلج د چينګ امپراطوري دورې د ((چيان لونګ)) په سلسله کې جوړ شوی، خو ويجاړ شوی و. په ۱۹۹۸م کال کې يې بيا رغونه وشوه. دغه بلج نهه پوړونه لري او پکې زيات مقدس کتابونه، بوډايي بتان او مجسمې شته. د ټکيټ بيه يې شل يوانه ده.

د ((سانګ که)) دښته

د((سانګ که)) دښته د ((شيا هه)) په ولسوالي کې پرته ده او له ((لا بو لنګ)) معبد څخه اتلس کيلومتره واټن لري. دغه دښته د ((ګان نان)) سيمې د حيواناتو د روزنې عمده مرکز دی. سيلانيان په دې ځای کې د ځانګ قوم د مالدارانو له کلتورونو او خوراکونو څخه خوند اخيستلی شي.

د ((لانګ مو سي)) سيمه

((لانګ مو سي)) نه يوازې د يو معبد نوم دی، بلکې د يوې سيمې نوم هم دی چې د ((ګان نان)) سيمې د ((لو چيو)) ولسوالۍ له ((لانګ مو سي)) علاقه دارۍ او د ((سي چوان)) ولايت د ((ژوعرګان)) ولسوالۍ له ((لانګ مو سي)) کلي څخه عبارت دي. ((لانګ مو سي)) معبد په دوو برخو ويشل کېږي چې يو لښتی هم له دغه معبد څخه تېر شوی. د ځايي اوسيدونکو په اجازه سيلانيان په دې معبد کې د ځايي اوسيدونکو د جنازی مراسم هم کتلی شي.

له يادو ځايونو نه پرته، ((ګا عر هو)) جهيل، ((جا ګا نا)) سيمه، د ژېړ سيند لومړی پيچمی او د ((يي لي ګوان)) په نامه باغ هم د سيل وړ ځايونه دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای