CRI Online

د ((دون هوانګ)) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2017-08-15 20:05:51

((دون هوانګ)) ښار د ((ګان سو)) ولايت د ((جيو چيوان)) ښار تر کنترول لاندې د ولسوالۍ په کچه يو ښار دی. دغه ښار د ((هه شي)) دهليز لويديځه مبدا ده او د ((ګان سو))، ((چينګ های)) او ((شينجيانګ)) په محوري سيمه کې پروت دی. ((دون ګوانګ)) د لرغونې ورېښمو لارې پر غاړه يو ډېر مهم تمځای و او د غارونو او ديوالي انځورونو له امله په نړۍ کې شهرت لري. د ((دون هوانګ)) د ((مو ګاو)) غارونو ډله او د ((يو من ګوان)) او ((يان ګوان)) لرغوني بندرونه چې د چين د هان د امپرطورۍ په سلسله کې د لوي ديوال لويديځې دروازې وې، د کولتوري ميراثونو په نړيوال ليست کې شامل شوي دي. منی د ((دون هوانګ)) ډېر ښه سيلانيز فصل دی چې د چنار ونې پاڼې طلايي رنګ لري او اسمان يې شين وي. په دې فصل کې سيلانيان خوندور انګور هم خوړلی شي. د ((دون هوانګ)) هوايي ميدان د دغه ښار په ختيځه برخه کې پروت دی او له بېجينګ، ((لان جو))، ((شي ان))،((جيا يو ګوان)) او اورمچي سره د الوتنې کرښې لري. سيلانيان له هوايي ميدان څخه د ټکسي په وسيله د ښار مرکز ته تللی شي. دغه راز، په ((دون هوانګ)) ښار کې د اوسپنيزو لارو دوه سټيشنونه شته، له ((دون ګوانګ)) څخه د بېجينګ او شانګهای په شمول تر زياتو لويو ښارونو پورې اورګاډي تګ راتګ کوي. د ((دون هوانګ)) په شاوخوا سيمه کې سړکونه بشپړ دي، نو موټر او بس هم د سيلانيانو ترافيکي انتخاب وي. سيلانيان د ټکسي او بس په وسيله د دغه ښار په مرکزي او شاوخوا سيمه کې سيل کولای شي.

د ((مو ګاو)) غارونو ډله

د ((مو ګاو)) غارونو ډله چې د ((دون هوانګ)) ښار په جنوب ختيځې سيمه کې او د ((مينګ شا)) غره په جنوبي لمن کې پرته ده او د ښار له مرکز څخه پنځويشت کيلومتره واټن لري. د چين د ((چيان چين)) د امپرطورۍ په سلسله کې يعنې له ۳۲۲م کال څخه مخکې جوړه شوې وه او د يوان د امپراطورۍ تر سلسلې پورې بشپړه شوې ده چې د دغې ډلې د جوړېدو بهير شاوخوا زر کلونه دوام کړی. ويل کېږي چې د دغو غارونو ډلې پيمانه ډېره لويه ده چې پکې اووه سوه او پنځه دېرش غارونه شته، د ديوالي انځورونو عمومي پراخوالی پنځه څلوېښت زره متره مربع دی او دوه زره څلور سوه او پنځلس رنګينې مجسمې پکې شته. دغه ډله د چين د چينګ د امپرطورۍ د سلسلې د ((ګوانګ شيو)) زمانې په دوهم کال کې يعنې په ۱۹۰۰م کال کې د تاويزم د يو راهب لخوا پيدا شوه چې نوم يې ((وانګ لو يوان)) دی. هغه په داسې غارونو کې د بودايي مذهبي کتابونو، تاريخي کتابونو، ليکونو، ادبي اثارو او ټولنيزو اثارو په شمول څه ناڅه شپيته زره تاريخي اثار پيدا کړل. ويل کېږي چې داسې تاريخي اثار د څلورمې عيسوي پيړۍ څخه تر يوولسمې عيسوي پيړۍ پورې د چين د تاريخ د څيړنو لپاره ډېر ګټور او ارزښتناک معلومات دي. خو د تيرې پيړۍ په پيل کې چين د ځينو هېوادونو له تيري کولو سره مخامخ شوی، نو يو شمېر تاريخي اثار په زور او ظلم لوټل شوي او نورو هېوادونو ته انتقال شوي دي. اوس يوازې يو په درېيمه تاريخي اثار په دغه ډله کې پاتې دي. په سمسور وخت کې د دغې ډلې د ټکيټ بيه دوه سوه او شپيته يوانه ده او په نورو وختونو کې يې بيه يو سل او دېرش يوانه ده.

((يو يا)) چينه

((يو يا)) چينه د ((دون هوانګ)) ښار په جنوب لويديځه برخه او د ((مينګ شا)) غره په شمالي لمن کې پرته ده چې د ((دون هوانګ)) له مرکز څخه پنځه کيلومتره واټن لري. د دغې چينې بڼه د مياشتې په شان ده،نو نوم يې هم له دې څخه رامنځته شوی چې په چيني ژبه کې د ((يو يا)) مانا مياشت ده. ((مينګ شا)) غر يو صحرايي غر دی، نو دغه چينه په صحرا کې د عجائبو څخه بلل کېږي. سيلانيان د اوښانو په سپرلۍ سره په صحرا کې سيل کولای شي او د ((يو يا)) چينې پر غاړه لوبې کولای شي. په دوبي کې سيلانيان په سهار او او ماښام کې د لمر ختلو او غروب ښکلې منظرې کتلی شي. په تېره بيا د غروب په وخت کې د ((مينګ شا)) غره منظره ډېره په زړه پورې ده. په سمسور وخت کې د ټکيټ بيه يې يو سل او شل يوانه ده او په نورو وختونو کې يې بيه اتيا يوانه ده.

د يادان توپوګرافي پارک

د يادان توپوګرافي پارک د ((دون هوانګ)) ښار په لويديځه برخه کې پروت دی او له مرکز څخه يو سل او اتيا کيلومتره واټن لري. دغه پارک دوه برخه لري او د ډبرو بڼې عجيبه ده. که له ليرې ځای څخه ورته وکتل شي، بڼه يې په منځنۍ پيړۍ کې ښارګوټي ته ورته ده.

له يادو ځايونو نه پرته، د لويديځ ((چيان فوه دونګ)) غارونو ډله، د ((يو من)) او ((يانګ ګوان)) لرغوني بندرونه هم د سيل وړ ځايونه دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای