CRI Online

د ((تيان شوې)) او ((پينګ ليانګ)) سيل

cri     (GMT+08:00) 2017-08-21 17:20:49

((تيان شوې)) ښار د ((ګان سو)) ولايت په جنوب ختيځه برخه کې پروت دی او په دوو سيمو ((چين جوه)) او ((مای جي)) ويشل شوی دی. د دغو دوو سيمو ترمنځ شل کيلومتره واټن دی. د اورګاډي سټيشين په ((مای جي)) سيمه کې واقع دی او سوداګريز مرکز او د عمومي بس سټيشين په ((چين جوه)) سيمه کې پروت دی. د ((تيان شوې) هوايي ميدان د ښار له مرکز څخه دوولس کيلومتره واټن لري او اوس يوازې ((شي ان)) ښار او ((لان جو)) ښار ته د الوتنې دوه کرښې شته. د سيلانيانو لپاره د الوتکو په پرتله اورګاډی د سيل لا ښه انتخاب وي. دغه راز، د ((تيان شوې)) په شاوخوا سيمه کې د سړکونو شبکه بشپړه ده. د ((تيان شوې)) د دوو سيمو ترمنځ ګړندی سړک شته، د بس په وسيله يوه خوا يوازې شل دقيقې مزل دی

((مای جي)) غر

((مای جي)) غر د ((تيان شوې)) ښار د ((مای جي)) په سيمه کې پروت دی. دغه غر د غارونو له امله په نړۍ کې شهرت لري. د ((مای جي)) غرني غارونو ډله د کولتوري تاريخي ميراثونو په نړيوال ليست کې شامله شوې ده او د چين د غرني غارونو له څلورو ډېرو مشهورو ډلو څخه يوه ده. دا غارونه له ۳۸۴م کال نه تر ۴۱۷م کال پورې جوړ شوي دي. په ټول غره کې دوه سوه او يوويشت غارونه، لس زره شپږ سوه او دوه دېرش مجسمې او د يو زر او درې سوه متره مربع په پراخوالي ديوالي انځورونه شته. دا غارونه د ختيځې خوا د مجسمو د هنري موزيم په توګه هم بلل کېږي. څرنګه چې دغه غر په باراني سيمه کې پروت دی، نو د ديوالي انځورونو د ساتنې حالت يې دومره ښه نه دی، خو مجسمې يې په ښه توګه ساتل شوې دي. له غرني غارونو نه پرته، د ((مای جي)) غره طبيعي منظرې هم د سيل وړ دي او دا منظرې په څلورو برخو ويشل شوي. د ((مای جي)) غره په شاوخوا سيمه کې تودې اوبه او معدني موادو لرونکی چينې شته چې اوبه يې د انسانانو د روغتيا لپاره ګټورې دي. د دغه غره د ټکيټ بيه اويا يوانه ده.

((فو شي)) معبد

((فو شي)) معبد د ((تيان شوې)) ښار په ((چين جوه)) سيمه کې پروت دی او د چين په شمالي لويديځه برخه کې د لرغونو ودانيو يوه مشهوره ډله ده. ((فو شي)) د چين په کولتوري تاريخ کې د چيني ملت نيکه دی. سيلانيان په دې ځای کې د ((تيان شوې)) ځايي دودونه احساسولی شي. د چين د کرهنيزې جنترۍ د هر کال د پنځمې مياشتې شپاړسمه نېټه د ((فو شي)) د يادونې مراسم تر سره کېږي. د ټکيټ بيه يې دېرش يوانه ده.

له يادو دوو ځايونو نه پرته، په ((تيان شوې)) ښار کې د ((يو چيوان ګوان)) په نامه د تاويزم معبد، ((شوې ليان دونګ)) غار او ((ګان ګو دا شيان شان)) غر هم د سيل وړ ځايونه دي.

((پينګ ليانګ)) ښار د ((ګان سو)) ولايت په ختيځه برخه کې او د ((ګان سو))، ((شان شي)) او ((نينګ شيا)) د ولايتونو په محوري سيمه کې پروت دی. اورګاډی او موټر د دغه ښار د سيل لپاره عمده ترافيکي وسايل دي. دغه ښار د ((شي ان)) او ((ينګ چوان)) ترمنځ يو مهم ښار دی او پخوا د لرغونې ورېښمو لارې پر غاړه يو مهم تمځای هم و.

((کونګ تونګ))غر

((کونګ تونګ)) غر د چين د تاويزم سرچينه او مقدس ځای دی او د ((پينګ ليانګ)) له مرکز څخه دوولس کيلومتره واټن لري. دغه غر د ((ليو پان شان)) غرني سلسلې يوه برخه ده. دوبی او منی د دې ځای سيلانيز وخت وي. د دغه غره په څوکه کې له دېرشو نه زيات د تاويزم رنګارنګ ودانۍ شته، که سيلانيان د غره پر څوکه ودرېږي، له ليرې ځای څخه د ((هوانګ تو)) لوړې سيمې منظرې کتلی شي. دغه راز، د دغه غره چاپيريال او طبيعي منظرې هم په زړه پورې دي. زيات وحشي حيوانات او نباتات په دې ځای کې پيدا کېږي. په سمسور وخت کې د ټکيټ بيه يې يو سل او شل يوانه ده او په نورو وختونو کې بيه يې شپيته يوانه ده.

د ((جوانګ لانګ)) پټه دارې ځمکې

د ((جوانګ لانګ)) پټه دارې ځمکې د ((پينګ ليانګ))ښار په ((جوانګ لانګ)) ولسوالۍ کې پرتې دي. ((جوانګ لانګ)) ولسوالي د پټه دارې ځمکو د وطن په توګه بلل کېږي. د دې ځای د پټه دارې ځمکې پيمانه لويه ده او د عکس اخيستلو لپاره ډېره مناسبه ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای