CRI Online

د ((نينګ شيا)) د جنوبي سيلانيزې

cri     (GMT+08:00) 2017-08-24 14:25:45

کرښې سيل

د ((نينګ شيا)) هوی قوم خپلواکه سيمه د چين په لويه وچه کې ډېر کوچنی ولايت دی. د دغې سيمې له شمالي خوا څخه تر جنوبي خوا پورې يو عمده سړک شته او د سيل لپاره اسانتياوې لري. د دغه ولايت مرکز ((اين چوان)) ښار په شمالي خوا کې پروت دی، نو سيلانيان له ((اين چوان)) څخه د دغه سړک له لارې جنوبي خوا ته سفر کولای شي.

د ((شا پوه توه)) صحرايي ساتونکې سيمه

د ((شا پوه توه)) صحرايي ساتونکې سيمه د ((جونګ وي)) ښار د تنګري صحرا په جنوب ختيځه برخه کې پرته ده. دغه سيمه په چين کې د صحرا د ادارې يو مرکز هم دی. سيلانيان په دغه سيمه کې د صحرا، ژېړ سيند، غره او دښتې په شمول له رنګارنګ منظرو څخه خوند اخيستلی شي. دغه راز، صحرايي لوبې هم د دې سيمې د سيل وړ ټکی دی. په دغه سيمه کې سيلانيان په ځانګړې بيړۍ او تختې باندې په کېناستلو سره له لوړ ځای څخه ټيټ ځای ته ښوئيدلی شي چې دا يو ډول ډېرې په زړه پورې لوبې دي. بر سېره پردې، سيلانيان د اوښانو په سپرلۍ سره په صحرا کې تګ راتګ کولای شي او د هغه ځانګړې بيړۍ له لارې له ژېړ سيند څخه تيرېدلی شي چې له هوا څخه ډکه شوې د پسونو د پوستکو په تړلو سره جوړېږي.

د ((جونګ وي ګاو مياو)) معبد

د ((جونګ وي ګاو مياو)) معبد د ((جونګ وي)) ښار په شمالي برخه کې پروت دی او د ښارګوټي ديوال ته نژدې دی. دغه معبد د مينګ د امپراطورۍ په سلسله کې يعنې له ۱۴۰۳م کال څخه تر ۱۴۲۴م پورې په موده کې جوړ شوی دی. له دې نه وروسته څو څو ځله بيا هم ترميم شوی دی او د چينګ د امپراطورۍ تر سلسلې پورې د مذهبي ودانيو يوه ډله ګرځېدلې ده. په دغه معبد کې د بوديزم، تاويزم او کونفوسيوس په اړه مذهبي ودانۍ ليدل کېږي چې دغه معبد له دې امله شهرت لري. سيلانيان په دې ځای کې د ((نينګ شيا)) لرغوني دودونه او کولتورونه احساسولی شي. د ټکيټ بيه يې شل يوانه ده.

د ((ليو پان شان)) غرنۍ منظره لرونکې سيمه

د ((ليو پان شان)) غرنۍ منظره لرونکې سيمه د ((ليو پان شان)) غره په قلمرو کې پرته ده. دغه غر د ((نينګ شيا)) ولايت په جنوب لويديځه برخه کې پروت دی او ((ګان سو)) ولايت ته نژدې دی. دغه غر په چين کې ډېر تازه رامنځته شوې غرنۍ سلسله ده. دغه منظره لرونکې سيمه د ((ګو يوان)) ښار په قلمرو کې پرته ده او د ((ليو پان شان)) غره يوه برخه هم ده. ويل کېږي چې دغه غر د ((هوانګ تو)) لوړې سيمې يوه ځلانده ملغلره ده او د شاوخوا سيمې د اوبو سرچينه هم ده. په تاريخ کې لرغونې ورېښمو لارې له دې ځای څخه تېرې شوې دي او دغه ځای يو مهم پوځي تمځای او ښارګوټی هم دی. نو سيلانيان په دغه منظره لرونکې سيمه کې نه يوازې له طبيعي منظرو، بلکې له تاريخي اثارو څخه خوند اخيستلی شي. د ټکيټ بيه يې پنځه شپيته يوانه ده.

د ((شيو مي شان)) د غرنيو غارونو ډله

د ((شيو مي شان)) د غرنيو غارونو ډله د ((ګو يوان)) ښار په شمال لويديځه برخه کې پروت دی او د دغه ښار له مرکز څخه پنځه پنځوس کيلومتره واټن لري. دغه ډله په چين کې د غرنيو غارونو له لسو مشهورو ډلو څخه يوه ده. د ((شيو مي شان)) غره په جنوبي لمن کې له سلو نه زيات غارونه شته چې تاريخ يې له يو زر او څلور سوو کلونو نه اوږد دی. سيلانيان په دغو غارونو کې ډېر زيات عجيب او په زړه پورې بودايي بتان ليدلی شي. د ټکيټ بيه يې پنځوس يوانه ده.

((دانګ جيا چا)) جهيل

((دانګ جيا چا)) جهيل د ((ګو يوان)) ښار په قلمرو کې پروت دی. دغه جهيل په اسيا کې دوهم لوی هغه جهيل دی چې د زلزلې له امله رامنځته شوی دی. د ۱۹۲۰م کال په دسمبر مياشت کې په دغه ځای کې د ريکتر د اته اعشاريه پنځه درجو په سختوالي زلزله وشوه او دغه جهيل په زلزله کې رامنځته شوی دی چې تر اوسه پورې نوی کاله تاريخ لري. د دغه جهيل پراخوالی اتيا کيلومتره مربع دی. د جهيل په شاوخوا سيمه کې منظرې ډېرې ښکلې دي، نو زيات سيلانيان راجلبوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای