CRI Online

د بېجينګ سيل

cri     (GMT+08:00) 2017-10-13 20:49:46

بېجينګ د چين پايتخت دی او له هغو څلورو ښارونو څخه يو دی چې د ولايت په کچه د چين مرکزي حکومت تر مستقيمې ادارې لاندې دی. بېجينګ د سياست، کلتور، نړيوال تګ راتګ، نوښت او ساينس په برخو کې د چين د مرکز په توګه هم بلل کېږي. دغه راز، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې، د چين د مرکزي حکومت، د ملي ولسي کانګرس، د ولسي سياس مشورتي کنفرانس او د پوځي مرکزي کميټې په شمول د زياتو مهمو ګوندي او حکومتي ارګانونو مقرونه هم په بېجينګ کې دي. بېجينګ ځلاند تاريخ او کلتور لري او د تاريخي اثارو له امله په نړۍ کې شهرت لري چې په بېجينګ کې د تاريخي اثارو شمېر د نړۍ د نورو ښارونو په پرتله ډېر زيات دی. د تاريخي اثارو له مخې اوه لکه کاله مخکې د بېجينګ په خاوره کې خلکو ژوند کاوه. له قبل الميلاد يو زر او پنځه څلوېښتم کال څخه راپدېخوا په څه باندې درې زرو کالونو کې بېجينګ څو ځله د امپراطورۍ زمانو د پلازمينې په توګه ټاکل شوی دی. د يادولو وړ ځای دا دی چې د ۱۹۴۹م کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو مراسم د بېجينګ د تيان ان من ميدان کې تر سره شول. د ۲۰۰۸م په دوبي کې نړيوالې اولمپيک لوبې په بېجينګ کې تر سره شوې. بېجينګ د چين د نړيوالو او کورنيو ترافيکونو په اړه يو محوري ښار دی چې د چين له بېلا بېلو کورنيو ښارونو نه پرته د نړۍ له مختلفو ښارونو سره هم تګ راتګ کوي. د بېجينګ نړيوال هوايي ميدان د ښار په شمال ختيځه برخه کې پروت دی او له ښاري مرکز څخه شاوخوا شل کيلومتره واټن لري. بر سېره پردې، په بېجينګ کې نور دوه هوايي ډګرونه شته چې يو يې په جنوبي برخه کې او بل يې په ختيځه برخه کې پروت دی. د نړيوال هوايي ميدان او ښاري مرکز ترمنځ د بس څو کرښې شته چې کرايه يې له دېرشو يوانو څخه تر پنځلسو يوانو پورې ده. په بېجينګ کې د اورګاډيو څلور سټېشنونه شته چې هره ورځ ډېر ډېر زيات اورګاډي له دې څخه د چين بېلا بېلو ښارونو ته حرکت کوي. له دې جملې څخه د بېجينګ جنوبي سټېشن د ګړندي اورګاډي عمده تمځای دی. په ۲۰۱۷م کال کې د بېجينګ او شانګهای ترمنځ د تګ راتګ ګړندي اورګاډي سرعت لوړ شوی چې د هره ساعت لپاره د((فو شينګ)) په نامه د اورګاډي سرعت درې سوه او پنځوس کيلومترو ته رسېږي او دا د چين د نورو ګړنديو اورګاډيو په پرتله ډېر چټک دی. بر سېره پردې، په بېجينګ او شاوخوا سيمه کې د سړکونو شبکه هم بشپړه ده. موټر او بس هم د بېجينګ او نورو ښارونو ترمنځ د تګ راتګ لپاره ښه انتخاب دی. د بېجينګ په منځ کې سيلانيان د ټکسي، بس او ميټرو له لارې سيل کولای شي. خو په بېجينګ کې ترافيکي ستونزه هم سخته ده، په تېره بيا په سهار او مازديګر کې د کار د شروع او پای په وخت کې ګڼه ګوڼه وي، نو ميټرو د نورو ترافيکي وسايلو په پرتله لا اسان دی. اوس په بېجينګ کې زيات باغونه او موزيمونه په وړيا توګه د سيلانيانو پر مخ پرانيستي دي. خو سيلانيان دې د موزيمونو د سيل لپاره په انټرنيټ کې وړيا ټکيټ واخلي او بيا ورته سفر کولی شي.

((تيان ان من)) ميدان

((تيان ان من)) ميدان د بېجينګ مرکز دی او له جنوب څخه تر شمال پورې اوږدوالی يې اته سوه او اتيا متره دی، له ختيځ څخه تر لويديځ پورې سور يې پنځه سوه متره دی او پراخوالی يې څلور سوه او څلوېښت زره متره مربع دی چې په نړۍ کې ډېر لوی ميدان دی. په يو وخت کابو يو مليون کسان پکې ځاېږي. دغه ميدان د مرمري ډبرو په وسيله جوړ شوی. د دغه ميدان په مرکز کې د چين د ولسي اتلانو د يادونې څلی او د رئيس ((ماو ځه دونګ)) د يادګري ماڼې شته، کوم چې د چين د ولسي جمهوريت جوړونکی او لومړی ولسمشر و. د دغه ميدان په څلور لوري زيات مشهورې ودانۍ شته. مثلاً، ((تيان ان من)) برج، د خلکو تالار، د چين دولتي موزيم او داسې نور. هره ورځ د لمر ختلو په وخت کې په دغه ميدان کې د چين د ملي بيرغ د اوچتولو مراسم تر سره کېږي چې زيات چيني او بهرني سيلانيان راجلبوي. بر سېره پردې، د مهمو جشنونو او اخترونو په موده کې زيات درانده مراسم هم په دې ميدان کې تر سره کېږي، د بېلګې په توګه، د چين د ملي جشن د لمانځنې رسم ګذشت .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای