CRI Online

د بېجينګ سيل (۳)

cri     (GMT+08:00) 2017-11-01 10:51:07


د ((يي هه يوان)) باغ

د (( يي هه يوان)) باغ د چين د چينګ په زمانه کې امپراطوري باغ و او پخوا د (( چينګ يي يوان)) په نوم يادېده. دغه باغ د بېجينګ په لويديځه ګوښه سيمه کې پروت دی او پراخوالی يې نولس اعشاريه درې هکتاره دی. دغه باغ د ((کون مينګ)) جهيل او ((وان شو)) غره پر بنسټ د ((هانګ جو)) ښار د ((شي هو))جهيل د منظرې او د ((يانګ ځي)) سيند د جنوبي غاړې د ساختماني بڼې په شان جوړ شوی دی. د دغه باغ درې په څلورمه برخه د اوبو جهيل دی، د جهيل په چار چاپير کې راز راز پلونو، برجونو، ونو، ګلونو او خونو په ګډه يو ښکلی انځورورکړی دی. د امپراطوري باغ په توګه د دغه باغ پيمانه په چين کې ډېره لويه ده او حتی په نړۍ کې مخکښی مقام نيسي. دغه باغ څو ځله د جګړو له امله ويجاړ شوی او بيا اباد شوی دی. د ۱۹۹۸م کال په نومبر مياشت کې دغه باغ د تاريخي ميراثونو په نړيوال ليست کې هم شامل شو.

د بېجينګ اولمپيک لوبو باغ

د بېجينګ اولمپيک لوبو باغ د بېجينګ په شمالي برخه او ((چاو يانګ)) سيمه کې پروت دی. په ۲۰۰۸م کال کې دوبني اولمپيک لوبې په بېجينګ کې تر سره شوې او د دغو لوبو ځينې سټيډيومونه او جمنازيومونه په دغه باغ کې واقع دي. مثلاً، د مرغانو ځالې په نوم سپورتي سټيډيوم، د اوبو مکعب په نوم د لامبو وهلو جمنازيوم، دولتي سپورتي ميدان او داسې نور. دغه راز، د دغو اولمپيک لوبو لپاره ځينې مطبوعاتي ودانۍ هم په همدغه باغ کې واقع دي. د مثال په توګه، د اولمپيک لوبو عمده مطبوعاتي مرکز، د نړيوالو خپرونو مرکز او داسې نور. د دغه باغ عمومي پراخوالی يوولس اعشاريه نهه پنځوس کيلومتره مربع دی. په همدې باغ کې سيلانيان د علم او تخنيک، شين رنګ او بشري کلتور په اړه له افکارو څخه خوند اخيستلی شي. اوسمهال دغه باغ او سټيډيومونه او جمنازيومونه يې د عامو وګړيو پر مخ پرانيستي دي. هر کال ګڼ شمېر سيالۍ، نندارتونونه او نندارې په دې ځای کې تر سره کېږي.

د بېجينګ د خوشحالې درې په نوم تفريحي پارک

د بېجينګ د خوشحالې درې په نوم تفريحي پارک يو لوي عصري پارک دی چې په ۲۰۰۶م کې په رسمي توګه د سيلانيانو پر مخ پرانيستل شو، پراخوالی يې ۵۶۰زره متره مربع دی. په دغه پارک کې څه باندې څلوېښت د لوبو او تفريح تاسيسات، پنځوس بشري کولتوري منظرې، لس هنري نندارې او شل د تفريحي لوبو ځايونه شته او په اوو برخو ويشل شوی دی. په دغه پارک کې هرومرو ماشومان او ځوانان او پاخه عمر لرونکی کسان د خپلې خوښې لوبې ننداره کولی شي. خو ځينې لوبې بيا د هغو کسانو لپاره مناسبې نه دي چې د زړه په ناروغۍ اخته دي.

د ((هو تونګ)) په نامه د لرغوني کوڅو او واټونو سيل

((هو تونګ)) د بېجينګ ځانګړتيا لرونکو کوڅو او واټونو نوم دی. په دغو واټونو کې سيلانيان د ((سي هه يوان)) په نوم د بېجينګ ځانګړتيالرونکو خونو سيل کولای شي چې بڼه يې د يو انګړ په چار چاپير کې د خونو په څېر ده. په بېجينګ کې مشهور کوڅې داسې دي: ((چيان من))، ((شي چا های))، ((نان لوه ګو شيانګ))، ((با دا هو تونګ)) او داسې نورې.

د پوهنتونونو سيل

په بېجينګ کې زيات مشهور پوهنتونونه شته، مثلاً، د ((چينګ هوا)) پوهنتون، بېجينګ پوهنتون او داسې نور. د دغو پوهنتونونو تاريخ له سلو کلونو څخه زيات دی او په دغو پوهنتونونو کې د مشهورو شخصيتونو زياتې لرغونې ودانۍ، څلي او تاريخي اثار شته.

له يادو ځايونو نه پرته، په بېجينګ کې د ((يونګ هه ګونګ)) معبد، ((هونګ وانګ)) ماڼۍ، د بېجينګ ژوبڼ، د چين د خلکو د انقلابي او پوځي چارو موزيم او داسې نور ځايونه هم د سيل وړ دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای