CRI Online

د ((جين جيانګ )) سيل

cri     (GMT+08:00) 2017-11-19 19:40:17

 


((جين جيانګ)) ښار چې د ((جيانګ سو)) ولايت په جنوب کې او د ((يانګ ځي)) سيند پر جنوبي غاړه پروت دی، د چين د ((يانګ ځي)) سيند په اوږدو کې د اقتصادي کمربند يوه برخه ده. دغه ښار د((يانګ ځي)) سيند په جنوبي غاړه کې د غلو دانو د کرنې عمده اډه ده او د شولو د کرلو له امله په ټول چين کې ډېر شهرت لري. ((يانګ ځي)) سيند او ((جينګ هانګ)) کانال په دې ښار کې يو په بل پسې تېرېږي او په ((جين جيانګ)) ښار کې د ((جينګ هانګ)) کانال څانګه د کولتوري ميراثونو په نړيوال ليست کې شاملېږي. دغه راز، د ((جين جيانګ)) بندر د ((يانګ ځي)) سيند په اوږدو کې درېيم لوی بندر دی. په پسرلي او مني کې د ((جين جيانګ)) ښار منظرې د نورو فصلونو په پرتله لا ښکلې وي او هوا يې هم معتدله وي.

په ((جين جيانګ)) کې هوايي ميدان نه شته، نو که سيلانيان وغواړي د الوتکو په وسيله دغه ښار ته ولاړ شي، لومړی د ((نان جينګ)) د ((لو کوه)) هوايي ميدان ته تللی شي او بيا د بس او ګړندي اورګاډي په وسيله ((جين جيانګ)) ته تللی شي. له ((جين جيانګ)) ښار څخه د ((لو کوه)) هوايي ميدان ته بس هره ورځ د سهار له پنځه نيمو بجو څخه د ماښام تر اته نيمو بجو پورې تګ کوي. له هوايي ميدان څخه تر دغه ښار پورې د بس د تګ وخت هره ورځ د سهار له لس نيمو بجو څخه د شپې تر لس نيمو بجو پورې دی او کرايه يې شپيته يوانه ده. د ((جين جيانګ)) په شاوخوا سيمه کې د ګړنديو سړکونو او اورګاډيو شبکه بشپړه شوې، نو اورګاډي، موټر او بس هم د سيلانيانو لپاره ښه انتخاب دی. د دغه ښار په منځ کې سيلانيان د بس او ټکسي په وسيله سيل کولای شي.

د ((جين شان)) منظره لرونکې سيمه

د ((جين شان)) منظره لرونکې سيمه د ((جين جيانګ)) ښار په شمال لويديځ کې پرته ده. ((جين)) په چينايي کې د سره زر مانا لري او ((شان)) د غره مانا لري، نو ((جين شان)) د سرو زرو غر دی. رښتيا ده چې دغه غر په ((يانګ ځي)) سيند کې يو ټاپو دی او په دغه ټاپو کې يو معبد چې (( جين شان سي)) نومېده او تاريخ يې له يو زر او شپږ سوو کلونو نه زيات دی. دغه غر او معبد د يوې لرغوني فلکلوري افسانې له امله په چين کې شهرت لري چې د سپين مار د افسانې په نوم يادېږي. دغه افسانه د يو ځوان او د يو سپين مار د ښاپيرۍ ترمنځ د مينې په اړه ده. پر دغه معبد سر بيره، په دغه سيمه کې نور زيات تاريخي اثار شته او د چين په لرغونې زمانه کې زياتو مشهورو شاعرانو هم د دې ځای په اړه ډېر شعرونه ليکلي او ويلي دي.

((شي جين دو)) بندرګاه

((شي جين دو)) بندرګاه د ((جين جيانګ)) ښار په لويديځ کې د ((يو تای)) غره په لمن کې پرته ده. دغه بندرګاه د طبيعې جغرافيايي غوره والي پر بنسټ جوړه شوې وه او تاريخ يې هم له يو زر او شپږ سوو کلونو څخه اوږد دی. په دې ځای کې زيات تاريخي اثار په ښه توګه ساتل شوي دي، مثلاً، د بريټانيې پخوانۍ قونسلخانه، ((يون تای)) برج او داسې نور. اوسمهال د دې بندرګاه د کنډوالې په شاوخوا سيمه کې لرغوني واټونه هم ليدل کېدلی شي او سيلانيان له دې ځای څخه د ((جين جيانګ)) پوره تاريخ او کولتور احساسولی شي. د چين په تاريخ کې د ((لي بای))، ((دو فو)) او ((لو يو)) په شمول زياتو مشهورو شاعرانو د دې بندرګاه سيل کړی دی او مشهور شعرونه يې ليکلي دي.

((باو هوا)) غر

((باو هوا)) غر د ((جين جيانګ)) ښار په ګوښه سيمه کې پروت دی. په دغه غر کې ځنګلونه ډېر سمسور دي چې د دغه غره دوه نوي سلنه برخه په ځنګلونو پوښل شوې ده او پکې زياتې لويې ونې شته چې عمر يې له زرو کلونو څخه زيات دی. په پسرلي کې د دې غره په ګوټ ګوټ کې رنګارنګ ګلان غوړېږي او منظرې يې ډېرې ښکلې او په زړه پورې دي. په دغه غره کې يو لرغونی معبد شته چې ((لونګ چانګ سي)) نومېږي، او تاريخ يې له يو زر او پنځه سوو کلونو نه زيات دی. دغه معبد د چين د بوديزم مذهب په ساحه کې ډېر مشهور دی.

پر يادو ځايونو سر بېره، ((بې ګوو)) غر، ((ماو)) غر، ((نان)) غر هم د ليدو وړ ښکلي مشهور ځايونه دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای