CRI Online

د ((چيان داو )) جهيل سيل

cri     (GMT+08:00) 2018-02-27 16:03:52

((چيان داو)) جهيل د (( جه يانګ)) ولايت د ((هانګ جو)) ښار په ((چون ان)) ولسوالۍ کې پروت دی. دغه جهيل يو مصنوعي جهيل دی چې د تېرې پيړۍ له ۱۹۵۵م کال څخه تر ۱۹۶۰م کال پورې د برېښنا د توليدي بند د جوړولو په موخه د شين ان سيڼد اوبو د ايسارولو په نتيجه کې رامنځته شو. نو دغه جهيل د ((شين ان)) سيند د اوبو ذخيره هم ده. د دغه جهيل د منظره لرونکې سيمې عمومي پراخوالی نهه سوه او دوه اتيا کيلومتره مربع دی او د جهيل د اوبو پراخوالی پنځه سوه او درې اويا کيلومتره مربع دی چې دغه شمېر د ((هانګ جو)) ښار د ((شي هو)) جهيل په نسبت يو سل چنده دی. د دغه جهيل په منځ کې يو زر او اته اويا کوچني ټاپوګان شته. نو ځکه د دې جهيل نوم هم د چيان داو په نوم ونومول شو چې ((چيان)) په چينايي ژبه کې د زرو مانا لري او د ((داو)) مانا ټاپو دی، نو ((چيان داو)) يعنې زر ټاپوګان دي. د يادولو وړ ټکی دا دی چې د دغه جهيل اوبه ډېرې پاکې دي چې د چين د دولت لومړۍ کچې ته رسېږي او هر څوک کولی شي چې په مستقيمه توګه يې وڅښي. دغه راز، د دغه جهيل په منظره لرونکې سيمه کې يو زر اووه سوه او شپږ اتيا ډولونه نباتات او دوه زره ډولونه حيوانات ژوند کوي. په ۲۰۰۱م کال کې دغه جهيل د چين د پنځو اې په کچه د منظره لرونکې سيمې په توګه وټاکل شو.

دغه جهيل د (( هانګ جو)) ښار له ((شياو شان)) هوايي ميدان څخه شاوخوا يو سل او پنځوس کيلومتره واټن لري او د ((هانک جو)) ښار او دغه جهيل ترمنځ ګړندی سړک په کار اچول شوی، نو سيلانيان له هوايي ميدان څخه د موټر او بس په وسيله دغه جهيل ته تللی شي. د ((جين هوا)) ښار او دغه جهيل ترمنځ يوه اوسپنيزه لاره شته چې د اورګاډي په وسيله دغه جهيل ته د تګ يوازينۍ لاره ده. بر سېره پردې، د دغه جهيل او ((چون ان)) او ((هوانګ شان)) ښارونو ترمنځ مسافر وړونکي بيړۍ تګ راتګ کوي. د دغه جهيل پر غاړه علاقه دارۍ کې ټکسي د سيلانيانو ښه انتخاب دی. دغه راز، سيلانيان د سيلانيزو بيړيو په وسيله د دغه جهيل د مختلفو ټاپوګانو سيل کولای شي.

د دغه جهيل منظره لرونکې سيمې د جنوب ختيځ، منځنۍ سيمې، شمال لويديځ، جنوب لويديځ، شمال ختيځ او ((فو شي شي لين)) په شمول په شپږو برخو ويشل شوي. په دغه جهيل کې ډېر لوی ټاپو ((جيې شو )) ټاپو نومېږي او ډېر کوچنی ټاپو يې ((لونګ جو)) ټاپو دی.

((شيان شان)) ټاپووزمه

((شيان شان)) ټاپووزمه په دغه جهيل کې يوازينۍ ټاپووزمه ده چې د سيلانيانو پر مخ پرانيستې ده. دغه ټاپووزمه د ((چيان داو هو)) علاقه دارۍ څخه نهه کيلومتره واټن لري. د عجيبو ډبرو له امله شهرت لري. په دغه ټاپو کې رنګارنګ طبيعې ډبرې ولاړې دي. دغه راز، دغه ټاپو د ګلونو او مېوو ټاپو په توګه هم بلل کېږي. په دغه ټاپو کې رنګارنګ ګلونه روزل کېږي او د شليل، ناک، زردالو په شمول د مختلف ډولونو مېوو ونې هم شته. په دغه ټاپووزمه کې د غوا يوه طلايي رنګ مجسمه هم ليدل کېږي چې د دغه منظره لرونکې سيمې يوه نښه ده.

مرکزي سيلانيزه سيمه

مرکزي سيلانيزه سيمه د دغې منظره لرونکې سيمې عمده سيلانيزه سيمه ده. دغه سيمه د زياتو کوچنيو ټاپوګانو لخوا جوړه شوې. سيلانيان په ((لونګ شان ))ټاپو، ((سان يوان ځای شيانګ)) ټاپو، ((چيان بي)) ټاپو او ((سوه)) ټاپو کې د چين له دودونو او مصنوعي منظرو څخه خوند اخيستلی شي. دغه راز، په دغه سيمه کې د بيزو، ښامار، هوسۍ، مرغانو او داسې نورو نومونو په نوم ټاپوګان شته چې سيلانيان په کې له حيوانانو څخه ليدنه کولی شي او ور سره لوبې کولای شي. بر سېره پردې، د دغې سيمې په ځينو ټاپوګانو کې له هوايي بيړۍ او الوتکې څخه د پراشوټ په وسيله لاندې ځمکې ته د ځان اچولو په شمول له مختلفو لوبو څخه خوند اخيستلی شي.

د يادولو وړ ځای دا دی، کله چې سيلانيان د دغه جهيل سيل کوي، نو خامخا دې له دغه جهيل څخه نيول شوي کبان وخوري. په دغه جهيل کې پنځه اتيا ډولونه کبان شته. څرنګه چې د دغه جهيل اوبه ډېرې پاکې او د کبانو د ژوند لپاره مناسبې دي، نو د کبانوغوښې يې هم ډېرې خوندورې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای