CRI Online

د ((جه جيانګ)) ولايت د مشهورو غرونو سيل

cri     (GMT+08:00) 2018-02-27 17:29:49

((پو توه )) غر

((پو توه)) غر د ((جه جيانګ)) ولايت د ((جوه شان)) له يو زر درې سوه او نوي ټاپوګانو څخه يو ټاپو دی او پراخوالی يې ديارلس مربع کيلومتره دي چې په ختيځ سمندرګي کې پروت دی. دغه غر د بوديزم له امله شهرت لري چې د چين د بوديزم د مقدس ځای په توګه بلل کېږي، او د چين د بوديزم په څلورو مشهورو غرونو کې يو دی. څرنګه چې دغه غر يو ټاپو هم دی، نو سيلانيان يوازې د بيړۍ له لارې دغه غره ته تللی شي. د ((پو توه شان)) هوايي ميدان دغه غره ته نژدې د ((جو جيا جيان)) په نامه ټاپو کې پروت دی او د دغه هوايي ميدان او بېجينګ، شانګهای، ((نان جينګ))، ((چينګ داو)) او ((شيا من)) په شمول ځينو ښارونو ترمنځ هوايي کرښې پرانيستلې دي. دغه راز، سيلانيان لومړی د الوتکې، اورګاډي او موټر له لارې ((نينګ بو)) او شانګهای ته او بيا د بيړۍ په وسيله دغه غره ته تللی شي. د دغه غره په منځ کې د سيلانيز بس دوې کرښې شته او د سيلانيانو لپاره اساتياوې برابروي. په دغه غره کې زيات بودايي معبدونه، عجيبې ډبرې، لوړې ونې او تاريخي اثار ليدل کېږي. دغه راز، سيلانيان په سمندري غاړه کې لوبې کولای شي.

((يان دانګ)) غر

د ((يان دانګ)) غره عمده برخه د ((جه جيانګ)) ولايت د ((ون جوه)) ښار په ساحلي سيمه کې پرته ده او نوره کوچنۍ برخه يې د (( تای جوه)) په ښار کې پرته ده. دغه غر د چين په جنوب ختيځ کې د لومړي غر په توګه بلل کېږي او د په زړه پورې منظرو او عجيبې ډبرې يې په چين کې شهرت لري. په ۲۰۰۴م کال کې دغه غر د دولت جغرافيايي باغ په درجه ټاکل شوی او يو کال وروسته يعنې په ۲۰۰۵م کال کې د نړۍ جغرافيايي باغ په درجه ټاکل شوی دی. د هر کال د مې، جون، اګست او سپتمبر په مياشتو کې په دغه سيمه کې زيات باران اوري، نو په دغه غره کې د ويالې، سيند او ابشار اوبه هم زياتې دي او منظرې يې د نورو فصلونو په پرتله لا په زړه پورې وي. سيلانيان لومړی د الوتکې او اورګاډي له لارې ((وين جوه)) ښار او يا ((تای جوه)) ښار ته بايد ولاړ شي او بيا د موټر او بس په وسيله دغه غره ته تللی شي. د ((يان دانګ)) غره او د ((ون جوه)) ښار د ((يونګ چيانګ)) هوايي ميدان ترمنځ اتيا کيلومتره واټن شته او شاوخوا دوه ساعتونه مزل دی. د ((تای جوه)) د ((هوانګ يانګ)) هوايي ميدان له دغه غره څخه لږ نژدې دی او واټن يې شپيته کيلومتره دی.

دغه غر په څلورو عمده منظره لرونکو سيمو ويشل کېږي او پکې له لس نه زياتې مشهورې منظرې شته. په دې جمله کې ((لينګ فنګ)) څوکه، ((لينګ يان)) غټه ډبره او (( دا لونګ چيو)) ابشار په دغه غره کې تر ټولو ډېرې مشهورې منظرې دي. سيلانيان په دې ځای کې نه يوازې عجيبې ډبرې، شنې ونې، رنګارنګ ګلونه او لوړ ابشار ليدلی شي، بلکې له ښه چاپيريال څخه هم خوند اخيستلی شي.

((تيان تای)) غر

((تيان تای)) غر د ((جه جيانګ)) ولايت په منځنۍ برخه کې په ((تيان تای)) ولسوالۍ کې پروت دی. دغه غر هم د بوديزم يو مقدس غر دی. د هر کال له اپريل څخه تر اکتوبر پورې د دغه غره لپاره سيلانيز فصل وی. څرنګه چې هوا يې مناسبه وي، نو په دوبی کې دغه غر له ګرمۍ څخه د تېرېدو لپاره ښه ځای دی. د دغه غره په شاوخوا سيمه کې د سړکونو شبکه بشپړه شوې ده، نو سيلانيان د ((جه جيانګ)) ولايت له عمده ښارونو څخه د موټر او بس په وسيله دغه غره ته تللی شي. په دغه غره کې زيات بودايي معبدونه شته چې تاريخ يې اوږد دی. د معبدونو په انګړ کې لوړې ونې شته. دغه راز، په دغه غر کې هم ابشارونه او ډنډونه ليدل کېږي چې اوبه يې ډېرې رڼې او پاکې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای