CRI Online

د ((ان هوی)) د جنوبي سيمې سيل

cri     (GMT+08:00) 2018-03-01 20:44:45

د ((ان هوی)) جنوبي سيمه د ((وان نان)) په نوم هم يادېږي چې ((وان)) د((ان هوی)) ولايت لنډ نوم دی او ((نان)) د جنوب مانا لري. ((وان نان)) د ((هوانګ شان))، ((وو هو))، ((ما ان شان))،((تونګ لينګ))،((شيوان چنګ)) او ((چي چوه)) په شمول له شپږو ښارونو څخه عبارت دی. د ((وان نان)) کولتور د ((هوی جوه)) کولتور نښه ده او د چين په دريو سيمه ييزو کولتورونو کې يو دی. دغه راز، ((وان نان)) سيمه د ((ان هوی)) ولايت د اقتصاد، کولتور او سيل مرکز هم دی. څرنګه چي د ((وان نان)) سيمې تاريخ اوږد دی، نو په دې سيمه کې تاريخي اثار د سيلانيزو چارو يوه مهمه برخه ده. د دې ترڅنګ د ((هوانګ شان)) غر، (( جيو هوا شان)) غر او((تای پينګ)) جهيل په شمول زيات مشهور غرونه او جهيلونه هم په دې ځای کې پراته دي، نو طبعيت يې هم په زړه پورې دی.

د ((وان نان)) سيمې ترافيکي شبکه بشپړه ده. په دغه سيمه کې دوه هوايې ميدانونه شته چې د ((هوانګ شان)) ښار د ((تون شي)) نړيوال هوايي ميدان او د ((جي جوه)) ښار د ((جيو هوا شان)) هوايي ميدان دی. دغه راز،ګړندي اورګاډی او ګړندی سړکونه هم کارول کېږي. نو د دې ځای د سيل لپاره الوتکه، اورګاډی او موټر ټول د سيلانيانو ښه انتخابونه دي.

((شي دي)) علاقه داري

((شي دي)) علاقه داري د ((ان هوی)) ولايت د ((هوانګ شان)) ښار په ((يي شيان)) ولسوالۍ کې پرته ده. د سونګ د سلسلې امپراطورۍ په موده کې لومړی جوړه شوه چې تاريخ يې له زرو کلونو څخه اوږد دی. دغه علاقه داري د چين په لسو ډېرو مشهورو او په زړه پورې علاقه داريو کې يوه ده. دغه علاقه داري د مينګ او چينګ د زمانو د ملکي ودانيو د موزيم او د لرغونې ملکي ساختماني خزانې په توګه بلل کېږي. په دغه علاقه دارۍ کې د ((شي دي)) لرغونی کلی د کولتوري ميراثونو په نړيوال ليست کې شامل شوی دی. په دغه کلی کې د مينګ او چينګ په زمانو کې د ملکي ودانۍ جوړښت، بڼه او ځانګړتيا په ښه توګه ساتل شوې ده. دغه ودانۍ د لرګيو او خښتو څخه جوړېږي او په هر يو کور باندې حکاکی شوی لرګي، خښتې او ډبرې شته چې ورڅخه د ((هوی جوه)) ساختماني ځانګړتياوې څرګندېږي.

((هونګ څون)) علاقه داري

((هونګ څون)) علاقه داري ((شي دي)) علاقه داري ته نژدې ده او هم په ((يي شيان)) ولسوالۍ کې پرته ده. دغه علاقه داري هم د کولتوري ميراثونو په نړيوال ليست کې شامله ده. ((هونګ څون)) په تصوير کې د کلي په توګه بلل کېږي. تر دوه زره او څوارلسم کال پورې په دغه علاقه دارۍ کې د څه باندې يو سل او څلوېښت لرغوني کورونه ساتل شوي چې د مينګ او چينګ په زمانو کې جوړ شوي. ((يو جاو)) او ((شوي جن)) دوه سيندونه له دغه علاقه دارۍ څخه تېرېږي، نو د دغه ځای هوا لنده ده. په دغه علاقه دارۍ کې د ((هونګ څون)) ، ((پينګ شان)) ، ((لو څون))،((مو کنګ)) او((تا چوان)) پنځه منظره لرونکې سيمې شته . سيلانيان په دې ځای کې د ((هوی جوه)) د خامک کاري او حکاکۍ په شمول د دوديزو لاسي صنعتونو زده کړې کولای شي او ورڅخه خوند اخيستلی شي.

د ((شه شيان)) ولسوالي

((شه شيان)) ولسوالي هم په ((هوانګ شان)) ښار کې پرته ده. په لرغونې زمانه کې دغه ولسوالي د ((هوی جوه)) مرکز و او د ((هوی جوه)) کولتور او د بېجينګ اوپرا سرچينه ده. دغه راز، زيات سوداګران او ځايي خوراکونه هم له دې ولسوالۍ څخه نورو ځايونو ته تللي او خپاره شوي. په دغه ولسوالۍ کې توليد شوي رنګه ډبره چې په چينايي ژبه کې ((يان تای)) نومېږي او د چيني خطاطۍ د ليکلو لپاره يو ډول مهمه وسيله ده، په چين کې ډېر شهرت لري. څرنګه چې ((شه شيان)) د لرغونې ((هوی جوه)) اقتصادي، سياسي او کولتوري مرکز و، نو په دې ځای کې تاريخي او کولتوري ميراثونه د ليدو او سيل وړ دي.

پر يادو ځايونو سربېره، د ((ان هوی)) ولايت په جنوبي سيمه کې نور زيات لرغوني کلي او سيمې هم د سيل وړ ځايونه دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای