CRI Online

د ((وې های)) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2018-05-15 13:34:17

((وې های)) ښار د ((شان دونګ)) ټاپووزمې په ختيځه برخه کې پروت دی او شمالي، جنوبي او ختيځې خواوې يې سمندر سره پيوښته دي چې د سمندر پر بله غاړه د کوريا ټاپووزمه ده. ((وې های)) د چين د نورو ښارونو په پرتله جاپان او کوريا جمهوريت ته ډېر نژدې دی. په نژدې زمانه کې د چين سمندري پوځ په دې ښار کې جوړ او پر ځای شوی و. د ((وې های)) ښار چاپيريال ډېر ښه دی او د باغ په شان د ښار په توګه بلل کېږي. د دغه ښار تاريخ اوږد دی، د څيړنې له مخې په نوې ډبريزه زمانه کې لومړيو انسانانو په دې ځای کې ژوند کړی و. په دوبي کې د ((وې های)) هوا معتادله وي او له تودوالي څخه د خپل ځان د ساتنې او د ساعت تيرۍ ښه ځای دی.

د ((وې های)) ښار په اړه د الوتکو، بيړيو، اورګاډيو او موټرونو په شمول يوه بشپړه ترافيکې شبکه جوړه شوې ده. د دغه ښار په منځ کې ټکسې، سرويس او شريک باسيکلونه د سيلانيانو ښه انتخابونه دي.

((چنګ شان توه)) څوکه

((چنګ شان توه)) څوکه چې د اسمان د پای په توګه بلل کېږي، د ((چنګ شان)) غرنۍ سلسلې پای ده. دغه څوکه (( وې های)) ښار د ((ژون چنګ)) ښار په ((چنګ شان)) علاقه داري کې پروت دی، درې خواوې يې سمندر سره پيوسته دي او يوه خوا يې له ځمکې سره تړلې ده، د سمندر پر بله غاړه يې د کوريا جمهوريت دی. ((چنګ شان توه)) د نورو چيني سيمو په پرتله لومړی د لمر ختلو او لمر څرک ځای دی، ځکه چې جغرافيايي مقام يې د چين په ډېره ختيځې خوا کې دی. په لرغونې زمانه کې دغه څوکه د لمر د ختلو ځای په توګه هم يادېده. د ((چنګ شان توه )) څوکه جګوالی دوه سوه متره دی، د دغې څوکې منظرې په زړه پورې دي، بر سېره پردې، په دې ځای کې سيلانيان له لوړ ځای څخه د سمندر سترې او شانداره منظرې ليدلی شي، نو د سيل وړ ځای دی.

((ليو ګونګ)) ټاپو

((ليو ګونګ)) ټاپو د ((وې های)) په خليج کې پروت دی او طبيعې منظرې يې ښې دي چې د دغه ټاپو په سلو کې پنځه اتيا برخه ځنګلونو پوښلې ده. څرنګه چې د دغه ټاپو جغرافيايي مقام ځانګړی دی چې د ((وې های)) ښار د دروازې په شان دی، نو د چين د ملي دفاع په تاريخ کې مهم رول يې لوبولی دی. پخوا دغه ټاپو د چين پوځي اډه وه او سيلانيانو ته اجازه نه ورکول کېده. په ۱۹۸۵م کال کې دغه ټاپو په رسمي توګه د سيلانيانو په مخ پرانيستل شو. د چينګ په زمانه کې دغه ټاپو د چين د سمندر پوځ سرچينه وه او د چين ټولې پوځي بيړۍ په دې ځای کې ځای پر ځای شوې وې. په ۱۸۹۴م کال کې د چين سمندري پوځ د دغه ټاپو په شاوخوا سيمه کې د جاپان له سمندري پوځ سره يوه جګړه وکړه چې په پای کې د چين سمندري پوځ ناکام شو او په پوره توګه له منځه ولاړ. دغه جګړه د چين په تاريخ کې شرم و او د چينايانو د هڅو خوځنده ځواک هم و. اوس په دغه ټاپو کې د دغې جګړې موزيم شته او ځينې پخواني توپونه او بيړۍ تر اوسه هم پکې ليدل کېږي.

د ((ژو شان)) د نقريي رنګ سمندر غاړه

د ((ژو شان)) د نقريي رنګ سمندر غاړه د ((وې های)) ښار د ((ژو شان)) په سيمه کې پرته ده. د دغه سمندر غاړې اوږدوالی له شلو کيلومترو څخه زيات دی. په دغه غاړه کې د شکو او ريک کيفيت ډېر ښه دی او رنګه يې سپين دی، نو که له ليرې ځای څخه ورته وکتل شي، دغه سمندر غاړه د يو نقريي رنګ کمربند په شان ښکاري. سيلانيان په دغه ځای کې په سمندر کې لامبو وهلی شي، د اوبو لوبې کولای شي. د دغه سمندر غاړې تر څنګ ځنګلونه شته، نو سيلانيان هم له ښه چاپيريال څخه يې خوند اخيستلی شي. د دغه غاړې په شاوخوا سيمه کې د سيلانيز تاًسيسات بشپړ دي، هوټلونه، رسټرانټونه، د لوبو مرکز، د موټر د سيالۍ مرکز او د ګلف لوبې مرکز شته. د سيلانيانو رنګارنګ اړتياوې په دې ځای کې پوره کولای شي.

له يادو ځايونو نه پرته، په ((وې های)) ښار کې نور زيات ځايونه هم په زړه پورې او د سيل وړ دي. دغه راز، د سمندر ډوډۍ هم د دغه ښار يوه ځانګړتيا ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای