CRI Online

د ((نان چانګ)) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2018-05-20 18:39:19

((نان چانګ)) ښار د چين د ((جيانګ شي)) ولايت مرکز دی. دغه ښار د نوي چين د هوانوردي چارو سرچينه ده چې د نوي چين له جوړېدو نه وروسته لومړۍ الوتکه، په سمندر کې د دفاع لومړی توغندی او لومړی موټرسايکل په دغه ښار کې توليد شوی و. اوس دغه ښار د چين په جنوب ختيځ کې د ترافيک مهم محوري ښار هم دی چې زياتې عمده او مهمې اوسپنيزې لارې له دغه ښار څخه تېرېږي. دغه راز، د دغه ښار تاريخ اوږد دی چې لرغونی ښارګوټی يې لومړی له ميلاد نه مخکې په ۲۰۲م کال کې جوړ شوی و. د ۱۹۲۷م کال د اګست په لومړۍ نېټه د ((نان چانګ)) قيام تر سره شو او دا د چين د کمونېست ګوند تر لارښوونې لاندې د چين ولسي ازاد بښونکې اردو د جوړېدو نښه ده. په دوبي کې دغه ښار ګرم دی او د تودوخې لوړه درجه يې د سانټېګراد په حساب له څلوېښتو څخه لوړه وي. خو په ژمي کې هوا يي وچه وي، نو پسرلی او منی د دغه ښار د سيل وړ فصلونه دي.

د ((نان چانګ)) ښار د ترافيک شبکه بشپړه ده چې الوتکه، اورګاډی، موټر او بيړۍ ټول د سيلانيانو لپاره ښه خدمتونه کوي. ((چانګ بې)) هوايي ميدان د دغه ښار له مرکز څخه درويشت کيلومتره واټن لري او هره اوونۍ څه نا څه سل الوتکې له دې ځای څخه نورو ځايونو ته حرکت کوي. د ((نان چانګ)) د اورګاډيو سټېشن لوی او بوخت دی چې هره ورځ سلګونه اورګاډي له دې ځای څخه د هېواد نورو ځايونو ته حرکت کوي. دغه راز، سيلانيان له ((نان چانګ)) څخه د عمومي بس او موټر له لارې د (( جيانګ شي)) ولايت نورو ځايونو ته تللی شي. د ((نان چانګ)) ښار په منځ کې سرويس او ټکسي سيلانيانو ته اسانتياوې برابروي.

((تنګ وانګ)) برج

((تنګ وانګ)) برج د چين د ((يانګ ځي)) سيند په جنوبي غاړه کې په درېو مشهورو برجونو کې يو دی. دغه برج د ((نان چانګ)) ښار په شمال لويديځ کې او د ګان سيند په ختيځه غاړه پروت دی. دغه برج لومړی په ۶۵۳م کال کې د تانګ په زمانه کې د هغه وخت د امپراطور د کشر ورور ((لي يوان ينګ)) لخوا جوړ شوی و چې ((تنګ وانګ)) د دغه سړي ماموريت کچه وه، نو د دغه برج نوم له دې څخه منځته راغلی دی. دغه برج څو څو ځله ويجاړ شوی او بيا جوړ شوی دی. د چين په تاريخ کې زياتو مشهورو ليکوالانو او شاعرانو د دغه برج په اړه په زړه پورې ليکنې او شعرونه ليکلي دي. د دغه برج د عمده ودانۍ جګوالی ۵۷.۵ متره دی. که دغه ودانۍ ته له بهر څخه وکتل شي داسې ښکاري چې دغه برج درې پوړونه لري، خو په داخل کې وکتل شي پکې اووه پوړونه شته. په دغه برج کې زيات لرغوني کتابونه زيرمه شوي، ويل کېږي چې په لرغونې زمانه کې دغه برج هم د کتابونو د زيرمتون په توګه هم کارول کېده.

د اګست د لومړۍ نېټې د (( نان چانګ)) قيام يادونځی

د اګست د لومړۍ نېټې د ((نان چانګ)) قيام يادونځی په ۱۹۵۶م کال کې جوړ شو او د ۱۹۵۹م کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه په رسمي توګه د سيلانيانو پر مخ پرانيستل شو. په دغه يادونځي کې د چين د انقلاب پنځه پخواني ځايونه شته. په دغه يادونځي کې د چين کمونېست ګوند تر لارښوونې لاندې د چين د انقلاب زيات تاريخي اثار لېدل کېږي او سيلانيان په دغه يادونځي کې د چين د ولسي ازاد بښونکې اردو د رامنځته کېدو، لوی کېدو او پرمختګ تاريخ تر لاسه کولای شي.

((بای هوا جوه)) ټاپوګان

((بای هوا جوه)) ټاپوګان د ((نان چانګ)) ښار په ((دونګ)) جهيل کې پروت دی چې له درېو کوچنيو ټاپوګانو څخه جوړېږي. ((دونګ)) جهيل د تانګ له زمانې څخه راپدېخوا د ((نان چانګ)) يو مشهور د سيل وړ ځای دی. د دغه جهيل په منځ کې درې کوچني ټاپوګان شته او د پلونو له لارې نښلول شوي دي. په يادو ټاپوګانو کې ونې، ګلونه، پخوانۍ ودانۍ او برجونه شته چې منظرې يې د چين له تاريخي ځانګړتياوو څخه ډکې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای