CRI Online

صافې اوبه او شين غر د نارات څړځای خزانه ده.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-03 20:13:30

دا ځای ډېر ډېر په زړه پورې او ښکلی دی. که فرصت ولرم، بيا به راشم.

نجلۍ لوه شو جي چې د کانکور امتحان له پای ته رسېدو نه وروسته د استراحت په هکله له هو نان ولايت څخه شينجيانګ ته سفر وکړ، تازه اس بېرته وسپاره او په خوشحالۍ سره يې له خبريالې سره خپل احساس شريک کړ.

د جون مياشت د نارات څړځای ډېر ښکلی فصل او د سيل سمسور وخت دی چې وحشي ګلونه د غالۍ په شان شين رنګ څړځای کې غوړېږي او غوټۍ کوي. دغه څړځای د شينجيانګ د تيان شان غرنۍ سلسلې په منځ کې پروت دی او منځنی جګوالی يې د سمندر له سطحې څخه يو زر او اته لس متره دی. په مغولۍ ژبه کې د نارات مانا دا ده چې هغه ځای چې تر ټولو لومړی لمر وړانګې پرې لګېږي. نارات څړځای د اسماني دښتې او د اسانو د باغ په توګه بلل کېږي. په دې ځای کې اسمان شين او وريځې سپينې دي، د څړځای ترڅنګ غرونه په واورو پټ دي او ځنګلونه، دښتې، درې، سيند او جهيل سره يوځای د جنت په شان يو ښکلی انځور انځوروي.

نارات څړڅای د قزاقيانو استوګنځای دی او ځايي قزاقيان پر عنعنوي دودونو او کولتورونو ټينګار کوي. د يوويشتمې پيړۍ په سر کې د دې ځای سيلانيزې چارې تازه شروع شوې. په ۲۰۱۱م د نارات منظره لرونکې سيمه د دولت په کچه د پنځه اې په درجه د منظره لرونکې سيمې په توګه له ټاکل کېدو وروسته د سيلانيانو شمېر د زياتېدو په حال کې دی. په ۲۰۱۷م کال کې څه باندې اووه سوه او پنځوس زره سيلانيانو د دې سيمې څخه ليدنې او سيلونه کړي دي. ويل کېږي چې ځايي اوسيدونکي د سيلانيزو چارو له پرمختګ څخه زياتې ګټې تر لاسه کوي او اخلي يې. ښاغلي حيازبيک چې د شلو کلونو راهيسې د دغې سيمې د اسانو په کاروان سرای کې کار کوي، خبريالې ته وويل،

تر ۱۹۹۹ کاله مخکې د مالدارۍ په چارو بوخت وم. په هغه وخت کې زموږ کورنۍ شپږ ماشومان درلودل او يوازې زما د پلار معاش د ټولې کورنۍ د ژوند بنسټ و. هيڅ نورې ګټې او عايد مو نه درلود. د سيلانيزو چارو د پرمختګ سره سم، زموږ ژوند ښه شوی چې زما هر ورور اوس په نژدې ښار کې خپل کور او موټر لري. په ۱۹۹۹م کال کې زما وروڼو او خويندو د واده فرصتونه نه درلودل، اوس موږ ټولو ودونه کړي او خپل ماشومان لرو او خپل کورونه هم لرو.

د ځايي قزاقي مالدارانو په اند، د اسانو کاروان سرای د پيمانې له پراختيا څخه د سيلانيزو چارو پرمختګ څرګندېږي. ښاغلی حيازبيک اوس د داخلې درې د اسانو کاروان سرای مشر دی. هغه وويل، چې د لسګونو کلونو راهيسې، د دغه کاروان سرای پيمانه له درېو اسانو څخه تر درې سوه او پنځوسو اسانو پورې زياته شوې ده. هغه پخپله يو سل او اتيا اسان لري. د دوی کاروان سرای په دې سيمه کې تر ټولو ډېر لوی دی. د سيل د سمسورتيا او د ګڼې ګوڼې په وخت کې هره ورځ څه باندې زر سيلانيان د دوی د کاروان سرای څخه اسان کرايه کوي چې د يوې ورځې ګټې يې کابو څو لکو يوانو ته رسېږي. سلګونه قزاقي کورنۍ ورڅخه ګټه اخلي. ده وويل،

زما کورنۍ څلور غوايان او لسګونه پسونه لري. پخوا په دوبي کې مو ګټې لږې وې او د څلورو او يا پنځو کسانو عمومي ګټې يوازې شل زره يوانه وو. اوس زه يوازې د اسانو په کاروان سرای کې کار کوم او د کورنۍ نور غړي په نورو چارو لګيا دي. پخوا د ځينو کورنيو اقتصادي حالت ښه نه و او ماشومانو يې په مکتب کې د زده کړې فرصت نه درلود، اوس د سيل د پرمختګ سره سم دلته د خلکو ژوند ډېر ښه شوی او ګټې زياتې او عايدات لوړ شوي، نو د ماشومانو د زده کړې لپاره پيسې کافي دي، نو سيل او سيلانۍ راسره زياتې مرستې کړې دي.

په تېرو څو کلونو کې نارات منظره لرونکې سيمې د يو کمربند او يوې لارې پر رڼا کې خپلې سيلانيزې چارې پياوړې کړې دي. ځايي حکومت د قزاقي قوم د دود او کولتور پر بنسټ ځانګړتيا لرونکې سيلانيزې چارې پرمخه بيايي. ويل کېږي چې صافې رڼې اوبه، شين اسمان او سمسور رشنه غرونه د نارات څړځای خزانې ګرځېدلې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای