CRI Online

د (( لو )) غره د ((شي های)) جهيل منظره لرونکې سيمه

cri     (GMT+08:00) 2018-08-08 20:15:15

د ((لو )) غره د ((شي های)) جهيل منظره لرونکې سيمه د جيانګ شي ولايت په شمالي برخه کې د (( جيو جيانګ)) ښار په سويل لويديځه برخه د ((وو نينګ)) او ((يونګ شيو)) ولسواليو په سرحدي سيمه کې پرته ده. د جهيل او ټاپوګانو منظرې يې ښکلې او په زړه پورې دي او سيلاني يې د ځايي اقتصاد بنسټ دی.

د اګست په شپږمه نېټه د لوی سيند د څپو تر عنوان لاندې د خبريالانو هيئت دغه ځای ته ورسېد او د دغې سيمې په اړه يې معلومات راټول کړل. په دې ځای کې د جهيل پراخوالی پراخ دی او اوبه يې ابي رنګه او صافې دي. يو لړ کوچني ټاپوګان مرغلرو ته ورته په جهيل کې ځلېږي. د ټاپوګانو شاوخوا شته ځنګلونه ولاړ دي ، کله چې سيلانيان د کښتۍ له لارې په جهيل کې سيل کوي، نو داسې احساس به وکړي چې دا د جنت يوه برخه ده.

د ((لو)) غره د ((شي های)) جهيل منظره لرونکې سيمه کې د سيل سرچينې ډېرې غني دي. د معلوماتو له مخې، دغه جهيل پخوا د (( توه لين)) بند په نوم يادېده، د دغه جهيل د اوبو پراخوالی درې سوه او اته کيلومتره مربع دی او پکې د هغو ټاپوګانو شمېر ۱۶۶۷ دی چې مساحت يې له يو په پنځمه هکتارو نه زيات دی او د ټولو ټاپوګانو شمېر يې۸۰۰۰ ته رسېږي. د دغه جهيل د اوبو منځنی ژوروالی پنځه څلوېښت متره دی. د دې ترڅنګ د دې سيمې د هوا کيفيت هم ډېر ښه دی چې د اوبو او هوا پاکوالی يې د دولت په لومړۍ درجه دی.

په دې جهيل کې د اسيا تر ټولو ډېر لوی بند شته چې له خاورو څخه جوړ شوی دی. د ((تاو هوا)) جېليفيش په نامه يو ډول حيوان چې بدن يې د جلۍ په څېر دی او په اوبو کې ژوند کوي چې د اوبو پنډا په توګه بلل کېږي او په دې جهيل کې روزل کېږي چې د روزلو پيمانه يې په چين کې تر ټولو ډېره لويه ده. د دې سيمې په ځنګلونو کې ځينې کمسارې ونې ليدل کېږي چې په اوړي او ژمي شنې ولاړې وي او عمر يې له زرو کلونو څخه اوښتی دی. بر سېره پردې، په دې سيمه کې د معدني موادو چينې هم شته چې د انسانانو د روغتيا لپاره ډېرې ګټورې دي. دغه راز، سيلانيان د دغې سيمې د درې په سيند باندې د کښتيو په وسيله د سرګرځېدو له لوبو څخه خوند اخيستلی شي.

((وو نينګ)) ولسوالي چې ياده منظره لرونکې سيمه پکې پرته ده، چاپيريال ساتلو ته په دېره درنه سترګه ګوري او پر دې نظر ټينګار کوي چې شنې اوبه او شنه غرونه طلايي او نقرايي غرونه دي يعنې ښه چاپيريال د اقتصاد د پرمختګ بنسټ دی. ځايي حکومت د سيلانيزو سرچينو او ښه چاپيريال پر بنسټ له بې وزلۍ څخه ځايي اوسيدونکي ژغورلي دي. مېرمن سو ګونګ جياو چې د يو هوټل مسؤله ده، وويل چې پخوا يې د لرګيو د پلورلو له لارې ژوند کاوه او د هر کال ګټې يې يوازې څو سوه يوانه وې. اوس په ځنګلونو کې د کورنيو حيواناتو د روزلو او د کرنيزو نباتاتو د کرلو له لارې او د سيلانيزو چارو د پرمختګ سره سم يې ګټې زياتې شوې دي او د هر کال ګټې يې څو لکو يوانو ته رسېږي.

له ۲۰۱۷م کال څخه ځايي حکومت په دغه منظره لرونکې سيمه کې د ورزش او سيل د ګډ پرمختګ تګلاره عملي کوي او د روغتيا، سپورټ او ساعتيري تر عنوان لاندې يې يو لړ سيلانيزې پروژې شروع کړې دي. ځايي حکومت د اپريل په ۲۴ مه نېټه د چين د اوبو سکي وهلو لوبډلې د روزنې مرکز په رسمي توګه په دې سيمه کې جوړ کړ. د دې ترڅنګ په راتلونکي کې به په دې جهيل کې د اوبو د هنري سکي وهلو، موټور بوټ او په اوبو باندې د سړي د الوتلو په شمول پروژې تر سره شي او د روزلو او ننداره کولو په شمول يو لړ فعاليتونه به هم پرانيستل شي. په راتلونکي کې به د يادو پروژو پر بنسټ ځايي حکومت له نړيوالو او اسيايي سازمانونو سره لا نژدې همکارۍ وکړي، تر څو لا زياتې متحصص سازمانونه په دې ځای کې اډې جوړې کړي.

د ځايي حکومت د يو لړ تدبيرونو په رڼا کې د ځايي اوسيدونکو ژوند ښه شوی او له بې وزلۍ څخه د وتلو يوه نمونه ګرځېدلې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای