CRI Online

د ((جانګ جيا کوه)) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2019-01-16 16:31:06

((جانګ جيا کوه)) ښار د (( هه بې )) ولايت په شمال لويديځه برخه کې پروت دی. جنوب ختيځې خوا ته يې بېجينګ، جنوبې خوا ته يې ((باو دينګ)) ښار، لويديځې او جنوب لويديځې خوا ته يې (( شان شي )) ولايت او شمال او شمال لويديځې خوا ته يې داخلي مغولستان دی. اوسمهال په دغه ښار کې د لوی ديوال د پاتی شويو کنډوالو شمېر تر ټولو ډېر زيات دی، نو دغه ښار د لوی ديوال د موزيم په توګه بلل کېږي. په لرغونې زمانه کې دغه ښار د چين د منځنيو سيمو د امنيت د ساتلو په برخه کې مهم رول درلود او د بېجينګ د دروازې په توګه وګڼل شو. د دغه ښار د ((چونګ لي)) او ((چي چنګ)) سيمه د چين په (( هوا بې)) سيمه کې د سکي وهلو لپاره ډېره لويه طبيعې سيمه ده. د ۲۰۱۵م کال د جولای په ۳۱مه نېټه بېجينګ له ((جانګ جيا کوه)) ښار سره يو ځای د ۲۰۲۲م کال د ژمني اولمپيک لوبو د کوربتوب حق تر لاسه کړ چې ((جانګ جيا کوه)) له دې امله په نړۍ کې شهرت لري. د ۲۰۱۷م کال په دسمبر کې دغه ښار د يخ او واورو د سيلانۍ په اړه د چين په لویو مشهورو ښارونو کې شامل شو.

((نينګ يوان)) هوايي ميدان د ((جانګ جيا کوه)) ښار په جنوب ختيځه برخه کې پروت دی او له ښاري مرکز څخه ۹ کيلومتره واټن لري. هره اوونۍ د دغه هوايي ميدان او د ((شي جيا جوانګ))، شانګهای، ((شي ان)) او ((چنګ دو)) په شمول د ځينو لويو ښارونو ترمنځ د الوتنې کرښې فعالې دي. د ((جانګ جيا کوه)) د اورګاډي سټېشن په ۱۹۰۹م کال کې جوړ شوی او د چين لخوا پخپله د جوړ شوي لومړې اوسپنيزې لارې وروستۍ تمځای و. د معلوماتو له مخې، د ۱۹۰۵م کال د سپټمبر له ۴مې نېټې څخه د ۱۹۰۹م کال د اګست تر ۱۱مې نېټې پورې د ښاغلي ((جان تيان يو)) تر مشرۍ لاندې چې د چين د اوسپنيزو لارو د پلار په توګه بلل کېږي، له بېجينګ څخه تر ((جانګ جيا کوه)) پورې اوسپنيزه لاره جوړه شوې وه. دغه لاره د همدې کال د اکتوبر په ۲مه نېټه په رسمي توګه په کار ولوېده شوه او عمومي اوږدوالی يې ۲۰۱.۲ کيلومتره دی.

د ((جي مينګ)) منزل ګاه کنډواله

د ((جي مينګ)) منزل ګاه کنډواله د ((جيانګ جيا کوه)) ښار د ((هوای لای)) ولسوالۍ د ((جي مينګ يي)) په کلي کي پرته ده. دغه منزل ګاه لومړی د مينګ امپورطورۍ په زمانه کې جوړه شوې او پراخوالی يې دوه سوه او شل زره مربع متره دی. په لرغونې زمانه کې دغه منزل ګاه د ترانسپورت، پوست او پوځ يو مهم تمځای و. اوسمهال د دغو کنډوالو يې پخوانۍ ودانۍ او واټونه ښه ساتل شوي او په کې د پوستي موزيم په شمول ځينې لرغونې ودانۍ د سيلانيانو په مخ پرانېستې دي.

((چونګ لي)) سيمه

((چونګ لي)) سيمه د ((جانګ جيا کوه)) ښار په شمال لويديځه برخه کې پرته ده. دغه سيمه د ((جانګ جيا کوه)) له مرکز څخه ۵۰ کيلومتره، له بېجينګ څخه ۲۲۰ کيلومتره او له ((تيان جين)) ښار څخه ۳۴۰ کيلومتره واټن لري. د ((چونګ لي)) سيمې جغرافيايي مقام سکې وهلو لپاره ډېر مناسب دی او په ژمي کې د سکې وهلو وخت له ۱۲۰ ورځو څخه اوږد وي. اوسمهال په دغه سيمه کې د سکې وهلو ډېر زيات غوره ميدانونه جوړ شوي دي او پکې هوټلونه او راسټورانټونه شته چې د سيلانيانو لپاره ښې اسانتياوې برابروي. په دغه سيمه کې د سکې وهلو ميدانونو شرايط په نړۍ کې هم مخکښ دي او په ۲۰۲۲م کال کې به د ژمنيو اولمپيک لوبو د سکې وهلو ځينې مسابقې په دې ځای کې تر سره شي. نو ويل کېږي چې ((چونګ لي)) سيمه د سکې وهلو له امله په نړۍ کې شهرت لري.

بر سېره پردې، څرنګه چې ((جانګ جيا کوه)) ښار داخلي مغولستان کورواکې سيمې ته نژدې دی، نو د دې ښار په ګوښه سيمه کې د څړځای منظرې هم د سيل وړ دی. په تېره بيا په دوبي او مني کې زيات سيلانيان د څړځایونو د منظرو د ليدنې لپاره له بېجينګ او ((تيان جين)) ښارونو څخه دغه ځای ته ځي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای