CRI Online

د ((لين فن)) سيل

cri     (GMT+08:00) 2019-02-15 16:42:42

((لين فن)) ښار د ((شان شي)) ولايت په جنوب لوېديځه برخه کې د ژېړ سيند پر غاړه پروت دی. دغه ښار لرغوني تاريخ لري او د ((هوا شيا)) ملت د سرچينې او د ژېړ سيند د مدنيت د زانګو په توګه بلل کېږي. دغه ښار يو لوی کرهنيز ښار دی چې پکې د غنمو او پمبو ښه حاصلات شته، نو دغه ښار هم د پمبو ښار په توګه يادېږي. پر کرنې سر بېره، څرنګه چې دغه ښار غني طبيعې منابع لري، نو د ((شان شي)) ولايت د نوې انرژۍ او د صنعتي چارو يو مرکز دی. دغه راز، د کاغذي هنر او د ډولونو او سنجونو د موسيقۍ په شمول غير مادي هنري ميراثونه هم له زرګونو کلونو راهيسې په دې ځای کې خپرېږي.

د دغه ښار هوا وچه ده او د هر کال مې، جون، سپتمبر او اکتوبر د دغه ښار د سيل مناسب وخت دی. دغه ښار ته د تګ راتګ ترافيکي سيستم ډېر ښه دی او اورګاډي او موټر د سيلانيانو ښه انتخاب دي. د دغه ښار په قلمرو کې د سيل لپاره عمومي ترافيک هم ښه دي، بس او ټکسي پکې کارول کېږي.

د ((هونګ تونګ)) لوی کورغ په نامه د نسب د سرچينې د پيدا کولو او اجداد پرستۍ باغ

د ((هونګ تونګ)) لوی کورغ په نامه د نسب د سرچينې د پيدا کولو او اجداد پرستۍ باغ د دغه ښار د ((هونګ تونګ)) په ولسوالۍ کې پروت دی. دغه باغ د نسب د سرچينې د پيدا کولو او د اجداد پرستۍ تر عنوان لاندې يوازنی باغ دی. د دولت په کچه د پنځه اې په درجه يوه منظره لرونکې سيمه ده. په ۲۰۰۸م کال کې د لوی کورغ په نامه د نسب د سرچينې د پيدا کولو او د اجداد پرستۍ دود د هېواد د غيرمادي کولتوري ميراثونو په ليست کې شامل شو. دغه باغ په څلورو برخو ويشل کېږي چې د پناه وړونکو د تاريخي ودانيو برخه، د اجداد پرستۍ برخه، د دود د سيل برخه او د فن سيند ايکولوژيکه برخه ده. په لرغونې زمانه کې يو لوی کورغ ونه د دغه ځای يوه نښه وه او د هان قوم تر نيکونه د دغه لوی کورغ په شاوخوا سيمه کې اوسېدل. د چين د مينګ امپورطورۍ د زمانې د ((هونګ وو)) دورې له دوهم کال څخه د ((يونګ له )) دورې تر پنځلسم کال پورې په نژدې پنځوسو کلونو کې حکومت د ۱۸ ځلو لپاره له دې ځای څخه نورو اتلسو ولايتونو څه باندې ۵۰۰ ولسواليو ته اوسيدونکي انتقال کړي دي، نو دغه ځای د هان قوم د نسب د سرچينې په توګه بلل کېږي.

د ژېړ سيند د ((هو کوه)) آبشار منظره لرونکې سيمه

د ژېړ سيند د ((هو کوه)) آبشار منظره لرونکې سيمه د ((جين شان)) درې په منځنۍ برخه کې پرته ده. ((هو کوه)) آبشار د چين دوهم لوی آبشار دی او دغه منظره لرونکې سيمه د دغه آبشار په مرکز موقعيت لري چې د ژېړ سيند د درې، د ژېړو خاورو د لوړې او د لرغونو کليو په شمول په درېيو برخو ويشل کېږي. سيلانيان په دغه سيمه کې نه يوازې له سترو طبيعي منظرو څخه، بلکې د ځايي دود او کولتور څخه خوند اخيستلی شي.

د ياو مبعد

د ياو معبد د دغه ښار په ((چين شو)) واټ کې پروت دی او تاريخ يې له ۱۷۰۰ کلونو څخه اوږد دی. د تاريخي سرچينو له مخې، ياو د لرغوني چين يو امپورطور و او د چين د (( هوا شيا)) ملت تاريخ له دغې زمانې څخه شروع شوی. نو ياو هم د ((هوا شيا)) ملت د ترنيکه په توګه ګڼل کېږي. د دغې امپورطورۍ په زمانه کې د لرغوني چين کرهنيزو چارو ستر پرمختګ موندلی دی او د چين کرهنيزې جنترۍ هم په همغه زمانه کې رامنځته شوې دي. په دغه معبد کې د اسمان، ځمکې، لمر، سپوږمۍ، غره او سيند د اجدادو ودانۍ شته چې له دې څخه د کرهنيز دولت په توګه د چيني ملت ځانګړتيا څرګندېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای