CRI Online

د (چانګ شا) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2019-04-02 14:55:30

(چانګ شا) ښار د چين د هو نان ولايت مرکز دی او د يانګ ځي سیند په منځنۍ پاس برخه کې يو مهم او لوی ښار هم دی. (چانګ شا) يو مشهور تاريخي ښار دی او تاريخ يې له درې زرو کلونو څخه اوږد دی، نو په دې ښار کې زياتې مشهورې تاريخي کنډوالې او اثار ليدل کېږي. (چانګ شا) يو عصري ښار هم دی چې د ختيځې اسيا د کولتوري ښار، د رسنيو د هنري ښار او د ښه بڼه لرونکي نړيوال ښار په توګه ګڼل کېږي. کابو ۵۱ پوهنتونونه په دغه ښار کې واقع دي او د هېواد د زياتو علمي او تخنيکي ازمويښتي خونې او څېړنيز مرکزونه هم په دې ښار کې دي.

(چانګ شا) ښار د (هو نان) ولايت د سياسي، اقتصادي، کولتوري، ترافيکي، علمي او تخنيکي، مالي او مخابراتي مرکز په توګه بشپړه ترافيکي شبکه جوړه کړې ده او د دولت په کچه يوه ترافيکي محوري سيمه هم ده. (هوانګ هوا) نړيوال هوايي ميدان له ښاري مرکز څخه لس کيلومتره واټن لري. د دغه هوايي ميدان او د هېواد د عمده لويو ښارونو ترمنځ د الوتکو د تګ راتګ کرښې شته. د ۲۰۱۶م کال له جنورۍ څخه په دغه هوايي ميدان کې دغه تګلاره پلې شوې چې بهرني مسافر له ويزې نه پرته د ۷۲ ساعتونو لپاره په دغه هوايي ميدان کې پاتې کېدای شي.

د (يوه لو) غره منظرې لرونکې سيمه

د (يوه لو) غره منظرې لرونکې سيمه د (چانګ شا ) ښار په (يوه لو) سيمه کې پرته ده. د دغه غره د څوکې جګوالی کابو ۳۰۰ متره دی او د (هنګ) غرونو سلسلې وروستۍ څوکه هم ده چې په دغه سلسلو کې ۷۲ څوکې شته. د دغې منظره لرونکې سيمې عمومي پراخوالی ۳۵.۲ مربع کيلومتره دی. دغه غر د شيانګ سيند په لوېديځه غاړه کې پروت دی. (يوه لو ) مکتب چې د دغه غره په لمن کې پروت دی، د چين په څلورو مشهورو مکتبونو کې او د نړۍ په ډېرو لرغونو مکتبونو کې يو دی. دغه مکتب په ۹۲۷م کال کې جوړ شو چې تاريخ يې له زرو کلونو څخه اوږد دی. د چين د لرغوني مکتب ساختماني او دوديزه بڼه په دې ځای کې ښه ليدل کېږي.

د (جيو ځي جوه) منظره لرونکې سيمه

د (جيو ځي جوه) منظره لرونکې سيمه د شيانګ په سيند کې پرته ده چې (جيو ځي جوه) په دغه سيند کې يو کوچنی ټاپو دی. د دغه ټاپو پراخوالی ۹۱.۴ هکتارو ته رسېږي. په دغه ټاپو کې له زرو ډولونو نه زيات نباتات شته چې له دې جملې څخه ۱۴۳ ډولونه ناياب نباتات دي. ( ماو ځه دونګ) چې د چين ولسي جمهوريت د دولت لومړی رئيس و، د ځوانۍ په وخت کې يې په (چانګ شا) کې زده کړه کړې او په همغه وخت کې يې همېشه له ټولګيوالو سره په دغه ټاپو کې ناسته ولاړه کوله. نو د ( ماو ځه دونګ) د يادګر په توګه په دغه ټاپو کې (ون تيان) صحنه جوړه شوه او پکې د (ماو ځه دونګ) لويه مجسمه شته. بر سېره پردې، په دغه پاټو کې د خلکو د ساعت تيرۍ لپاره باغونه جوړ شوي دي. د اوونۍ په پای کې ځايي اوسيدونکي له کورنيو او دوستانو سره د دې باغونو سيل کوي.

د هان دورې د (ما وانګ دوي) د مقبرو کنډوالې

د هان دورې د (ما وانګ دوي) د مقبرو کنډوالې له ۱۹۷۲م کال څخه تر ۱۹۷۴م کال پورې د چين د لرغون پېژندونکو لخوا پيدا شوې دي. له دغو کنډوالو څخه د ورېښمو جامو او منسوجاتو، لوښو، لرغونو کتابونو او درملو په شمول څه باندې ۳۰۰۰ تاريخي اثار پيدا شول چې د چين د هان دورې د مقبرې نظام، د لاسي صنعتي چارو د پرمختګ او ځايي تاريخ د څيړنې لپاره ډېر ارزښت لري. د يادونې وړ ځای دا دی چې له دغو کنډوالو څخه د يوې ښځې سالم جسد پيدا شوی. دغه ښځه کابو د پنځوسو کلونو په عمر کې مړه شوې وه او تر اوسه پورې يې په مقبرې کې له ښخېدو زر کلونه تېري شوي دي. دا د نړۍ له عجايبو څخه ګنل کېږي او تر اوسه پورې د دغه مړي د نه خرابېدو سبب لا هم يو رمز دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای