CRI Online

د (جانګ جيا جې) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2019-04-18 11:08:20

جانګ جيا جې) ښار د هو نان ولايت په شمال لوېديځه برخه کې، د (لې شوې) سيند په لومړۍ او منځنۍ برخه کې او د (وو لينګ) په غرنۍ سيمه کې پروت دی. (جانګ جيا جې) ښار په چين کې د سيل له ډېرو مهمو ښارونو څخه او د چين د پخوانی انقلاب له سرچينو او مرکزونو څخه يو دی. د (جانګ جيا جې) دولتي ځنګلي باغ په ۱۹۸۲م کال کې جوړ شو او په چين کې د دولت په کچه تر ټولو مخکې جوړ شوی ځنګلي باغ و. د (جانګ جيا جې) د (وو لينګ يوان) منظره لرونکې سيمه د ۱۹۸۸م کال په اګست کې د هېواد په کچه د مهمو منظره لرونکو سيمو په لېست کې، په ۱۹۹۲م کال کې دغه سيمه د يونيسکو سازمان لخوا د نړيوالو طبعيي ميراثونو په لېست کې او په ۲۰۰۴م کال کې د نړيوال جغرافيايي باغ په لومړۍ لړۍ کې شامل شوې وه. په دغه ښار کې څلور مهمې او مشهورې منظره لرونکې سيمې شته چې (جانګ جيا جې) دولتي ځنګلي باغ، (يانګ جيا جې) منظره لرونکې سيمه، د (تيان ځه) غره طبيعت ساتونکې سيمه او (سوه شي يو) طبيعت ساتونکې سيمه ده. يادې څلور سيمې د (وو لينګ يوان) منظره لرونکې سيمه برخې دي. د هر کال له اپريل څخه تر اکتوبر پورې وخت د دغه ښار د سيل وړ وخت وي.

څرنګه چې (جانګ جيا جې) د سيل وړ ډېر مهشور ښار دی، نو ترافيکي چاپيريال يې ډېر ښه دی. (هه هوا) هوايي ميدان د دغه ښار له مرکز څخه يوازې ۵ کيلومتره واټن لري او د دغه هوايي ميدان او د هېواد د مهمو او لويو ښارونو ترمنځ د الوتکو کرښې شته او اورګاډی هم کارول کېږي. د دغه ښار ګڼ شمېر منظره لرونکې سيمې په غرنۍ سيمه کې پرتې دي او د دغه ښار له مرکز څخه تر مختلفو منظره لرونکو سيمو پورې عمومي بس تګ راتګ کوي.

د (جانګ جيا جې) دولتي ځنګلي باغ

د (جانګ جيا جې) دولتي ځنګلي باغ په چين کې د دولت په کچه لومړی ځنګلي باغ دی. د دغه باغ عمومي پراخوالی ۴۸۱۰ هکتاره دی. په دغه باغ کې څه باندې ۳۰۰۰ عجيبې ډبرينې څوکې شته او بڼې يې د انسان مخ، حيواناتو څېرو او نورو شيانو ته ورته او د حيرانتيا وړ دي. په دغه باغ کې د (يوان جيا جې) څوکې، ( جين بيان) کښتۍ، (يانګ جيا جې) سيمې، (وو لونګ) کلي په شمول ګڼ شمېر منظره لرونکې سيمې شته. سيلانيان په دغه باغ کې له په زړه پورې طبعيي منظرو، د ساعت تيرۍ له لوبو او قومي دودونو څخه خوند اخيستلی شي.

د (تيان من) غره منظره لرونکې سيمه

د (تيان من) غره منظره لرونکې سيمه د (جانګ جيا جې) ښار په (يونګ دينګ) سيمه کې پرته ده. دغه سيمه د (تيان من) سوري له امله شهرت لري. د (تيان من) غره د عمده څوکې جګوالی ۱۵۱۸ متره دی. (تيان من) سوری په نړۍ کې د عجيبې منظرې په توګه بلل کېږي. دغه سوری د يوې دروازې په شان د دواړو څوکو ترمنځ واقع دی. د دغه سوري جګوالی ۱۳۱.۵ متره، سور يې ۵۷ متره او ټيټوالی ۶۰ متره دی چې لکه اسمان ته د تګ يوه دروازه داسې ښکاري. د (تيان من) غره څوکه هواره ده، لومړی ځنګلونه په ښه توګه ساتل کېږي او د اسماني باغ په توګه بلل کېږي چې په کې زيات نادر نباتات ليدل کېږي.

(هوانګ لونګ) سمڅه

(هوانګ لونګ) سمڅه د (وو لينګ يوان) په منظره لرونکې سيمه کې پرته ده. د کارسټ جغرافيايي بڼه لرونکې سمڅه ده. د دغې سمڅې عمومي پراخوالی کابو يو لک مربع متره، اوږدوالی يې ۷.۵ کيلومتره او جګوالی يې۱۴۰ متره دی. دغه سمڅه په وچې او لندې برخې ويشل کېږي او څلور پورونه لري. دغه راز، په دغه سمڅه کې د اوبو يوه کاسه ، ۴ ډنډونه او ۲ ويالې، ۳ ابشارونه، ۱۳ تالارونه او ۹۶ دهليزونه شته. په دغه سمڅه کې په رنګارنګ بڼو ډېرې لويې ډبرينې ستنې شته.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای