CRI Online

د (وو هان) ښار سيل(۱)

cri     (GMT+08:00) 2019-04-24 20:38:08

(وو هان) ښار د چين د (هو بې) ولايت مرکز دی او يو ډېر لوی ښار هم دی. دغه ښار د (جيانګ هان) اوارې په ختيځه برخه کې او د (يانګ ځه) سيند په منځني برخه کې پروت دی. (يانګ ځه) سيند چې په نړۍ کې درېيم اوږد سيند دی، او هان سيند چې د (يانګ ځه) سيند ډېره لويه څانګه ده، له دغه ښار څخه تېرېږي او له امله يې دغه ښار په درېيو برخو ويشل شوی. څرنګه چې د دغه ښار په قلمرو کې د اوبو مساحت په عمومي مساحت کې يو په څلورمه برخه نيسي، نو په دغه ښار کې د چين په لويه وچه کې په سیند، ځمکه او اسمان کې تر ټولو ډېره لويه ترانسپورټي شبکه شته. بر سېره پردې، دغه ښار د چين يو مشهور تاريخي او کولتوري ښار هم دی او د چو کولتور يوه سرچينه ده. د چين د پسرلي او مني د دورې راهيسې په څو زره کلونو کې دغه ښار د چين په جنوبي برخه کې د يو مهم نظامي او سوداګريز ښار په توګه پاتې شوی دی. دغه راز، دغه ښار په چين کې د ډيموکراتيک انقلاب يوه سرچينه او مرکز هم و. د ۱۸۶۱م کال په اپريل کې بريټانيا لومړی په دغه ښار کې خپله قونسلګري جوړه کړې وه. اوس د بريټانيا، امريکا، د کوريا جمهوريت او فرانسې په شمول زيات هېوادونه په دغه ښار کې خپلې قونسلګرۍ او نماينده ګۍ جوړې کړې دي. دغه ښار د چين له څلورو تعليمي او علمي مرکزونو څخه يو دی. د ۲۰۱۸م کال تر پايه پورې په دغه ښار کې کابو ۸۴ پوهنتونونه او کابو ۱۱۱ علمي او تخنيکي ارګانونه شتون درلود. د دغه ښار مذهبي تاريخ هم اوږد دی او بوديزم، اسلام، کاتوليک، مسيحيت او تاوزيم په دغه ښار کې شته او په دغه ښار کې د رنګارنګ مذهبي ودانۍ هم ليدل کېږي. دغه راز، سيلانيان په دې ښار کې رنګارنګ خوندور خوارکونه او ناشتې خوړلی شي.

د (وو هان) ښار موقعيت ډېر ښه دی چې د (يانګ ځه) سيند د طلايي لارې او د بېجينګ او (ګوانګ جو) ترمنځ د اوسپنيزې لارې په محوري سيمه کې دی. د مال وړونکې بيړۍ له (وو هان) بندر څخه نه يوازې د هېواد د نورو بندرونو ته تللی شي، بلکې د نړۍ پنځو قارو ته رسېدلی شي. څرنګه چې زيات سيندونه له (وو هان) ښار څخه تېرېږي، نو د دغه ښار په منځ کې د مسافر وړونکيو بيړيو د کارولو تاريخ له ۱۰۰ کلونو څخه اوږد دی. په دې ځای کې بيړۍ يوه مهمه ترافيکي وسيله ده. (تيان هه) هوايي ميدان د (وو هان) ښار په (هوانګ پوه) سيمه کې پروت دی، د ۲۰۱۸م کال تر اګست پورې دغه هوايي ميدان د الوتنې ۵۹ نړيوالې او سيمه ييزې کرښې لري چې نړۍ پنځه قارې سره نښلوي. دغه راز، (وو هان) ښار د چين د اوسپنيزو لارو په شبکه کې يو ډېر محوري مرکز هم دی. د دغه ښار په منځ کې مسافروړونکې بيړۍ، بسونه او مېترو د سيل ښه وسايل دي.

هر کال په دغه ښار کې د (وو هان) د سيل نړيوال فېسټيوال تر سره کېږي. دغه ښار د چين په غوره سيلانيزو ښارونو کې يو دی. د دغه ښار طبيعت په زړه پورې دی او په څلورو فصلونو کې يې اقليم معتدله وي. د دغه ښار په قلمرو کې کابو ۱۶۶ جهيلونه شته. دغه راز په دغه ښار کې بشري او کولتوري منظرې د (چو) کولتور له ځانګړتياوو څخه ډکې دي. د ۲۰۱۷م کال تر پايه پورې، په دغه ښار کې ۳۳۹ تاريخي اثار، د انقلابي ځايونو ۱۰۳ کنډوالې، په بېلا بېلو کچو د تاريخي اثارو ۲۸۲ ساتونکي ځايونه شتون لري. د دې ترڅنګ په دغه ښار کې د ۵ اې په کچه ۳ ، د ۴ اې په کچه ۱۶ او په ۳ اې کچه ۲۰ منظره لرونکې سيمې شته.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای