CRI Online

د (ان شه) د (تو جيا) قوم او مياو قوم د کورواکې سيمې سيل

cri     (GMT+08:00) 2019-05-09 19:18:13

د (ان شه) د (تو جيا) قوم او مياو قوم کورواکه سيمه د ښار په کچه د (هو بې) ولايت په جنوب لويديځ کې يوه برخه ده. دغه سيمه په ۱۹۸۳م کال کې په رسمي توګه په دغه ولايت کې يوازېنۍ قومي کورواکه سيمه وپېژندل شوه. د (تو جيا)، مياو، دونګ، هان، هوی او مغولي په شمول د ۲۹ قومونو خلک پکې ژوند کوي. د دغې سيمې ۷۰ سلنه خاوره په ځنګلونو پوښل شوې ده، نو د (هو بې) ولايت په لوېديځه برخه کې د ځنګلونو سمندر او د چين د وحشي دواګانو او درملو د زيرمتون په توګه بلل کېږي. د دې ترڅنګ په دغه سيمه کې زيات غرونه شته او د کارسټ ژيومورفولوژي ده، نو په دې سيمه کې د کارسټ سمڅې او غارونه زيات دي. همداراز، څرنګه چې په دغه سيمه کې په نړۍ کې د سلينيم ډېر لوی کان شته او د زيرمې اندازه يې تر ټولو ډېره زياته ده، نو دغه سيمه هم د سلينيم مرکز په توګه يادېږي چې يو خاکي رنګه جامد کيمياوي عنصر دی.

د (شيو جيا پينګ) هوايي ميدان او د بېجينګ، (وو هان)، (يي چانګ)، (چونګ چينګ) او (ګوانګ جو) په شمول د هېواد د ځېنو لويو ښارونو ترمنځ د الوتنې کرښې شته. بر سېره پردې، سيلانيان هم د اورګاډي او موټر له لارې دغې سيمې ته تګ راتګ کولای شي.

د (ان شه) لويه دره

د (ان شه) لويه دره د چينګ سيند د درې يوه برخه ده او اوږدوالی يې ۱۰۸ کيلومتره دی. د دغې درې په اساس د جوړ شوې منظره لرونکې سيمې پراخوالی له ۳۰۰ کيلومتره مربع څخه زيات دی او د هېواد د پنځه اې په درجه کې موقعيت لري. کله چې سيلانيان د دغې درې سيل کوي، دوی د درې پر دواړو غاړو له جګو ګړنګونو، ابشارونو، لوړو څوکو، لومړيو ځنګلونو او اوږد تاريخ لرونکو کليو څخه خوند اخيستلی شي. دغه راز، د دغې درې په قلمرو کې د کارسټ ژيومورفولوژي منظرې هم د ليدو وړ دي. بر سېره پردې، په دغه سيمه کې د کارسټ بڼه لرونکي څه باندې ۲۰۰ غارونه او سمڅې شته. ځېنې يې د سيلانيانو پر مخ پرانيستل شوې.

د (ان شه) د (تو سه) ماڼۍ

د (ان شه) د (تو سه) ماڼۍ د (ان شه) ښار په شمال لوېديځه برخه کې ده. (تو سه) په دغه سيمه کې د قومي رهبر د ماموريت نوم دی. دغه ماڼۍ د (تو جيا) قوم د پخواني مشر ماڼۍ ده چې د چين په کچه ډېره لويه او بڼه يې ډېره ښکلې ده. دغه ماڼۍ د دروازې، د دونګ قوم د باد او باران پل، معبد، د نظامي روزنې ميدان او ماڼۍ په شمول پر ۱۲ برخې ويشل شوي او پکې څه باندې ۳۰ منظره لرونکي ځايونه شته. سيلانيان په دې ماڼۍ کې د ځايي قومونو له دودونو، تاريخ، قومي نندارو او خوراکونو څخه خوند اخيستلی شي.

(تنګ لونګ) غار

(تنګ لونګ) غار په چين کې تر ټولو ډېر لوی طبيعي غار دی او په نړۍ کې اووم مقام نيسي. په دغه غار کې څه باندې ۳۰۰ فرعی سمڅې شته او ځېنې يې اوبه لري او ځېنې يې وچې دي. د دغه غار د دروازې جګوالی ۷۴ متره، سور يې ۶۴ متره دی او د غار په داخل کې تر ټولو لوړه نقطه ډېر لوړ جګوالی ۲۳۵ متره دی او اوږدوالی يې ۵۲.۸ کيلومتره دی. يو سيند له دغه غار څخه تېرږي او د دغه غار عمومي پراخوالی کابو ۲ مليونه متره مربع دی. په دغه غار کې ۵ کوچنی څوکې، لس تالارونه او لسګونه ابشارونه ليدل کېږي. په دغه غار کې د تاودوخې درجه د سانټېګراد په حساب تل له ۱۴ ـ ۱۸ درجو پورې وي. د دغه غار په اساس يو دولتي جيالوجي باغ جوړ شوی او عمومي پراخوالی يې ۶۹ کيلومتره مربع دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای