CRI Online

د (لياو نينګ) ولايت د لوېديځې سيمې سيل

cri     (GMT+08:00) 2019-08-27 20:09:45

(هو لو داو) ښار

(هو لو داو) ښار د (لياو نينګ) ولايت په لوېديځه ساحلي برخه کې پروت دی او پخوانی نوم يې (جين شي) و. سيلانيان د اورګاډي او موټر له لارې دغه ښار ته تللی شي. د (شينګ چنګ) د سمندر غاړې ملي منظرو لرونکې سيمه په دغه ښار کې ډېره مشهوره ده. د دغې سيمې پراخوالی کابو ۴۲ کيلومتره مربع دی. دغه سيمه په پنځو برخو ويشل کېږي او پکې څه باندې ۵۰ منظرې شتون لري. سيلانيان په دې سيمه کې له شو غره، سمندر غاړې، (جيو هوا) ټاپو، لرغوني ښارګوټي او تودو معدني اوبو څخه خوند اخيستلای شي. (نينګ يوان) لرغونی ښارګوټی چې په دغه سيمه کې دی، د مينګ په سلسله کې جوړ شوی و. په همغه وخت کې دغه ښارګوټی يو مهم سرحدي بندر و او د مينګ د ملي ساتنې په برخه کې ډېر اهميت درلود. دغه لرغوني ښارګوټي ښه ساتل کېږي. د دغه ښارګوټي د ديوال جګوالی ۸.۸ متره دی او اوږدوالی يې ۳.۲ کيلومتره دی. سيلانيان په دې ښارګوټي کې د ملي دفاع لرغوني تجهېزات او ودانۍ ليدلی شي.

(جين جو) ښار

(جين جو) ښار د (لياو نينګ) ولايت په جنوب لوېديځه برخه کې پروت دی. د چين د شمالي برخې او شمال ختيځې برخې ترمنځ يو ترافيکې محور دی. (شياو لينګ ځه) هوايي ميدان د دغه ښار په لوېديځه څنډه کې دی او د دغه ښار له مرکز څخه کابو اووه کيلومتره واټن لري. د دغه هوايي ميدان او د چين د عمده لويو ښارونو ترمنځ د الوتنې کرښه شتون لري. بر سېره پردې، اورګاډي او موټرونه هم دغه ښار ته د تګ راتګ ښه وسايل دي. په (جين جو) ښار کې ډېرې منظرې شتون لري. (يي وو ليو) غر چې لنډ نوم يې ليو غر دی، په دغه ښار کې پروت دی. د دغه غره پر اساس د دولت په کچه يوه طبعيت ساتونکې سيمه جوړه شوې ده. دغه غر د چين په تاريخ کې يو مقدس غر و او ډېر اوږد لرغونی کولتوري تاريځ لري. په دغه غره کې زيات تاريخې معبدونه او ودانۍ شتون لري. دغه راز، د دغه غره طبيعې منظرې هم په زړه پورې دي لکه عجيبې ډبرې، پاکې اوبه، شنه ځنګلونه، ستر ابشارونه او داسې نور. دغه طبعيت ساتونکې سيمه په څلورو برخو ويشل کېږي او پکې کابو سل منظرې شته. (بي جيا شان) منظره لرونکې سيمه د دغه ښار په سمندر غاړه کې پرته ده. په دغه سيمه کې دوه عمده منظرې شته چې (بي جيا شان) ټاپو او (تيان چياو) طبيعې پل دی. دغه ټاپو د تاويزم يو مقدس غر دی. دغه ټاپو درې څوکې او دوه درې لري او له ليرې ځای د کتلو په وخت کې يې بڼه د يوې دوښاخې په شان ده. د دغه ټاپو او لويې وچې ترمنځ يو طبيعې پل شتون لري چې (تيان چياو) نومېږي. کله چې څپې لوړې وي، دغه پل د سمندر تر اوبو لاندې وي، او کله څپې ټيټې وي، دغه پل د لويې وچې او دغه ټاپو ترمنځ د تګ راتګ يوه لاره ده. په دغه ټاپو کې د تاويزم يو شمېر معبدونه شتون لري.

(پان جين) ښار

(پان جين) ښار د (لياو نينګ) ولايت په منځني جنوبي برخه کې او د (لياو) سيند دلتا په مرکز کې پروت دی. اورګاډی او موټر دغه ښار ته د تګ راتګ ښه ترافيکي وسايل دي. (هونګ های تانګ) لنده ځمکه د دغه ښار يوه مشهوره سيلانيزه سيمه ده. په دغه لنده ځمکه کې يو ډول سور رنګ واښه شته، نو له ليرې ځای څخه د کتلو په وخت کې دغه حوزه د واښو د سور رنګ سمندر په شان ښکاري او نوم يې هم له دې امله ټاکل شوی. څرنګه چې طبيعې چاپيريال يې ډېر ښه دی، نو بې شمېره وحشي مرغان په دې ځای کې ژوند کوي. په دغه حوزه کې د لرګيو په وسيله يوه سيلانيزه لاره جوړه شوې ده او سيلانيان په دغه لاره تګ راتګ کولای شي او د دواړو غاړو له په زړه پورې منظرو څخه خوند اخيستلی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای