CRI Online

ګونګ باو چرګ

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 16:13:31

د سی ارای پښتو ويبپاڼې ګرانو لوستونکيو ! السلام عليکم . ښايی تاسی د چين له خوړو سره اشنا وئ . چين يو لوی هيواد دی هره برخه يې ځانګړي خوراکونه لري او يو له بل سره توپير لري، موږ هڅه کوو چې تاسو ته د پښتو وېبپاڼې له لارې د چينی خواړو او د هغو د ډولونو په اړه معلومات وړاندی کړو. د بېلګې په توګه د شين جيانګ اويغوری قوم خواړه چې د افغانستان له خواړو سره ورته دي او ډېر توپير نه لري. د سه چوان خواړه، د ګوانګ دونګ خواړه ، د ان هوی خواړه او داسی نور په چين کې ډېر شهرت لری. د پروګرام په دې برخه کې به ګونګ باو چرګ د پخولو په اړه څه معلومات وړاندی کړو.

د دغه خوراک د پخولو لپاره توکي:

د چرګ غوښه

وچ مرچ

په غوړيو کې سره شوی ممپلي

اوړه

غوړي

د دغه خوراک د پخولو بهير:

لومړی،په منظمه توګه د چرګ غوښو ټوټه کيږی.

دوهم، پر غوښو باندی لږه مالګه،اوړه او جيانګ يوو (د چينی خوراکونو د پخولو يو ډول مالګين توکی چې تور رنګ لری او د سرکې په شان دی) لګول کيږی.

درېيم،په ښوروا کې جيانګ يو، بوره، سرکه او لږ څه اوړه اچول کيږی.

څلورم، په غوړيو کې وچ مرچ او هوا جياو (د چينی خوراکونو د پخولو يو ډول خوندور توکی چې د مرچو په شان دی) سره کيږی.

پنځم،په کاسه کې د چرګ غوښه ، ممپلي او نيش پياز او هوږه اچول کيږی چې په غوړيو کې سره کيږی.

شپږم، په کاسه کې هغه ښوروا اچول کيږی چې په درېيم ګام کې جوړه شوې ده.

يوه شېبه وروسته دغه خوارک به جوړ شی.

د پښتو ويبپاڼې قدرمنو مينه والو تاسو په غوړيو کې د هګيو او سروبانجانو د پخولو په اړه چې په چين کې ډېر دود لري، معلومات ولوستل. که تاسی غواړئ د چين د بېلابېلو خوړو په اړه نورمعلومات ترلاسه کړئ موږ ته يی په اړه وليکئ او خپلې پوښتنې راوليږئ . هيله ده د چينی خواړو پخولو لارې چارې مو خوښې شوې وی، کله چې چين ته سفر وکړئ نو له چينی خواړو سره به اشنا وئ او خوند به تری واخلئ. ستاسی د روغتيا په هيله!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای