CRI Online

د غوايه غوښه او کچالو خوارک

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 16:13:25

د سی ارای پښتو ويبپاڼې ګرانو لوستونکيو ! السلام عليکم . ښايی تاسی د چين له خوړو سره اشنا وئ . چين يو لوی هيواد دی او په هره برخه کې ځانګړي خوراکونه لري او يو له بل سره توپير لري، موږ هڅه کوو چې تاسو ته د پښتو وېبپاڼې له لارې د چينی خواړو او د هغو د ډولونو په اړه معلومات وړاندی کړو. د بېلګې په توګه د شين جيانګ اويغوری قوم خواړه چې د افغانستان له خواړو سره ورته دي او ډېر توپير نه لري. د سه چوان خواړه، د ګوانګ دونګ خواړه ، د ان هوی خواړه او داسی نور په چين کې ډېره شهرت لری. د پروګرام په دې برخه کې به د هغه چينی خوارک په اړه تاسو ته لږ څه معلومات وړاندی کړو چې د غوايه غوښه او کچالو سره ګډ پخول شوی دی.

د دغه خوراک د پخولو لپاره توکي:

د غوايه غوښه (پنځه سوه ګرامه)

کچالو (دوه سوه او پنځوس )

نيش پياز

زنجفيل

هوا جياو ( يوډول توکی چې تود خوند لري)

باو جياو (د خواړو د خوندور کولو يو ډول توکی چې اته ښکرونه لري)

مالګه

د دغه خوراک د پخولو بهير:

لومړی، په منظمه توګه د غوايه غوښه ټوټه کول.

دوهم، په تودو اوبو کې دغه ټوټه شوی غوښه اچول کيږی او بيرته ژر ايستل کيږی.

درېيم، کچالو پوټکی اړول

څلورم، په منظمه توګه کچالو ټوټه کول او بيا به يی په پاکو اوبو کې واچول شي.

پنځم، نيش پياز او زنجفيل په وړوکی ټوټه کيږی.

شپږم، په غوړيو کې ياد شوی غوښه سره کيږی .

اووم، په کاسه کې اوبه، زنجفيل او نيش پياز اچول کيږی.

اتم، په مناسب اور سره دغه توکی پخول کيږی.

نهم، کله چې د غوايه غوښه پخه شي نو په کې کچالو اچول کيږی.

کله چې کچالو نرم کيږی نو دغه خوندور خوراک به جوړ شي.

د پښتو ويبپاڼې قدرمنو مينه والو تاسو د دغه خوندور چينی خوراک د پخولو په اړه چې په چين کې ډېر دود لري، معلومات ولوستل. که تاسی غواړئ د چين د بېلابېلو خوړو په اړه نورمعلومات ترلاسه کړئ موږ ته يی په اړه وليکئ او خپلې پوښتنې راوليږئ . هيله ده د چينی خواړو پخولو لارې چارې مو خوښې شوې وی، کله چې چين ته سفر وکړئ نو له چينی خواړو سره به اشنا وئ او خوند به تری واخلئ. ستاسی د روغتيا په هيله!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای