CRI Online

له مرچ او سرکې سره کچالو

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 16:13:25

د سی ارای پښتو ويبپاڼې ګرانو لوستونکيو ! السلام عليکم . ښايی تاسی د چين له خوړو سره اشنا وئ . چين يو لوی هيواد دی او په هره برخه کې ځانګړي خوراکونه لري او يو له بل سره توپير لري، موږ هڅه کوو چې تاسو ته د پښتو وېبپاڼې له لارې د چينی خواړو او د هغو د ډولونو په اړه معلومات وړاندی کړو. د بېلګې په توګه د شين جيانګ اويغوری قوم خواړه چې د افغانستان له خواړو سره ورته دي او ډېر توپير نه لري. د سه چوان خواړه، د ګوانګ دونګ خواړه ، د ان هوی خواړه او داسی نور په چين کې ډېره شهرت لری. د پروګرام په دې برخه کې به د هغه چينی خوارک په اړه تاسو ته لږ څه معلومات وړاندی کړو چې له مرچ او سرکې سره کچالو پخيږی .

د دغه خوراک د پخولو لپاره توکي:

کچالو (دری سوه ګرامه)

سره مرچ (١٥ ګرامه )

شنه مرچ (١٥ ګرامه)

پياز

مالګه

غوړی

هواجياو (د خوراکونو د خوند زياتولو لپاره يو ډول توکی چې شکل يی دانې ورته دی )

دغه خوراک د پخولو لاره :

لومړی، کچالو پچول کيږی او بيا په منظمه توګه د لرګيو په شان ټوټه کيږی.

دوهم، داسی کچالو په پاکو اوبو کې اچول کيږی او دغه راز به بيا کچالو سپين رنګ او

ښه خوند ولري.

درېيم، مرچ د لرګيو په شان ټوټه کيږی.

څلورم، په غوړيو کې پياز، مرچ او هواجياو سره کيږی.

پنځم ، په ديګ کې کچالو پخول کيږی.

شپږم، کله چې کچالو نرم شي بيا په کې لږڅه غوړی او سرکه اچول کيږی .

اووم، يوه شېبه وروسته به دغه خوراک جوړ شي.

د کارپوهانو په اند کچالو ډير غذايی توکی لري. د بېلګې په توګه په هر سل ګرامه کچالو کې دری سوه ميکروګرامه پتاشيم لري.

د پښتو ويبپاڼې قدرمنو مينه والو تاسو د دغه خوندور چينی خوراک د پخولو په اړه چې په چين کې ډېر دود لري، معلومات ولوستل. که تاسی غواړئ د چين د بېلابېلو خوړو په اړه نورمعلومات ترلاسه کړئ موږ ته يی په اړه وليکئ او خپلې پوښتنې راوليږئ . هيله ده د چينی خواړو پخولو لارې چارې مو خوښې شوې وی، کله چې چين ته سفر وکړئ نو له چينی خواړو سره به اشنا وئ او خوند به تری واخلئ. ستاسی د روغتيا په هيله!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای