د سی ارای پښتو ويبپاڼې ګرانو لوستونکيو ! السلام عليکم . ښايی تاسی د چين له خوړو سره اشنا وئ . چين يو لوی هيواد دی هره برخه يې ځانګړي خوراکونه لري او يو له بل سره توپير لري، موږ هڅه کوو چې تاسو ته د پښتو وېبپاڼې له لارې د چينی خواړو او د هغو د ډولونو په اړه معلومات وړاندی کړو. د بېلګې په توګه د شين جيانګ اويغوری قوم خواړه چې د افغانستان له خواړو سره ورته دي او ډېر توپير نه لري. د سه چوان خواړه، د ګوانګ دونګ خواړه ، د ان هوی خواړه او داسی نور په چين کې ډېره شهرت لری. د پروګرام په دې برخه کې به د کب د پخولو په اړه څه معلومات وړاندی کړو.
د دغه خوراک د پخولو لپاره توکي:
کب (څلور سوه ګرامه)
پياز
زنجبيل
سرکه
بوره
مالګه
غوړی
د دغه خوراک د پخولو بهير:
لومړی، کب پاکيږی.
دوهم،په پاکو اوبو کې کب توديږی.
دريم،له ديګ څخه کب ايستل کيږی او د کب پر مخ مالګې اچول کيږی.
څلورم،په غوړيو کې پياز او زنجبيل سره کيږی.
پنځم، پر کب باندی پياز، زنجبيل او غوړی اچول کيږی.
شپږم ، په ديګ کې کب دميږی.
ګرانو دوستانو! دغه خوراک نه يوازی خوندور دی بلکې ډېر ګټور غذايی مواد هم په کې شامل دی. د پښتو ويبپاڼې قدرمنو مينه والو تاسو د کب د پخولو په اړه چې په چين کې ډېر دود لري، معلومات ولوستل. که تاسی غواړئ د چين د بېلابېلو خوړو په اړه نورمعلومات ترلاسه کړئ موږ ته يی په اړه وليکئ او خپلې پوښتنې راوليږئ . هيله ده د چينی خواړو پخولو لارې چارې مو خوښې شوې وی، کله چې چين ته سفر وکړئ نو له چينی خواړو سره به اشنا وئ او خوند به تری واخلئ. ستاسی د روغتيا په هيله!
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |