CRI Online

د چين په ګو لانګ يو ټاپو کې دوه جرمني اوسيدونکي

cri     (GMT+08:00) 2014-03-18 08:49:36

ګرانو دوستانو، د چين په جنوب کې د شيا من ښار د ګو لانګ يو په نوم ټاپو د ډېرو ښکليو طبيعي منظرو په لرلو سره نه يوازې ډېر کورني سيلانيان بلکې بهرني سيلانيان هم راجلبوي. د بهرنيان په چين کې پروګرام نننۍ کړۍ کې به له ما زرينې سره ګو لانګ يو ټاپو ته لاړ شئ او هلته به له دوو جرمني ځوانانو سره اشنا شئ!

د جرمني ساسيج پلورنځی چې د جرمني ځوان اوي او ويتيک لخوا په ګډه جوړ شوی، په تېره مياشت کې په ګو لانګ يو ټاپو کې پرانيستل شو او په دې پلورنځي کې جوړشوی ساسيج د دوي لخوا په خپلو لاسونو جوړيږي .

د ګو لانګ يو ټاپو د يو سمسور واټ پر يوه غاړه يو جرمني ځوان چې لارويانو ته د خپلو خوړو پر معرفي کولو بوخت و، ويتيک نومېږي، د هغه په وړاندې په فولادي تختې باندې څو دانې ساسيجونه او ډوډۍ پخول کيدې. دغه راز د هغه ترڅنګ پر يو مېز باندې څو ډوله سبزۍ او رنګارنګ ر د روبوپليټونه ايښودل شوي دي. ويتيک په لوړ اواز سره خپل ساسيج معرفي کړو چې له امله يې ډېر لارويان راجلب کړل، ځينو يې انځورونه واخيستل او ځينو يې غوښتل چې له دی ښکلي بهرني ځوان سره يوځای انځورونه واخلي. البته زياترو يې له ويتيک څخه څو دانې جرمني سانسيجونه هم واخيستل .

د پلورنځي يو بل خاوند اوي راغی، اوي په ډېرو تودو احساساتو سره ساسيج پلورل او کله به يې د راغونډ شويو لارويانو د توجه راجلبولو لپاره شپيلکي وهل او يا يې په غټ اواز نارې وهلې. دغه دواړه جرمني ځوانان د دې جرمني ساسيج پلورنځي لپاره جلا دندې لری. اوي ساسيج جوړوي. هغه وايي چې عمومأ په يو هامبورګر يعنې د غوايي د غوښې په يوه سرې شوې ټوټه کې ١٢٥ ګرامه غوښه وي ، خو د دوی لخوا په يو جوړ شوی ساسيج کې ٢٥٠ ګرامه غوښه ده، دغه راز د دوی لخوا پلورل شوی هامبورګر د اوي د مېرمن لخوا جوړيږي. ويتيک خاص هامبورګر پلوري ، ځکه چې هغه روانه چيني ژبه ويلای شي. اوي او ويتيک دواړه پر خپلې سوداګرۍ ډېر باور لري، اوي په دې هکله داسې وويل:

((جرمني هامبورګر زموږ يوازينی غوره والی نه دی. موږ خپل دوکان لرو او موږ پخپله خوراکونه جوړوو ، زموږ خوراکونه نه يوازې ډاډمن دي، بلکې زموږ جوړ شوی روب اروپايي خوند لري او د لويانو او ماشومانو لپاره مناسب دي . ))

اوي دا هم وويل، هغه هره ورځ د اوه لسو اته لسو ساعتو لپاره کار کوي او د سهار په پنځو بجو پاڅيږي او د شپې په يوه بجه ويده کيږي. نو کارونه يې ډېر ستړي دي. خو ولې دواړو جرمني ځوانانو خپل ټاټوبی پرېښود او د سوداګرۍ لپاره له ډېر لېری ځايه چين ته راغلل؟ اوي په دې هکله وويل چې له شيا من ښار سره مينه چين ته د ده د راتګ لامل شو.

(( شيا من زما ډېر خوښ دی، دا يو ډېر ښايسته ښار دی، دلته ښاريان ډېر ميلمه پال او دوستانه دي او چاپيريال يې هم ډېر ښه دی.))

اوي پخوا يو قصاب و، دوه نيم کاله مخکې هغه شيا من ته راغی او بيا له ويتيک سره اشنا شو. دواړه ځوانان د تيرکال په مارچ مياشت کې د جرمني ساسيج يو پلورنځي جوړ کړ. اوی مېرمن او دوې لوڼې لري، اوي وايي چې زما خوب ريښتيا شوی چې په نيکمرغي سره روغ او جوړ په شيا من ښار کې ژوند کوم.

شپږ ويشت کلن ويتيک هم له چين سره علاقه لري، هغه په بريټانيا کې زده کړه کړې وه او په هغه موده کې يې له يو چيني محصل سره اشنا شو . دوه کاله مخکې هغه شيا من ښار ته راغی او هره ورځ به يې چيني ژبه زده کوله. اوس هغه له يوې چيني نجلۍ سره مينه پيدا شوه ، دغه چيني نجلۍ په شيا من کې يوه محصله ده، هغه د خپل ملګري له کاروبار څخه ډېر ملاتړ کوي .

يوه موده کيږي چې دغه کوچنی پلورنځی پرانيستل شوی، د دوی سوداګرۍ ښه ده، که څه هم دوی هره ورځ د سوداګرۍ له لاسه ډېر ستړي وي، خو دوی لاهم په خوشاليو سره ژوند کوي او هيڅکله به خپل خوب له لاسه ور نه کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای