CRI Online

افغان ديپلومات له جيانګ سو ولايت څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-11-20 16:37:00

د نومبر په ١٦مه نېټه د ٢٠١٧ کال لپاره جيانګ سو ولايت ته په چين کې د نورو هېوادونو ميشتو ديپلوماتانو د سفر په نوم فعاليت پای ته رسيدلی دی.دغو ديپلوماتانو په وار سره د ياد ولايت د نان جينګ، جن جيانګ او تای جو له ښارونو څخه ليدنې وکړې او د اقتصادي پرمختګ، د کلتوري ميراثونو اخيستلو او د چاپيريال ساتنې په برخو کې يې د دې ولايت په باب ګټور او په زړه پورې معلومات تر لاسه کړل. په چين کې د افغانستان سفارت اتاشه مردان علي قاسمي د چين د نړيوالې راډيو له خبريال سره مرکه وکړه.

له جيانګ سو ولايت څخه ليدنه د ښاغلي قاسمي لومړۍ ليدنه ده او دا پنځه ورځنی سفر د ده لپاره ډېر په زړه پورې دی .هغه وويل چې دغه سفر يو د يادونې وړ سفر دی.

په نان جينګ ښار کې قاسمي د دې ښار اوږد تاريخ احساس کړی او تر هغه وروسته يې د جن جيانګ ښار د کليوالو سيمو ،د چين د طبي مرکز، د شينګ هوا د الکترونکي چارو له صنعتي سيمې څخه ليدنه وکړه.هغه په دې حيران دی چې د چين اقتصادي پرمختيايي انډول دومره چټک دی او د چاپيريال ساتنې په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي.هغه وويل چې د دې فعاليت هره برخه د خوښۍ وړ ده .

د نومبر د ١٦مې نيټې په سهار ديپلوماتيک پلاوي د جيانګ سو ولايت د شينګ هوا ښار د جاو يانګ هو منځنی مکتب ته ولاړ او هلته يې ندارې يې کتلی دی.

شينګ هوا د ښامار د نمايش ټاټوبي په توګه بلل کيږي .ديپلوماتانو د لوبغاړو تر لارښوونې لاندې د دې نمايش تمرين تر سره کړ او له دې امله خوشحاله وو چې پکې ګډون يې وکړ. قاسمي وويل چې د ماشومانو ننداره ډېره ښه ده چې ور څخه د دوی روحيه ښکاري.ښامار د چينايانو د روحيې سمبول دی.ددغو ماشومانو د نندارې تر کتلو وروسته مې د ښامار روحيې د ميراث ساتنې په باب لږ څه معلومات تر لاسه کړل.

د همدې ورځې په ماسپښين ديپلوماتانو د شينګ هوا په اوبو کې له ځنګلونو څخه ليدنه وکړه .قاسمي وويل چې چين د چاپيريال ساتنې په برخه کې ډېرې هڅې کړې او کوي يې.په اوبو کې ځنګلونه د دې ښار په شمال لويديځ کې پروت دی چې د تېرې پېړۍ په اتمه لسيزه کې شاړې ځمکې وې.خو د ځايي وګړو تر کوښښونو وروسته ډېرې ونې کېښودل شوي چې تر اوسه پورې يې مساحت شاوخوا اويا هېکتارو ته رسيدلی دی .ديپلوماتانو د بېړيو په وسيله له دغو ځنګلونو څخه تېر شول او ښکلی ايکولوژيکي چاپيريال يې احساس کړ. ښاغلي قاسمي وويل چې دغه ځنګلونه ډېر ځانګړی او ښکلي دي چې د چاپيريال ساتنه د دغې منظره لرونکي ځای له ادارې سره يو ځای شوې ده او د سرچينو کارونې ترڅنګ چاپيريال په ښه توګه ساتل شوی او هوا پاکه شوې ده.

د دې ولايت خلک ډېر شوقي او ذوقي دي چې دې راباندې اغيزه کړې ده او ور څخه ښکاري چې د چين د ټولنيزې ترقۍ د موندلو په عين وخت کې د خلکو ژوند او عدتونه لوړ شوي دي.

ښاغلي قاسمي د چين له پنځلسو ولايتونو څخه ليدنې کړې دي. هغه وويل چې دغه سفر د تېرو سفرونو په شان په زړه پوری دی او تر دې وروسته به افغان دوستانو ته د جانګ سو ولايت په باب ښه معلومات وړاندې کړي او غواړي چې لازيات افغانان د جانګ سو ولايت ته سفر وکړي او د چين پرمختيايي لاسته راوړنې له نژدې وګوري.د مرکې په پای کې هغه په خوښۍ د جانګ سو ولايت له خلکو څخه مننه څرګنده کړه. جيانګ سو ولايت د چين د چټک پرمختګ يوه غوره نمونه ده او ترې ديپلوماتانو د چين پرمختيايي معلومات او تجربې تر لاسه کړې دي. جيانګ سو ولايت ته په چين کې د نورو هېوادونو مېشتو ديپلوماتانو سفر پای ته رسيدلی دی .خو دوی دغه تجربې او خاطرې خپلو هېوادونو ته له ځان سره وړي

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای