CRI Online

د پوهې تمليکي حق نړيوال سازمان: په ابتکاري او نوښتي کارونو کې د ښځو برخه اخيستنه د اصلاحاتو او بدلونونو لوی خوځنده ځواک ګرځېدلای شي.

cri     (GMT+08:00) 2018-05-10 14:45:01

ښاغلي ګوري په خپله وينا کې دې ته اشاره وکړه چې د احصايې له مخې، په نوښتي او ابتکاري کارونو کې د ښځو د برخې اخيستنې سويه د نارينه وو په پرتله ډېره ټيټه ده. دا د ښځو لپاره مساوي نه ده او نړۍ ته زيان هم ګڼل کېږي. زموږ نړۍ يوې داسې ډلې ته اړتيا لري چې له ګډو او سختو ننګونو سره مقابله وکړي. هغه وويل:

(اواز)

سږ کال د پوهې تمليکي حق د نړيوالې ورځې عمده موضوع دا ده چې د اصلاحاتو او بدلونونو خوځنده ځواک: په ابتکاري او نوښتي کارونو کې د ښځو برخه اخيستنه. دا د ټولې نړۍ لپاره يوه اهميت لرونکې مسئله ده. نو ځکه زه له هر انسان څخه غوښتنه کوم چې تر خپلې وسې پورې په نوښت کې د ښځو ګډون پرمخ بوزي.

هغه وويل چې د بېلګې په توګه په ۱۹۹۵ کال کې د پوهې تمليکي حق نړيوال سازمان تر چوکاټ لاندې د امتيازي حق د همکارۍ تړون په استعمالولو سره د وړاندې شويو امتيازي حق نړيوالو غوښتن ليکونو په منځ کې يوازې ۱۷٪ يې د ښځو لخوا وړاندې شوي. خو اوس دا زيری دی چې دغه انډول اوس ګام په ګام لوړېږي. اوس په ټولو نړيوالو غوښتنليکونو کې يو په درېيمه برخه يې په ښځو پورې اړه لري.

هغه دا هم وويل چې د پوهې تمليکي حق د شتون موخه د نوښت او ابتکار هڅونه ده تر څو چې د ژوند کيفيت لوړ شي، اقتصادي چارو ته پرمختګ ورکړی شي او د اقليمي بدلون، د خوړو امنيت او روغتيا په شمول له يو لړ اصلي ننګونو سره مقابله وشي. له يادو ننګونو سره مقابله د ټولو انسانانو سرچينې ته په کار ده. د ښځو کمه ونډه څرګندېږي چې اوس د نوښت او ابتکار سويه دومره لوړه نه ده او انسانان د نوښت په اثر ټولې راوړونکې ګټې نه شي تر لاسه کولای.

د پوهې تمليکي حق نړيوال سازمان هم په دې ورځ يوه اعلاميه خپره کړه او څرګنده يې کړه چې نن ورځ بې شمېره ښځې د علم، تخنيک، سوداګرۍ او هنر په شمول برخو کې خپل اوازونه پورته کوي. د دوی خدمتونه د هڅونې وړ دي او د انسانانو په ژوند کې بدلونونه راوړي او نړيوال اصلاحات پرمخ بيايي. نو د يادې نړيوالې ورځې په مناسبت د فعاليتونو موخه د لا زياتو پوهو د تر لاسه کولو لپاره د ښځو هڅونه او په ابتکاري او نوښتي کارونو کې د ښځو پر ګډون فکر کول دي.

د ۱۹۷۰ کال د اپريل په ۲۶مه نېټه د پوهې تمليکي حق نړيوال سازمان په رسمي توګه جوړ شو. د دغه سازمان د پرېکړې له مخې له ۲۰۰۱ کال څخه د هر کال د اپريل ۲۶مه نېټه د پوهې تمليکي حق د نړيوالې ورځې په توګه ټاکل کېږي او موخه يې د نوښت او ابتکار پر اهميت د انسانانو پوهېدا زياتول دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای