د مې په ۱۰مه نېټه د هند په کلکاتا کې د چين عمومي قونسولګرۍ د ۲۰۱۸ کال لپاره د چين د لوړې ښوونې نندارتون يعنی د زده کوونکو د راجلبولو فعاليت تر سره شو. دغه نندارتون او فعاليت د ځايي ټولنې او وګړو د زياتې پاملرنې وړ ګرځېدلی دی.
دغه نندارتون د چين د عمومي قونسولګرۍ او د کلکاتا د چيني ژبې ښوونځي په ګډو ترتيباتو سره تر سره شو. د هندي فدراسيون پارلماني غړيو، د لويديځ بنګال ايالت حکومتي چارواکيو او د دغه ايالت پارلماني غړيو، د ځينو هندي پوهنتونونو او سوداګريزو ټولنو مسؤلينو، څو زرو هندي زده کوونکو او ښوونځيو په دغه نندارتون کې ګډون کړی و.
د هند په کلکاتا کې د چين عمومي قونسول ما جان وو داسې معلومات ورکړل چې څه دپاسه ۶۰ چيني پوهنتونونو، د شان دونګ، هه نان او ګوی جو په شمول د ځينو ولايتونو حکومتي څانګو دغه نندارتون ته خپل استازي لېږلي او د هند ځايي حکومت هم دغه نندارتون ته په ډېره درنه سترګه کتلی چې د نندارتون د تر سره کولو او د اړوندو معلوماتو په خپرولو کې يې زياتې مرستې او ملاتړ برابر کړی دی. هغه څرګنده کړه چې د هندي زده کوونکو لپاره د چين پوهنتونونه زياتې ښيګڼې لري.
( لومړی اواز)
زيات شمېر هندي زده کوونکي داسې ليوالتيا لري چې د زده کړې لپاره چين ته ولاړ شي. ځکه چې د چيني پوهنتونونو ښوونيز کيفيت نسبتاً ښه، او لګښت يې هم ټيټ دی. د دې تر څنګ چين له هند نه دومره لېرې نه دی.
د ښاغلي ما جن وو په وينا زيات شمېر هندي زده کوونکو په بهرنيو هېوادونو کې د زده کړې لپاره چين د خپل لومړي انتخاب په توګه ټاکلی دی. دغه ښوونيز نندارتون دغو هندي زده کوونکو ته يوه نوې کړکۍ پرانيستلې او په چين کې د زده کړې او ژوند ښه فرصتونه ورته ښيي. سامر د کلکاتا د چيني ژبې په ښوونځي کې څه دپاسه نيم کال زده کړې کړې دي. خو هغه تل نه پوهېده چې څنګه د زده کړې لپاره چين ته ولاړ شي. هغه ياد نندارتون ته ولاړ او د هرې عرفې مشخص معلومات يې راټول کړي دي.
( دوهم اواز)
دلته موږ د زياتو چيني پوهنتونونو اړوند معلومات تر لاسه کولای شو. زه به يقين چين ته ولاړ شم. زه د چين له ژبې او کلتور سره علاقه لرم، نو ځکه زه غواړم هلته ولاړ شم.
د لګښت پر ټيټوالي او جغرافيايي غوره والي برسېره ښوونيزه او علمي سويه هم د زياتو هندي زده کوونکو د پاملرنې وړ ټکی دی. د لويديځ بنګال ايالت د ښوونيزو چارو مرستيال ښاغلي ډاکتر شوکله دا نظر لري چې د چيني پوهنتونونو ښوونيزه سويه ډېره لوړه ده او له هندي پوهنتونونو سره زياتې همکارۍ کولای شي. ښايي په راتلونکې کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ښوونيزه همکاري لا پياوړې او نژدې شي.
( درېيم اواز)
چين زيات شمېر داسې پوهنتونونه لري چې د ابتکار او څېړنې په برخو کې پرمختللی ځای نيسي. زما په باور د هندي او چيني پوهنتونونو لپاره زموږ ترمنځ د همکارۍ ستر پټ توان شتون لري. موږ په ګډه لا سترې څېړنيزې لاسته راوړنې رامنځته کولای شو.
20180521
|
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |