CRI Online

په چين کې د کلتوري او طبيعي ميراثونو دوهمه ورځ رارسېدلې ده.

cri     (GMT+08:00) 2018-06-11 14:44:05

د جون ۹مه نېټه په چين کې د کلتوري او طبيعي ميراثونو دوهمه ورځ وه. د هېواد په بېلا بېلو ځايونو کې د دغې ورځې د يادونې او د اړوندو معلوماتو د خپرولو لپاره زرګونه تبليغاتي فعاليتونه تر سره شوي دي.

اوس د چين ۵۲ کلتوري او طبيعي ميرانونه د م م د يونيسکو د نړيوالو ميراثونو په ليست کې شامل دي چې دغه شمېر په نړۍ کې دوهم ځای نيسي. دغه راز ۳۹ غير مادي کلتوري ميراثونه د يونيسکو د غیر مادي کلتوري ميراثونو په ليست کې خپل ځايونه لري چې دغه شمېر په نړۍ کې تر ټولو زيات دی. د چين د ځنګلدارۍ او چمن چارو دولتي ادارې د نړيوالو ميراثونو په اړه د کارپوهانو کمېټې مشر او د چين د علومو اکاډمۍ اکاډميسن ښاغلي ليو جيا چي څرګنده کړه:

په چين کې د طبيعت رنګا رنګ منظرې ليدل کېږي، سمندر، غرونه، ډنډونه، لوندې ځمکې، ځنګلونه، چمنونه، صحراګانې، درې او داسې نور. د دې تر څنګ زموږ په هېواد کې ۱۲ ميراث ساتونکي ځايونه، ۴ طبيعي او کلتوري ميراث ساتونکي ځايونه، د نړۍ په کچه ۳۷ جيالوجي پارکونه او د هېواد په کچه ۲۰۶ جيالوجي پارکونه جوړ شوي دي.

نړيوال ميراثونه د ټولو انسانانو ګډه شتمني ده چې نه يوازې ترې د انسانانو رواني او کلتوري ارزښتونه څرګندېږي، بلکې د ځمکنۍ کرې په ايکولوژيکي امنيت پورې اړه لري. په ۱۹۸۵ کال کې د نړيوالو کلتوري او طبيعي ميراثونو د ساتلو په تړون کې له ګډون راهيسې د چين حکومت تل دې ته په درنه سترګه کتلی، د ياد تړون مراعات يې کړی او د ميراث ساتلو چارو د چټک پرمختګ په موخه يې يو لړ تدبيرونه نيولي دي. د چين د ځنګلدارۍ او چمن چارو د دولتي ادارې مشر جانګ جيان لونګ په دې اړه وويل:

( دوهم اواز)

د ۳۰ کلونو په نه ستومانه کېدونکو هڅو سره په چين کې د مرکزي، ځايي حکومتونو او د ميراث ځای ۳ کچو اداري ارګانونه او ټيمونه جوړ شوي چې د پلانولو،ابادۍ، ادارې، ساتنې، څارنې او قانون تطبيق کارونه په اغېزمنه توګه تر سره شوي دي. اوس چين ۱۲ نړيوال طبيعي ميراثونه، ۴ طبيعي او کلتوري ميراثونه لري چې عمومي مساحت يې ۶۸ زرو مربع کيلومترو ته رسېږي.

له تېرو څو کلونو راهيسې چين په دې هڅه کې دی چې د کلتوري او طبيعي ميراثونو ساتنه له سيلانيزو چارو سره يو ځای ګډ پرمختګ وموندل شي.

د چين د ځنګلدارۍ او چمن چارو دولتي ادارې مشر جانګ جيان لونګ پر دې ټينګار وکړ چې چين به په راتلونکي کې د کلتوري او طبيعي ميراثونو اداره پياوړې کړي، په دې برخه کې به له اړوندو نړيوالو سازمانونو او حکومتي ارګانونو سسره تګ راتګ او تبادلې ته زور ورکړي، د نړيوالو ميراثونو په اړه په قوانينو، قواعدو او پرمختيايي تمايل به ښه پوه شي. د دې تر څنګ د چين په ګرده ټولنه کې به رنګا رنګ د عامه پوهاوي تبليغاتي فعاليتونه تر سره شي او د عامو خلکو په تېره بيا د ماشومانو او ځوانانو هڅونه به وکړي چې کلتوري او طبيعي ميراثونو ته نژدې شي، اړوند معلومات تر لاسه کړي، ساتنه او ښه پالنه يې وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای