CRI Online

په چين کې بهرنيان د بېلا بېلو هېوادونو پر کريديټ سيستم بحث وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-07-27 15:27:01

په دې وروستيو کلونو کې د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د چټکتيا له امله په اوسنيو قوانينو او ټولنيزې ادارې کې ډېر موضوعات او ستونزې رامنځته شوې دي.اوس د توليداتو شريکول او انټرنټ د ژوند د يوې برخې په توګه خلکو ته ډېرې اسانتياوې برابرې کړې دي، خو د دې ترڅنګ انټرنټي درغلۍ او سرچينو ته د زيانونو رسول هم دېر ليدل کيږي او هغې مسئلې چې ځيني کسان کريديت نه لري او بې باوره دي،د چين اقتصاد او ټولنې پر سالم او دواملرونکي او ثابت پرمختګ منفي اغيزه کړې ده.

په اوسنۍ قانوني ټولنه کې د اتباعو کريديت د ټولو هېوادونو او ټولنيز پرمختګ لپاره ډېر مهم رول لوبوي.د کريديت معياري کېدنه د اړوند نظام له جوړونې او بشپړتيا څخه نه شي جلا کېدای .د کريديت سيستم د اقتصاد او ټولنې د سالم پرمختګ بنسټ دی. په نړۍ کې ډېرو هېوادونو د ټولنيز کريديت د ساتلو او د کريديت سيستم د جوړولو په برخه کې ډېرې هڅې کړې او کوي يې.

الماني محصلې کارو بنيچ چې اوس په بېجينګ کې زده کړه کوي، د ټولنيز کريديت سيستم د يادونې په ترڅ کې زمونږ خبريال ته د يو ځانګړی کريديت سيستم په باب معلومات وړاندې کړل. هغې وويل  په المان کې د ټولنيز کريديت د نظارت او پلټنې دنده په عمده توګه د سچوفا په نوم د شرکت له لارې تر سره کيږي چې د کريديت چارو په اړه د يوه غير حکومتي خدمتي اورګان په توګه د هر الماني د اقتصادي حالت د نظارت او د يادونې دندې پر غاړه لري.د بېلګې په توګه زما په ژوند کې هر حساب زما د کريديت په ريکارډ کې ياديږي که غواړم چې يو کور واخلم، اړوند اورګان به د ياد شرکت په ريکاډ کې زما لوړې و ژورې ليدلی شي او د دې له مخې هغه معلومات تر لاسه کوي چې ايا زه يو باوری کس يم او که نه.

په المان کې د ټولنيز کريديت سيستم د کريديت له ملکي خدمتي سيستم او د حکومتي عامه کريديت سيستم څخه جوړيږي.چې په دې جمله کې د کريديت ملکي خدمتي سيستم د شرکتونو او شخصيتونو لپاره خدمتونه کوي او د حکومت تر لارښوونې لاندې د ټولې ټولنې لپاره هم خدمت برابروي. د عامه کريديت سيستم چې استازی يې د المان د مرکزي بانک د پورونو د ثبتېدو مرکز دی ، له قوانينو سره سم د کريديت د ملکي اورګانونو مهمه او باوري سرچينه، د تګلارو جوړوونکی او د ټولنيز کريديت د نظارت اداره ګرځېدلې ده.

ستيفاني ګوديک له اطريش څخه راغلې او په بېجينګ کې د الماني ژبې ښوونکې ده.هغه نه يوازې خپل چيني نوم لري بلکې له چين او چيني زده کوونکو سره ډېره مينه هم لري.هغې په مرکه کې داسې وويل زما په اند زياتره چينايان باور او کريديت لري چې دا له چيني کلتوري عنعنې سره تړاو لري. د چين له اقتصادي پرمختګ سره سره به په دې برخه کې د چينايانو چلند لا ښه شي.

د المان په شان په نورو اروپايي هېوادونو کې د ټولنيز کريديت نسبتآ بشپړ سيستمونه جوړ شوي دي .د بېلګې په توګه په اطريش ، فرانسه ، بلژيک او ايټاليا کې د کريديت سيستمونه له المان سره ورته دي.په اطريش کې کريديت يوه ټولنيزه مسئله ده چې سيستم يې د خلکو د عايداتو او مالي حالت سره سم جوړ او بشپړ شوی دی.

د بېلا بېلو هېوادونو د کريديت سيستمونو جوړونې او ادارې د چين د اړوند سيستم د جوړولو لپاره ډېرې تجربې برابرې کړې دي.په چين کې د دغه سيستم د جوړونې موخه دا ده چې د کريديت لرل د يوه عادي ټولنيز حالت په توګه وټاکل شي او د چين په ټولنيز کلتور کې شامل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای