CRI Online

د شي جين پينګ په کيسو کې افريقايي سوداګران او د چين يي وو ښار

cri     (GMT+08:00) 2018-09-04 15:02:28

له دې وروستيو څو کلونو راهيسې د چين او افريقا ترمنځ اقتصادي او سوداګريزه همکاري ورځ په ورځ د فعالېدو او زياتېدو په حال کې ده. مخ په زياتېدونکي افريقايان د خپلو هيلو د پوره کولو په موخه د چين ګوانګ جو، شانګهای او يي وو ښارونو ته راغلي دي. د دې تر څنګ زيات چيني سوداګران هم افريقا ته تللي دي او هلته يې سوداګريز فرصتونه پيدا کړي دي.

د ۲۰۱۵ کال په دسمبر مياشت کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ افريقا ته په خپل دوهم رسمي سفر تر سره وکړ. په هغه موده کې د جنوبي افريقا په جهانيسبورګ کې د چين او افريقا د تجهيزاتو نندارتون تر سره کېدل. په دغه نندارتون کې د چټک اورګاډي، بادي برېښنا او ذروي انرژۍ په شمول د چين يو لړ غوره تجهيزات او تخنيکونه د لومړي ځل لپاره په افريقا کې وښودل شول. د تصديو خاوندانو رئيس شي جين پينګ او د افريقايي هېوادونو مشرانو ته بلنې ورکړې چې له نژدې نه خپلې غرفې او توليدات وګوري. نو رئيس شي جين پينګ د چين او افريقا د تصديو خاوندانو په لويه غونډه کې ګډون وکړ. هغه د چين او افريقا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ په اړه وويل:

نننۍ افريقا له انرژۍ او خوځنده ځواک څخه ډکه ده چې د چين او افريقا ترمنځ اقتصادي او سوداګريزه همکاري بې سارې لوړې سويې ته رسېدلې ده. د تصديو زيات چيني خاوندان د پانګونې يا سوداګرۍ لپاره افريقا ته راغلي او زيات شمېر افريقايي ملګري د کار او سوداګرۍ لپاره چين ته هم تللي دي. ما هم پخوا په جه جيانګ ولايت کې کار کړی دی، هلته يو کوچنی ښار دی چې يي وو نومېږي، د کوچنيو توکو د نړيوالې پلازمېنې په توګه بلل کېږي. نن ورځ څو زره افريقايي سوداګران هلته ژوند او سوداګري کوي.

رئيس شي جين پينګ څرګنده کړه: چين په رښتينۍ توګه هيله لري چې له افريقايي هېوادونو سره خپلې پرمختيايي تجربې شريکې کړي او په افريقا کې د صنعتي کېدو بهير د چټکولو لپاره پانګې، تخنيکونه او انساني روزنې برابرې کړي. هرکلی کوو چې افريقا د چين د پرمختګ پر چټک اورګاډي سپره شي څو چې د چين لا زياتې پرمختيايي لاسته راوړنې د چين او افريقا خلکو ته ګټې ورسوي. افريقا ته د دغه سفر په ترڅ کې رئيس شي جين پينګ هم اعلان وکړ چې چين غواړي په راتلونکو دريو کلونو کې له افريقا سره لس همکاريز پلانونه پلي کړي تر څو چې د صنعتي کېدو او د کرنيزو چارو عصري کېدو بهير پرمخ يووړل شي او افريقا پخپله دوام لرونکی پرمختګ ومومي.

د دواړو خواوو په ګډو کوښښونو سره د چين او افريقا ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ واقعي لاسته راوړنې خپلې کړې دي. د اړوندو شمېرو له مخې، په ۲۰۱۷ کال کې د چين او افريقا ترمنځ سوداګريز حجم ۱۷۰ مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی او چين د مسلسلو ۹ کلونو لپاره د افريقا لومړی لوی سوداګريز همکار ګرځېدلی دی. دغه راز افريقا په بهر کې د چين درېيمه لويه پانګه اچونکې موخه هم ګرځېدلې ده. په افريقا کې د چين د بېلا بېلو ډولو پانګو عمومي اندازه له ۱۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتې ده چې د ۲۰۰۰ کال په پرتله څه دپاسه سل چنده زياته شوې ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای