CRI Online

جرمني خبريال د عکسونو په اخیستلو سره له تېرو ۴۰ کلونو راهيسې د چين چټک پرمختګ ثبتوي.

cri     (GMT+08:00) 2018-09-17 10:59:50

د اصلاحاتو او ورخلاصون د پلې کېدو له تېرو ۴۰ کلونو راهيسې په چين کې ستر بدلونونه راغلي دي. د جرمنۍ نجربه لرونکي خبريال ماتين کومر له ۴۰ کلونو راهيسې د دغو بدلونونو بې شمېره عکسونه اخيستي او په خپلو عکسونو سره يې د چين ستر بدلونونه ثبت کړي دي.

۷۹کلن ماتين کومر پخوا په اروپا کې د تر ټولو لويې مطبعې د مرستيال عمومي ايديتر په توګه دنده تر سره کړې. په ۱۹۷۶ کال کې هغه د لومړي ځل لپاره د څو جرمني مامورينو په ملګرتيا چين ته راغلی و او هغه مهال د شانګهای او شن جن په شمول څو ښارونو ته تللی. ۳۰ کاله وروسته کومر بيا په ۲۰۰۶ کال کې چين ته سفر وکړ او يو ځل بيا شن جن ته ولاړ. کله چې هغه د دوهم ځل لپاره شن جن ښار ته ورسېد، بيخي حيران شو. هغه وويل:

۳۰ کاله مخکې يو کوچنی کب نيونکی کلی نن ورځ په يو ډېر معاصر او لوی ښار بدل شوی دی. دغه ډول لوی ښار په جرمني کې نشي پيدا کېدای. برلين يوازې ۳.۴ مليونه او همبورګ ۱.۸ مليونه تنه نفوس لري. نن ورځ په شن جن ښار کې جګې جګې ودانۍ، معاصر دوکانونه او رستورانتونه ډېر ليدل کېږي. نو زما په نظر په هغه وخت کې د ښاغلي دنګ شياو پينګ پرېکړه خورا سمه او مهمه ده چې هانکانګ ته نژدې په شن جن ښار کې د اقتصاد ځانګړې سيمه جوړه شي.

تر ۲۰۰۶ کال وروسته کومر بيا د څو ځلو لپاره د چين او جرمني ترمنځ تګ راتګ کړی. د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې، د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو ۶۰ کليزې د نمانځنې په مراسمو او د شانګهای په نړيوال نندارتون کې دغه جرمني خبريال برخه اخيستې وه. هغه د کمرې په کارولو سره د چين يو لړ تاريخي وختونه ريکارډ کړي دي. له ۲۰۱۰ کال وروسته هغه د جرمني په همبورګ ښار کې د چين—د جمهوريت ۶۰ کليزې په نوم د عکسونو نندارتون او د همبورګ او شانګهای ښارونو ترمنځ د دوستانه اړيکو د ټينګېدو د ۲۵ کليزې په مناسبات د عکسونو نندارتون په شمول د يو لړ نندارتونونو کوربتوب کړی چې د چين او جرمني د خبري رسنيو او خلکو د زياتې پاملرنې سبب شوي دي. ښاغلي کومر څرګنده کړه چې هغه هر وخت خپل نوي عکسونه په نندارتونونو کې شاملوي څو چې نندارچيان د چين په اړه وروستي او تازه معلومات تر لاسه کړي.

لس ګونه کاله دمخه د زياتو کسانو په فکر کې چين يو داسې سوسياليستي هېواد چې په دايمي توګه به وروسته پاتې او بې وزله وي، خو د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو تر ۴۰ کلونو وروسته په چين کې د ليدو وړ ستر بدلونونه رامنځته شوي دي. زما په اند نن په اوسنۍ نړۍ کې د چين اغېزه ډېره لويه او مهمه شوې ده.

له ۲۰۰۸ کال راهيسې کومر او د ده مېرمن مګريټ کابو هر کال چين ته راځي. هغه وويل چې په ۱۹۷۶ کال کې کله چې هغه د لومړي ځل لپاره چين ته سفر وکړ، له دغه هېواد سره يې زياته علاقه پيدا کړې ده. هغه د چين په اړه زيات شمېر معلومات راټول کړي، د چين په باره کې زياتو سترو پېښو او مراسمو کې يې ګډون کړی او يو ځل د چيني ځوانانو د واده په مراسمو کې هم حاضر و. نو ځکه هغه او مېرمن يې له چين سره اوس نه بېلېدونکي احساسات پيدا کړي دي. هغه په دې اړه وويل:

چين يو کيسه لرونکې لوی هېواد دی. نه يوازې دا چې چين چيني باب اختراع کړی، بلکې دغه هېواد ډېر غني او لرغونی تاريخ لري. موږ دواړه د بريتانيا، فرانسې او ايتاليا په شمول زياتو هېوادونو ته تللي يو، خو هېڅ يو هېواد د چين په شان دومره جالب نه ښکاري.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای