CRI Online

اروپايي تصدۍ د چين لومړی نړيوال وارداتي نندارتون ته پاملرنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-05 16:48:40

د ۱۹۷۸ کال په مې کې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې له غوره کېدو نه مخکې د چين د دولتي شورا صدراعظم ګوو مو د یوه پلاوي په مشرۍ د لويديځې اروپا له پنځو هېوادونو څخه ليدنه وکړه او هغه حالت يې وکوت چې که څه هم په دغو هېوادونو کې اقتصاد ښه و او د توليداتو تقاضا له عرضې څخه زياته وه او سرمايه او پانګه هم ډېره وه. خو دوی له چين سره د اقتصادي اړيکو له پرمختګ سره ډېره علاقه درلوده. د يادې تګلارې تر پلې کېدو وروسته ډېرې اروپايي تصدۍ په وار سره چيني بازار ته داخلې شوې وې.

اوس مهال د چين د اصلاحاتو د دروازو په لاخلاصېدو سره کورنی صنعتي او مصرفي جوړښت بدل شوی دی. د دې ترڅنګ له ځيرکو توليداتو او غوره کرنيزو توليداتو څخه د چاپيريال ساتنې په اړه تر تخنيکونو پورې اروپايي تصديو په چيني بازار کې خپلو چارو ته ادامه ور کړې او له چين سره يې په ګډه همکاريزه کيسه کړې ده.

د چين لومړی نړیوال وارداتي نندارتون چې ژر به په شانګهای کې پرانيستل شي،هرو مرو به د اروپايي تصديو او چين ترمنځ د همکارۍ لپاره يو نوی ډګر وي.

د اکتوبر په نهمه نېټه په دې نندارتون کې ښودل کېدونکی تر ټولو لوی توليدات يعنې د جرمني وادريشيکو په نوم د شرکت دستګاه شانګهای ته ليږل شوې چې وزن يې يو سل شپږ پنځوس ټنه دي او دقيق والی يې څلور ميکرون ته رسيږي او د موټرو او هوانوردي چارو په اړه ډول ډول پرزي توليدوي.د دې نندارتون د تشکيلاتي کميټې په بلنه د يادې تصدۍ په شمول ډېرې اروپايي تصدۍ د خپلو غوره توليداتو او تخنيکونو په وړلو سره په دې نندارتون کې ګډون غواړي.

د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تر ۴۰ کلونو وروسته چين په نړۍ کې دوهم لوی اقتصادي قدرت او لوی توليدونکی هېواد ګرځېدلی چې له امله يې په چين کې ميشتو اروپايي تصدۍ نه يوازې له ننګونو سره مخ دي او بلکې لازيات سوداګريز فرصتونه تر لاسه کړي دي.په دې هکله په چين کې د سيمنس اجرائيوي مشر هلمند خپل نظر لري.هغه وويل چې د چين د صنعتي جوړښت په بدلېدو سره د سيمنس او چين ترمنځ همکاريزې ساحې او سندونه زيات شوي دي.

د نورو اروپايي تصديو په شان سيمنس چين ته د تخنيکونو د راوړلو ترڅنګ هم د چين له پرمختګ څخه ګټه اخيستې ده. اوس مهال چيني بازار د دې تصدۍ د نړيوالو چارو د پرمختګ لپاره لا مهم دی او تېر کال په چين کې د سيمنس له خوا تر لاسه شوي عايدات اووه مليارډه او دوه سوه مليونه يورو ته رسيدلي دي.

له ياد نندارتونه مخکې په چين کې د اروپايي تصديو د پانګونې زياتوالی د پاملرنې وړ دی . د BMW په نوم شرکت اعلان وکړ چې په چين کې به د اوسنيو توليدي تاسيسآتو د ښه والي او د اړوندو پروژو د تر سره کولو لپاره درې مليارډه يورو پانګه زياته کړي. د دې ترڅنګ د هالنډ د ليټوم بټريو جوړولو شرکت به په چين کې د خپلې فابريکې د جوړولو لپاره يو مليارډ او شپږ سوه مليونه پانګه واچوي چې له امله به يې هر کال د څو لکو موټرو د حرکت کولو لپاره وکارول شي.

په داسي حال کې چې سوداګرۍ ساتي غوښتونکي زيات شوي او سوداګريز اختلافونه سخت شوي ، اروپايي تصدۍ په چين کې خپلو پانګونو ته په درنه سترګه ګوري ،ځکه چې دوی د چيني بازاز پر راتلونکې او د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون پر دوام باور لري. په چين کې د BMW په نوم د شرکت عمومي مدير او اجرائيوي مسئول وي لان ده وويل چې د چين حکومت نړيوالو ته د اصلاحاتو او ورخلاصون دروازه لاخلاصه کړې چې دا يوه مثبته نښه ده او زموږ د شرکت د پرمختګ لپاره ډېره ګټوره ده. هغه زياته کړه چې چيني بازار ته د نړيوالو تصديو د ننوتلو محدوديت کم شوی او له دې امله يې ډېر پرمختيايي فرصتونه برابر شوي دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای