CRI Online

د چيني طب ۱۵مه نړيواله غونډه په روم کې تر سره شوه.

cri     (GMT+08:00) 2018-11-27 15:43:52

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، پر ځايي وخت د نومبر په ۱۷مه نېټه د چيني طب ۱۵مه نړيواله غونډه د ايتاليا په روم کې تر سره شوه. د دغې نړيوالې غونډې سرليک و چې د چيني طب نړۍ او د نړۍ چيني طب.

په دغه دوه ورځنۍ نړيواله غونډه کې د نړۍ له ۳۱ هېوادونو او سيمو څخه راغلي سلګونه تنه د چيني طب کارپوهان راغونډ شوي او د چيني طب د تيوريو، څېړنيز پرمختګ، د درملو د کارولو او له نړيوالو معيارونو سره د سمون خوړلو او د چيني طب او لويديځ طب د ګډولو په شمول پر زياتو مسئلو يې بحثونه وکړل او يو له بل سره يې څېړنيزې لاسته راوړنې شريکې کړې.

د دغې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د چين د چيني طب د دولتي ادارې مرستيال او د چيني طب د نړيوالې ټولنې مشر ښاغلي ما جيان جونګ څرګنده کړه چې د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز له مخې چين به د چيني طب په برخه کې نړيواله همکاري پراخه کړي او په ټوله نړۍ کې به د چيني طب مروجول پرمخ بوزي. د دغې نړيوالې غونډې د تر سره کېدو موخه د چيني طب او درملو د پرمختګ هڅونه او د خپلې نړيوالې اغېزې لوړول دي. هغه په دې اړه ۳ فقره ييز وړانديز وکړ.

( لومړی اواز)

لومړی، د اړوندو طبي کارکوونکو مسلکي سويه دې په چټکۍ سره لوړه شي او د بدني روغتيا د ساتلو په برخه کې د چيني طب رول دې پياوړی شي. دوهم، د چيني طب په برخه کې لا پراخه او واقعي نړيواله همکاري دې تر سره شي. درېيم، د چيني طب نړيوال معيارونه او قاعدې دې جوړې شي.

اوس مهال د چيني طب مفکوره او ځانګړتيا د مخ په زياتېدونکو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو لخوا منل شوې ده. د م م د غلودانو او کرنې سازمان عمومي مدير ښاغلي جوس ګرازيانو سيلوا په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې چيني طب د نړۍ د دوام لرونکي پرمختګ لپاره ګټه لري. هغه وويل:

( دوهم اواز)

لومړی، د چيني طب مفکوره له لويديځ طب سره توپير لري. د چيني طب په اند انسانان بايد په هراړخيزو او عمومي لارو چارو خپل بدن وساتي. د چيني طب په درملنه کې روغتيايي او مناسب خواړه، بدني تمرين، نباتي درمل او داسې نور شامل دي. د دې تر څنګ چيني طب د کرنيزو چارو د پر له پسې پرمختګ لپاره ګټه لري.

د ايتاليا د چيني طب ټولنې مشر ښاغلي هه جيا لانګ څرګنده کړه چې چيني طب يو ډول ډېر اغېزمن طبيعي طب دی. له يوې خوا مخ په زياتېدونکي بهرنيان چيني طب خوښوي، له بلې خوا چيني طب هم د ټولې نړۍ له هر ډول معلوماتو او تجربو څخه زده کړه کوي. نو ځکه په ټوله نړۍ کې څېړنيزې تبادلې د چيني طب د پرمختګ لپاره ستر اهميت لري.

په دغه نړيواله غونډه کې د چيني طب په اړوندو چارو کې زياتو مسلکي کسانو هم ګډون کړی و.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای