CRI Online

د پلازمېنې د فولادو ډلې د پخوانۍ ځای د بيا سمسورتيا او د نوې ځمکنۍ نښې د جوړولو عملي پلان رسماً خپور شو.

cri     (GMT+08:00) 2019-02-18 11:09:35

د فبرورۍ په ۱۳مه نېټه د پلازمېنې د فولادو ډلې پخواني ځای د بيا سمسورتيا او د نوې ځمکنۍ نښې د جوړولو عملي پلان په بېجينګ کې رسماً خپور شو. د معلوماتو له مخې، د اولمپيک ژمنۍ لوبې، کلتور، ايکولوژيکي چاپېريال او نړيوال کېدل به د دغه ځای د راتلونکي پرمختګ مهم عوامل وګرځي.

د پلازمېنې د فولادو ډله پخوا د بېجينګ په لويديځ د شه جيانګ سيمه کې پرته وه او څو کاله مخکې د بېجينګ ښار چاپېريال د ښه والي لپاره بل ښار ته انتقال کړه. اوس ټاکل شوي چې د پلازمېنې د فولادو ډلې په پخواني ځای کې به د لوړې کچې صنعتي چارو عمومي خدمتي سيمه جوړه شي چې عمومي مساحت به يې ۲۲.۳ مربع کليومترو ته ورسېږي.

د بېجينګ ښار د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې مرستيال ښاغلي هونګ جي يوان داسې معلومات ورکړل چې د ياد عملي پلان له مخې به يې تر ۲۰۲۱ کال پورې د پلازمېنې فولادو ډلې د شمالي برخې او جنوب ختيخې سيمې د جوړولو چارې تر سره شي او د جنوبي برخې بنسټيزه ابادي به بشپړه شي.

د دغه عملي پلان په پلی کولو سره به د شاوخوا سيمې چاپېريال او ښاري بڼه نوې شي، د يو لړ بنسټيزو تاسيساتو ابادي به پيل شي او د بېجينګ ښار رنګا رنګ رولونه به ولوبول شي. دغه راز دغه ځای به د بېجينګ ښار بيا سمسورتيا پر يوې نوې ځمکنۍ نښې بدل کړای شي او تر ۲۰۳۵ کال پورې به د ټولې نړۍ په بېلا بېلو پلازمېنو کې د نويو ځمکنيو نښو د جوړولو يوه ښه نمونه وګرځي.

ښاغلي هونګ جي يوان وويل چې د دغه ۳ کلن عملي پلان په رڼا کې به د پخوانۍ فابريکې سيمې پر عام منفغه ځای بدله کړی شي، کلتوري اثار دې د تاريخي ميراث په توګه وساتل شي او د يو پارک په جوړولو سره دې د صنعتي سيلانۍ يو غوره ځای اباد شي. په تېره بيا د خلکو تګ راتګ ته د اسانتياوو برابرولو لپاره دې يو لړ بنسټيز تاسيسات جوړ شي.

موږ به د پلازمېنې فولادو ډلې د پخواني ځای په شاوخوا کې ښاري چاپېريال ښه کړو، ښاري منظرې به جوړې کړو او د ځايي اوسېدونکو لپاره به د بېجينګ ښار په لويديځه برخه کې په زړه پورې استوګنځايونه جوړ کړو. د دې تر څنګ موږ به په دې ځای کې د شه جينګ شان سيمې يو نوی پارک جوړ کړو.

د ياد عملي پلان له مځې، يو لړ سپورټي او ساعتېرۍ پروګرامونه به هم په شاوخوا ځای کې فعال کړای شي. د پلازمېنې فولادو ډله په ۱۹۱۹ کال کې جوړه شوه او په ۲۰۱۰ کال کې هه بۍ ولایت ته انتقال کړای شوه.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای