CRI Online

په چيني تصدۍ کې مصري کارکوونکې حنان

cri     (GMT+08:00) 2019-04-22 15:25:03

روان کال د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز ۶م کال دی. په دغه همکاريز چوکاټ کې زياتو چيني شرکتونو او تصديو د هېواد په بهر کې خپلې چارې پراخې کړې او د ليدو وړ زيات شمېر سترې پروژې يې بشپړې کړې دي. د مصر په نوې پلازمېنه کې د مرکزي سوداګريزې سيمې په توګه پروژه چې جوړول يې د چين د ساختمانۍ ډلې پر غاړه دي، ژر به په افريقا کې يوه نوې ځمکنۍ نښه وګرځي. خو په دغه چيني شرکت کې هم زيات بهرنيان کار کوي. راځئ چې د حنان په نوم د ياد شرکت يوه مصري کارکوونکې دروپېژنو.

مصري کارکوونکې حنان په مصر کې د چين د ساختمانۍ ډلې په فرعي شرکت کې د ۳۱ کلونو لپاره کار کړی دی. هغه د ۲۲ کلنۍ په عمر کې په دغه شرک کې ځان شامل کړ او په مصر کې د چين د ساختمانۍ ډلې د پرمختګ د هرې شېبې عيني شاهده پاتې شوې.

حنان په ۱۹۸۷ کال کې د قاهرې پوهنتون د ادبياتو له پوهنځي څخه فارغه شوه. هغې د خپلو کورنيو غړيو په وړانديز په مصر کې د چين د ساختمانۍ ډلې په نماينده ګۍ کې ګډون وکړ.

کله مې چې په پوهنتون کې زده کړه کوله، معلومات مې پيدا کړل چې چينايان ډېر زيار کښ دي او له کار سره شوق او ذوق لري. هغه وخت مې هېڅ داسې فکر نه کاوه چې په چيني تصدۍ کې به د ګډون فرصت پيدا کړم، خو په اخر کې مې دغه فرصت تر لاسه کړ.

حنان په چيني شرکت کې د ګډون په لومړيو کې حنان د فکر او ژبې په برخو کې له زياتو ستونزو سره مخامخ وه. خو د زياتو چيني همکارانو په مرستې سره يې ټولې ستونزې حل شوې او په ژوند او کار کې يې له چينايانو سره دوستي پيدا کړه.

په پيل کې مې د چين په ساختماني ډله کې دنده ډېره پېچلې وبلله. خو زما چيني ملګرو تل زه هڅولم، نو ځکه ما تر نن پورې د خپل کار په اړه قوي خوځنده ځواک لرم.

حنان د صدات ښار، د قاهرې نړيوال کنفرانس مرکز او تر نن پورې د ابادۍ په حال کې د مصر د نوې پلازمېنې مرکزي سوداګريزې سيمې په شمول د چين د ساختمانۍ ډلې په زياتو مهمو ځايي پروژو کې دندې تر سره کړې. د دې په اند، هغه ډېره نيکمرغه ده چې په يوه چيني تصدي کې کار کوي او هره ورځ له چيني همکارانو سره همکاري کوي. دا ټول د دې د چټک پرمختګ سببونه دي.

ډېر وياړم چې پخپله د مصر او چين په دومره زياتو همکاريزو پروژو کې ونډه لرم او د خپل شرکت لپاره مې زيات خدمتونه تر سره کړي دي. زيات همصنفان مې ډېر وختي وادونه کړي، په کور کې يې اولادونه پيدا شوي، د هغوي روزونه کوي او د کار لپاره بېرون ته نه ځي. خو زه خپله اميد لرم او په چيني شرکت کې ورځ په ورځ زياتې کاري تجربې تر لاسه کوم او په کار کې پر له پسې توګه پر مخ تګ کوم. که په چيني شرکت کې نه وای شامل شوې، نو ښايي يوازې په کور کې به ناسته وم او هره ورځ به مې کورني کارونه کول.

پخوا په مصر کې د حنان په څېر کاري ښځې پخوا په مصر کې ډېر کم پيدا کېدې او ډېرې لږې ښځې له پوهنتون څخه تر فارغ کېدو وروسته په بهرنيو شرکتونو کې کار کوي. نن ورځ د يو کمربند او يوې لارې تر وړانديز لاندې د چين او مصر ترمنځ د بېلا بېلو کچو او ساحو د ژورو همکاريو له امله ځايي خلکو ته د استخدام زيات شمېر فرصتونه برابرېږي. مېرمن حنان څرګنده کړه چې د مصر په نننۍ ټولنه کې د ښځو ټولنيز مقام بدل شوی دی. دوی هم په بېرون کې کار کوي او لا زياتې ټولنيزې دندې پر غاړه اخلي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای