CRI Online

پاکستاني ځواکونه به د چين او پاکستان اقتصادي دهليز د ابادۍ امنيت تامين وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2019-05-20 15:20:53

څو ورځې مخکې د پاکستان په لاهور او ګوادر کې څو ترهګريزې پېښې وشوې چې له امله يې د پاکستان پر امنيتي حالاتو او د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز امنيت په اړه انديښنې راپيدا شوې دي. د پاکستان ملي پوځ د عامو اړيکو ادارې مشر بريد جنرال اصف غفور د مې په ۱۶مه نېټه خبريالانو ته څرګنده کړه چې پاکستاني حکومت به د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز اړوندو پروژو ته لا زيات امنيتي کارکوونکي ولېږي څو چې د دغو پروژو په اړه ټول امنيتي ګواښونه ليرې شي. د دې تر څنګ پاکستان به له چين سره ترهګرۍ ضد خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او ګډ عمليات به تر سره کړي.

د پاکستان د ملي پوځ د عامو اړيکو ادارې مشر بريد جنرال اصف غفور وويل چې د چين او پاکستان اقتصادي دهليز پروژې د پاکستان اقتصاد، په تېره بيا د بلوچستان په شمول د وروسته پاتې سيمو پرمختګ ته ستر خواځنده ځواک برابروي.

( لومړی اواز)

د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز د اړوندو پروژو په روانېدو سره امنيتي ځواکونه هم زيات شوي دي. چينايان په دغو پروژو کې خپلې چارې تر سره کوي او زيات استخدامي فرصتونه جوړوي. اوس د بلوچستان حالت مخ په ثابتېدو دی او ورځ په ورځ پرمختګ کوي. نننی ګوادر د پخوا په پرتله ډېر پرمختګ کړی او په راتلونکې کې به لا ستر پرمختګ ومومي.

څو ورځې مخکې د بلوچستان د ګوادر بندر پر پيرل انترکونتينتر هوټل بريد وشو. بريد جنرال اصف غفور په دې اړه څرګنده کړه: د بلوچستان ازادي بښونکي غورځنګ وغوښتل چې د دغه بريد په جوړولو سره د پاکستان په اړه د بهرنيانو ښه خاطره خرابه کړي. خو د بلوچستان ايالت اقتصادي حالت د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز په اثر ډېر پرمختګ کړی دی. ترهګر او بېلتون غوښتونکي به هرومرو خپلې اغېزې له لاسه ورکړي.

بريد جنرال اصف غفور وويل چې د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز د اړوندو پروژو او چيني پرسونلو خوندي ساتل د پاکستاني پوځ مسؤليت دی. د پاکستان ځواکونه به په راتلونکې کې په دې اړه خپل کارونه پياوړي کړي.

( دوهم اواز)

موږ يو ځانګړی امنيتي ځواک جوړ کړی چې دنده يې د پاکستان په دننه کې د چيني پروژو او پرسونلو د امنيت ساتل دي. دا چې د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز اړوندې پروژې په زياتو ځايونو کې پرتې دي، نو ځکه به موږ يو بل ځواک هم جوړ کړو. تر اوسه پورې کابو ۲۵۰۰۰ تنه پاکستاني افسران او سرتېري په دې اړه کار کوي. پاکستان ټينګه اراده لري چې د ياد اقتصادي دهليز په اړه ټول امنيتي ګواښونه ليرې کړي.

هغه دې ته اشاره وکړه چې د پاکستاني پوځيانو بنسټيزه دنده د اړوندو پروژو او چيني پرسونلو امنيت ساتل دي. اړوند کارکوونکي دې د اداري مقرارتو او امنيتي تړونونو مراعات وکړي، مخکې له مخکې دې موږ ته د خپل سفر او فعاليت د ترتيباتو په اړه خبر راکړي، څو چې زموږ پوځيان امنيتي کارونه تر سره کولای شي.

نوموړي زياته کړه چې پاکستان له تېرو ۲۰ کلونو راهيسې د ترهګرۍ ضد جګړه کې ښکېل سره مخامخ دی او په دې برخه کې يې ډېرې مهمې او سترې قربانۍ ورکړې دي.

( درېيم اواز)

د پاکستان امنيتي حالات د سيمې پر جغرافيايي سياست او اقتصاد پورې اړه لري. موږ د ترهګرۍ ضد جګړې له سترې ننګونې سره مخ يو. دا نه يوازې د پاکستان لپاره ګواښ دی، بلکې د شاوخوا هېوادونو لپاره هم دي. نو ځکه پاکستان په تېرو ۲۰ کلونو کې د زياتو هېوادونو لپاره جګړې کړې دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای