CRI Online

کارپوه: د بېوزلۍ له منځه وړل په چين کې د بشري حقونو چارو تر ټولو لويه لاسته راوړنه ده.

cri     (GMT+08:00) 2019-07-01 16:36:32

د م م د بشري حقونو شورا د ۴۱مې غونډې په ترڅ کې د چين د بشري حقونو څېړنيزې ټولنې لخوا ترتيب شوې د نوي چين د جوړېدو په تېرو ۷۰ کلونو کې د چين د بشري حقونو چارو د پرمختګ او لاسته راوړنو تر سرليک لاندې ناسته د جون په ۲۵مه نېټه د سويس په ژنيو کې تر سره شوه. د چين د بشري حقونو کارپوهانو څرګنده کړې چې د نوي چين د جوړېدو له ۷۰ کلونو راهيسې په دغه هېواد کې د بشري حقونو چارو ستر پرمختګ موندل شوی دی. له دې جملې څخه تر ټولو ستره لاسته راوړنه د بېوزلۍ له منځه وړل دي.

سږ کال د نوي چين د جوړېدو له ۷۰مې کليزې سره برابر دی. له تېرو ۷۰ کلونو راهيسې په چين کې څه دپاسه ۷۰۰مليونه کسانو له بېوزلۍ څخه ځان ژغورلي دي. دغه شمېر په همدې موده کې له بېوزلۍ څخه د ټولې نړۍ د ژغورل شويو کسانو څه باندې ۷۰ سلنه نيسي چې ډېره يوه عجيبه خبره ده. دغه راز د بېوزلۍ د له منځه وړلو ښه پايله په چين کې د بشري حقونو چارو د پرمختګ تر ټولو څرګنده نښه هم بلل کېږي. په ياده ناسته کې د چين په جنوب لويديځ کې د سياسي علومو او قانون پوهنتون د بشري حقونو څېړنيز انستيتوټ استاذ شانګ های مينګ په ښوونيزه برخه کې د بېوزلۍ له منځه وړلو په اړه چيني تجربې شريکې کړې. هغه وويل:

( لومړی اواز)

چين له تېرو لسګونو کلونو راهيسې د بېوزلۍ له منځه وړلو په قصد رنګا رنګ تدبيرونه نيولي. له دې جملې څخه بې وزلو کسانو ته د ښوونې برابرول د بېوزلۍ له منځه وړلو يوه اساسي لار ده. چين په تېرو کلونو کې زياتې ګټورې تجربې راغونډې کړې دي.

هغه داسې معلومات ورکړل چې په چين کې په وار سره بېوزلو کسانو ته د ښوونې برابرولو يو لړ ستراتيژۍ پلې شوي دي چې له بنسټيزو ښوونيزو حقونو څخه د بېوزلو کسانو برخه اخيستنه تضمين شوې او ښه اغېزه يې پيدا شوې ده. په چين کې د بېسواده کسانو انډول د نوي چين د جوړېدو په وخت کې له ۸۰ نه ۴.۰۸سلنې ته ټيټ شوی او په ابتدايي مکتبونو کې د ماشومانو د منلو انډول ۹۹.۹۱سلنې ته رسېدلی دی.

د چين د بشري حقونو څېړنيزې ټولنې غړي ښاغلي لو بو د شي ځانګ په کورواکه سيمه کې د بېوزلۍ له منځه وړلو چارو پرمختيايي حالت معرفي کړ. هغه څرګنده کړه:

( دوهم اواز)

د ۲۰۱۹ کال تر جون مياشتې پورې په شي ځانګ کې د بېوزلو کسانو شمېر له ۵۹۰ زرو نه ۱۵۰ زرو تنو ته او د بېوزلو ولسواليو شمېر له ۷۴ نه ۱۹ ته کم شوی دی. د شي ځانګ ځايي حکومت دا پلان هم ټاکلی چې د روان کال له پای مخکې پاتې ۱۵۰ زره تنه بېوزلي کسان له رکود څخه وژغوري.

د چين د بشري حقونو د څېړنيزې ټولنې مرستيالې سکريترې مېرمن وانګ لين شيا خبر ورکړ چې په چين کې د بېوزلۍ ضد کارونه د بېوزلۍ د رامنځته کولو پر قوانينو د ژور پوهېدو پر بنسټ تر سره شوي دي. له تېرو ۷۰ کلونو راهيسې په چين کې له بېوزلو کسانو سره د مرستې يوه ځانګړې لاره هواره شوې ده.

( درېيم اواز)

چين تر ټولو مخکې دا نظر وړاندې کړی چې د ژوند او پرمختګ حقونه د انسانانو لپاره تر ټولو لومړي بشري حقونه دي. دا د نړۍ لپاره يو مهم خدمت دی. چين د دغه نظر په رڼا کې د بېوزلۍ له منځه وړلو چارې پرمخبيولی او سترې لاسته راوړنې يې موندلې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای