CRI Online

د چين په شينجيانګ کې د تيلو کارکوونکی روز محمد بارک

cri     (GMT+08:00) 2019-07-08 11:28:27

روز محمد بارک د چين د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د تيلو سيمې د استخراج شرکت يو عادي کارکوونکی دی. هغه د شينجينګ د ختن ولسوالۍ د يو ليري کلي اوسېدونکی دی، خو اوس د هېواد په يو غوره کمونېست بدل شوی، د کارګرو د يوې ملي نمونې او د چين د اومو نفتو ډلې د تخنيکي کارپوه په توګه هم ټاکل شوی دی.

په ۱۹۹۱ کال کې ۱۵ کلن روز محمد بارک د قاراماي ښار د مسلکي مهارتونو په ښوونځي کې شامل او تر ۳ کلنې زده کړې وروسته د اومو نفتو په يو کارکوونکي بدل شو. کله چې هغه تازه کار پيل کړ، د چين په ملي ژبې ښه نه پوهېدو او د ده لپاره له نورو همکارانو سره خبرې کول ډېر ستونزمن و. روز محمد بارک وويل:

( لومړی اواز)

د هان قوم همکار مې ما ته وويل چې زياتې خبرې راسره وکړي او ورو ورو به يې ملي ژبه زده شي. په دغه ډول دوستانه فضا کې ما ډېر په خوشحالۍ سره کارونه کول.

د کار په ترڅ کې بارک کله کله له همکارانو څخه جدي زده کړې کولې او تر کار وروسته په خپل تفريحي وخت کې يې هم د قاموس سره سم د چيني ليکدود تمرينونه کول. د تلفظ د سموالي په مقصد هغه هره ورځ راډيويي پروګرامونه اورېدل او د ورځپاڼو خبرونه او تبصرې يې لوستلې. څه کم يو کال وروسته بارک نه يوازې په ملي ژبه روانې خبرې کولای، بلکې ورځپاڼې هم لوستلای شوای.

د ژبې ستونزې تر ليرې کولو وروسته بارک په دې پوه شو چې خپل مسلکي مهارتونه يې لا هم د نورو همکارانو په پرتله ښه نه دي او په منځ کې ستره فاصله موجوده ده. د يوې کاري تېروتنې له امله هغه حتی له عمري خطر سره مخامخ کېدای شوای. تر دې وروسته هغه په دې پوه شو چې مهارتونه د کار کلي ده او د مسلکي مهارتونو په زده کړې يې پيل کړی دی.

( دوهم اواز)

په هغه وخت کې شرکت د ښوونکي په شان زما لپاره يو تجربه لرونکی همکار ترتيب کړ او په کار کې يې هميشه ما ته لارښوونې کړې. ما هم د هر ډول فرصت په نيولو سره د خپلو مهارتونو تمرينونه کړي دي. دغه راز د کار په دوهم کال کې ما په يوه کاري سيالي کې لومړی مقام وګاټه.

له ۲۰۰۳ کال راهيسې روز محمد بارک خپله توجه تخنيکي نوښت ته ګرځولې. هغه په شرکت کې د تخنيکي نوښت له امله د يوې کارخانې مشري وکړه او د همکارانو زياتې تخنيکي ستونزې يې حل کړې چې ۱۶ څېړنيزې لاسته راوړنې يې د چين په امتيازي حقونو بدل شوې او ۸ يې په توليدي چارو کارول شوې دي.

برسېره پر دې، روز محمد بارک د خپلو غني تجربو له مخې د خپلې دندې په اړه يې ۱۰۰ مسئلې او د دغو مسئلو د رامنځته کېدو ۶۰۰ احتمالي لاملونه بيان کړي او د ملي لږکيو لخوا د ملي ژبې د زده کړې يو کتاب يې هم وليکه. دغه کتاب اوس د شينجيانګ د تيلو سيمې د استخراج شرکت لخوا ډېر کارول کېږي.

اوس د روز محمد بارک په کاري ډله کې اويغوري، قزاقي او هوی په شمول ډېر د لږکيو همکاران ليدل کېږي چې شمېر يې څه باندې نيمه برخه نيسي. د بارک تر مشرۍ لاندې ډلې په وار سره کابو ۳۰ جايزې وګټلې.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای